دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 93

رویټرز:واشنګټن له تهران سره مذاکراتو ته خوشبین نه دی

0

د رویټرز د راپور له مخې، امریکایي چارواکي د روانې اونۍ په پای کې په اسلام‌آباد کې له ایران سره د احتمالي مذاکراتو پایلو ته خوشبین نه ښکاري او باور لري چې د دواړو لورو ترمنځ ژور سیاسي او ستراتیژیک اختلافات به د هر ډول چټک پرمختګ مخه ونیسي.

راپور زیاتوي چې واشنګټن د هرمز ستراتیژیک تنګي د احتمالي بیا پرانیستلو په اړه هم شکونه لري؛ په داسې حال کې چې تهران د بندیزونو لرې کول، د کنګل شویو مالي شتمنیو آزادول او د لبنان د اوربند په چوکاټ کې د مسایلو شاملول د خپلو اساسي غوښتنو په توګه وړاندې کړي دي.

همدارنګه د ایران د ۱۰ مادېز وړاندیزي چوکاټ او د امریکا د ۱۵ مادېز طرحې ترمنځ اختلافات د مذاکراتي بهیر پیچلتیا نوره هم زیاته کړې ده.

عراق؛بغداد کې د امریکایي ډیپلوماټانو پر کاروان د کمین برید په ترڅ کې درې ځانمرګي ډرونونه کارول شوي

0

د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکایي ډیپلوماټانو پر کاروان د کمین برید شوی، چې په ترڅ کې درې ځانمرګي ډرونونه کارول شوي دي.

د العربیه الحدث شبکې د جزئیاتو له مخې، په دې کاروان کې چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ځینې غړي هم پکې شامل وو، د ویکټوري پوځي اډې ته د یو امریکایي خبریال د لېږد پر مهال د برید هدف وګرځېد.

دغه خبریال مخکې د «کتائب حزب‌الله» له خوا تښتول شوی و او وروسته خوشې شوی و.

راپور زیاتوي چې د برید له امله د وضعیت د خرابېدو له وېرې، د بیړنیو ډیپلوماتیکو تماسونو په نتیجه کې امریکایي کاروان اړ شو چې خپله لاره بدله کړي او د بغداد په شنه سیمه کې د امریکا سفارت ته ستانه شي.

تر اوسه د پېښې د احتمالي تلفاتو یا زیانونو رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

اکسیوس:جی‌ډي ونس د ایران په ډیپلوماسۍ کې د رول غوښتنه کړې

0

اکسیوس راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د ایران اړوند ډیپلوماسۍ کې فعاله ونډه ولري.

د راپور له مخې، ونس ته د امریکايي پلاوي د مشرۍ سپارلو یو مهم لامل د ټرمپ د استازو او ایراني چارواکو ترمنځ بې‌باوري او کړکېچ بلل شوی، چې حتی د شخړې د زیاتېدو سبب شوی و.

اکسیوس زیاتوي چې ایراني لوري پر سټیو ویتکاف او جرد کوشنر د بې‌باورۍ څرګندونه کړې او باور لري چې د ونس ګډون کولای شي د مذاکراتو په پرمختګ کې مرسته وکړي.

د ونس یوې نږدې سرچینې ویلي چې هغه غوښتل په دې مهم پړاو کې برخه واخلي او د ټرمپ په غوښتنه یې د مذاکراتو مشري په لېوالتیا ومنله.

اسرائیلي ورځپاڼه:مجتبی خامنه اي خپله یوه پښه له لاسه ورکړې او د څهرې له جدي ټپونو سره مخ دی

0

اسرائیلي ورځپاڼې «یدیعوت اخرونوت» په یوه راپور کې ادعا کړې چې د ایران د وژل شوي مذهبي مشر علي خامنه‌اي زوی، مجتبی خامنه‌اي، د وروستۍ جګړې پر مهال سخت ټپي شوی دی.

د راپور له مخې، نوموړی خپله یوه پښه له لاسه ورکړې او د مخ د جدي ټپونو سره مخ شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې هغه اوس هم هوښیار حالت کې دی او امکان شته چې په نږدې راتلونکې کې له هغه پټنځي څخه راووځي چې تر اوسه پکې ساتل کېږي.

واشنګټن او تهران؛اسلام‌آباد کې د امریکا او ایران مذاکراتي پلاوي مهمې ناستې پیلوي

0

د امریکا او ایران ترمنځ مهمې خبرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پیل په درشل کې دي، چې هدف یې د شپږ اوونیزې جګړې لپاره د دوامدار حل موندل دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس اسلام‌اباد ته رسېدلی او ورسره د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکوف او د ډونالډ ټرمپ زوم جېرډ کوشنر هم مل دي، څو له ایراني پلاوي سره خبرې پر مخ یوسي.

ایراني پلاوی چې ۷۱ غړي لري، مشري یې د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف کوي.

په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي هم شامل دي.

قالیباف ویلي: «موږ نیت لرو، خو باور نه لرو»، او ټینګار یې کړی چې که امریکا د رښتینې هوکړې لپاره چمتو وي، ایران به هم مثبت ځواب ورکړي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو تر پیل مخکې پر ایران فشار زیات کړی او خبرداری یې ورکړی چې که د هرمز تنګي وضعیت ژر حل نه شي او خبرې ناکامې شي، امریکا به بېرته پوځي اقدام پیل کړي.

سي این این:تهران سره په مذاکراتو کې د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي ونس کلیدي رول لوبولی

0

د سي این این د راپور له مخې، یو لوړپوړی پاکستاني چارواکی وایي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي ونس د ایران سره د خبرو اترو د پیل لپاره بنسټیز رول لوبولی دی.

سرچینې چې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړي، ویلي چې ونس د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او د سیاسي حل‌لارې پر لور د فضا برابرولو کې مهم ګامونه اخیستي دي.

بل خوا ویل شوي چې تهران د ونس په پرتله په سټیو ویتکاف د باور کچه کمه ده.

پاکستان:اسلام‌آباد کې د امریکایي مذاکراتي پلاوي الوتکه ښکته شوه

0

د راپورونو له مخې، د امریکا یوه الوتکه چې لوړپوړي امریکایي چارواکي یې لېږدول، د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته راکښته شوه.

ټاکل شوې دغه پلاوی له ایران سره د سولې په اړه مهم مذاکرات پیل کړي، چې هدف یې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د شپږ اونیو جګړې پای ته رسول دي.

د معلوماتو له مخې، دا خبرې به په غیرمستقیم ډول ترسره شي او دواړه لوري به د منځګړو له لارې خپل دریځونه شریکوي.

الجزیره:ایراني پلاوی د امریکا سره د خبرو لپاره ټاکل شوي ځای ته رسېدلی

0

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف په مشرۍ یو ایراني پلاوی د امریکا سره د خبرو لپاره ټاکل شوي ځای ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، په پلاوي کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي، د ملي امنیت شورا منشي علي اکبر احمدیان او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌ابادي هم شامل دي.

تمه ده چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن له غرمې وروسته پیل شي، خو ایراني رسنیو ویلي چې دا مذاکرات به یوازې هغه مهال وشي چې د تهران یو لړ شرطونه ومنل شي، چې پکې پر لبنان د اسرائیل د بریدونو درول مهم شرط بلل شوی دی.

اسرائیل:د ایران خلک له اوږدې مودې راهیسې له انټرنېټي محدودیتونو سره مخ دي

0

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ایران خلک له زر ساعتونو زیات وخت راهیسې له ډیجیټلي اړیکو پرې کېدو سره مخ دي او نه شي کولای له خپلو کورنیو سره دننه او بهر اړیکه ونیسي.

په بیان کې راغلي چې ایراني وګړي د خپلو ستونزو او محدودیتونو د څرګندولو لپاره کومه لاره نه لري او یوازې د حکومت له لوري خپرېدونکو معلوماتو ته لاسرسی لري.

یاد وزارت ټینګار کړی چې خلک په دې وضعیت کې بې اړیکې، بې غږه او له حقیقت څخه بې برخې پاتې شوي دي.

ګارډین:د جی‌ډي ونس ماموریت له خطرونو او سختو انتخابونو سره مخ دی

0

د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس اسلام‌اباد ته د سولې مذاکراتو لپاره په داسې حال کې استول شوی چې دا ماموریت له لوړو خطرونو او محدودو سیاسي فشارونو سره مل دی.

راپور زیاتوي، ونس چې پخوا یې د منځني ختیځ په جګړو نیوکې کولې، اوس له هغو ایراني مذاکره‌کوونکو سره مخ دی چې د هرمز تنګي د کنټرول او وروستیو بریدونو پر وړاندې د مقاومت له امله ځان په قوي دریځ کې ویني.

د ګارډین په وینا، د ونس اساسي دنده دا ده چې د یوه نازک اوربند او دایمي هوکړې ترمنځ واټن راکم کړي، خو هغه له سخت انتخاب سره مخ دی: یا به د اوربند د ساتلو لپاره مهم امتیازات ورکړي، او یا به د جګړې د بیا پیل خطر ومني.

راپور همدارنګه د لبنان د شاملولو پر سر اختلافاتو او د ایران له لوري د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو شرط ته اشاره کوي، او ټینګار کوي چې ایراني مذاکره‌کوونکي د اوږدو او فرسایشي خبرو لپاره پېژندل کېږي.

ګارډین دا هم ویلي چې د دې مذاکراتو پایله به د ونس د سیاسي راتلونکي لپاره هم مهمه وي.