د ننګرهار ځايي طالب چارواکو ویلي چې د تورخم له لارې له پاکستانه افغانستان ته د قاچاق په توګه راوړل شوي ۵۰۴ کیلوګرامه امونه ضبط او له منځه وړل شوي دي.
د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دغه امونه په ناقانونه ډول هېواد ته لېږدول کېدل چې د تورخم قرنطین ادارې کارکوونکو ونیول.
خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې چارواکي ضبط شوي امونه سیند ته غورځوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس، مولوي عبدالستار محمد، ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ځنډېدو له امله هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې کرنیز یا مالدارۍ محصولات په ناقانونه ډول هېواد ته وارد کړي.
هغه ټینګار کړی چې د کرنیزو محصولاتو واردات باید د نافذو قوانینو او قرنطیني مقرراتو له مخې ترسره شي، او د قاچاق مخنیوي لپاره به اقدامات دوام ولري.
په همدې حال کې، یو شمېر افغانانو ویلي چې د پاکستان امونه لا هم د کابل او د هېواد د ځینو نورو ښارونو په بازارونو کې موندل کېږي، خو د کمښت له امله یې بیې لوړې شوې دي.

