پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 9

مسعود پزشکیان:که د سیمې هېوادونه امنیت غواړي، نو د ایران پر ضد جګړې ته دې اجازه نه ورکوي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د سیمې هېوادونه که د پرمختګ او امنیت غوښتونکي وي، باید اجازه ور نه کړي چې د ایران پر ضد جګړه د هغوی له خاورې اداره شي.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې ایران څو ځله اعلان کړی چې مخکینی برید نه کوي، خو که پر بنسټیزو تاسیساتو او اقتصادي مرکزونو برید وشي، نو سخت ځواب به ورکړي.

پزشکیان د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې زیاته کړې چې که هغوی ثبات او پرمختګ غواړي، باید د ایران دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې له خپلو هېوادونو څخه د جګړې لپاره استفاده وکړي.

هغه ټینګار کړی چې ایران د خپل امنیت او ملي ګټو د ساتنې لپاره کلک دریځ لري.

عباس عراقچي هاکان فېدان ته:د امریکا متضاد چلند د ستونزو اصلي لامل دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فېدان سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د روانو ستونزو اصلي لامل د امریکا متضاد چلند او غیرمنطقي غوښتنې دي.

هغه ویلي چې د امریکا چارواکو خبرې او کړنې یو له بل سره برابر نه دي او دا وضعیت د دوی پر نیتونو شک زیات کړی او د فریبکارۍ په اړه یې بدبیني پیاوړې کړې ده.

عراقچي همدارنګه د ترکیې او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو له هغو هڅو مننه کړې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې ترسره کوي.

هغه ټینګار کړی چې ایران د تاوتریخوالي د کمېدو او د خبرو له لارې د حل ملاتړ کوي.

حامد کرزی:د هالنډ دموکرات ګوند کې څانګه صدیقي ته د غړیتوب مبارکي وایم

‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي څانګې صدیقي ته د هالنډ د ډیموکرات D66 ګوند د رهبرۍ شورا سیاسي غړیتوب چې د زوترمیر په ښار کې یې ترلاسه کړی، مبارکي ویلې.

حامد کرزي ویلي، چې دا بریا د هغې د شخصي هڅو پایله ده او د افغان نجونو وړتیا او لیاقت ښيي.

هغه زیاته کړې چې که مناسب شرایط برابر شي، نجونې کولای شي په کور دننه او بهر په بېلابېلو برخو کې اغېزمنه او مثبته برخه واخلي.

کرزي څانګې صدیقي ته د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړې.

نټ بلاکس:ایران کې پر انټرنېټ بندیز یوې میاشتې ۶۷۲ساعتونو ته رسیدلی

0

د انټرنېټ د څار نړیوال بنسټ (NetBlocks) نټ بلاکس تازه ویلي چې په ایران کې د انټرنېټ سراسري محدودیتونه تر یوې میاشتې زیات دوام کړی او لا هم د پای نښې نه لیدل کېږي.

د معلوماتو له مخې، دا بندیز تر اوسه ۶۷۲ ساعتونو ته رسېدلی دی.

د یاد بنسټ په ارزونه کې راغلي چې دا وضعیت نه یوازې د خلکو ترمنځ د اړیکو مخه نیسي، بلکې د رسنیو فعالیتونه او د معلوماتو خپرېدل هم له جدي خنډ سره مخ کړي دي.

د طالبانو حکومت:ایراني ترانزیټي موټر له ویزې پرته هرات ته داخلېدلی شي

د هرات ولایت ځايي طالب چارواکي وايي چې د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره په اسلام‌کلا بندر کې د ترانزیټي تګ راتګ لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته به د ایران ترانزیټي موټر د ځانګړو ترتیباتو له مخې وکولای شي خپل سوداګریز توکي د بندر په ټاکل شویو ځایونو کې تخلیه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د چټکتیا او د ترانزیټي چارو د اسانتیا لپاره شوې ده، څو سوداګریز توکي ژر بازارونو ته ورسېږي.

د چارواکو په وینا، تمه کېږي چې د دې تګلارې له عملي کېدو سره به د وارداتي توکو د لېږد لګښتونه راکم شي او د بازارونو په بیو کې به هم یو څه کموالی رامنځته شي.

سوداګر بیا وایي که دا پروسه په منظم ډول دوام وکړي، نو د افغانستان او ایران تر منځ به سوداګریز تګ راتګ لا پراخ شي او د سرحدي بندرونو فعالیت به هم زیات شي.

د یمن حوثي ډلې؛په لومړي ځل په مستقیم ډول پر اسرائیل توغندیز بریدونه کړي

0

د یمن د حوثي ډلې ویاند اعلان کړی چې د روانو سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو په لړ کې یې د لومړي ځل لپاره پر اسرائیل د توغندیو برید ترسره کړی دی.

نوموړي ویلي، دا برید د څو توغندیو په ویشتلو ترسره شوی او د دوی په وینا، د جګړې د پراخېدو یوه نوې مرحله بلل کېږي.

د حوثیانو د څرګندونو له مخې، دغه اقدام وروسته له هغه شوی چې د اسرائیل لخوا په ایران، لبنان، عراق او فلسطیني سیمو کې پر زیربناوو بریدونه دوام لري.

دوی ټینګار کړی چې دا برید د یادو حملو په غبرګون کې ترسره شوی دی.

د دې ډلې ویاند خبرداری ورکړی چې تر هغه وخته به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو د دوی په وینا تجاوز په ټولو جبهاتو کې پای ته ونه رسېږي.

کونړ؛په سرحدي سیمو د پاکستاني مرمیو لګېدو له امله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې

د کونړ ولایت ځایي اوسېدونکي وايي چې د پاکستان له لوري د سرحدي بریدونو له زیاتېدو وروسته په یو شمېر سیمو کې خلک اړ شوي چې خپلې کورنۍ له سرحدي سیمو وباسي او خوندي ځایونو ته کډه وکړي.

د خلکو په وینا، د توپونو مرمۍ د منورې ولسوالۍ ترڅنګ د اسعداباد ښار په ځینو نږدې سیمو کې هم لګېدلې دي، چې له امله یې د کورونو، کرنیزو ځمکو او نورو شخصي شتمنیو ته زیان اوښتی دی.

بلخوا، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د وروستیو بریدونو له امله د ډیورنډ کرښې ته نږدې د څو ولسوالیو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او اوس په نسبي خوندي سیمو کې ژوند کوي.

دوی همدارنګه اندېښنه ښودلې چې د سرحدي سیمو د خلکو ستونزو ته تر اوسه د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو له لوري جدي پام نه دی شوی.

اسوشیټډ پرېس:روسیه ایران ته د پرمختللو ډرونونو د لېږلو په حال کې ده

0

اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د امریکايي او اروپايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې روسیه په پام کې لري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) یوه محموله ایران ته واستوي.

د راپور له مخې، په دې محموله کې د هغو ایراني ډرونونو د ټکنالوژۍ پرمختللې بڼې هم شاملې دي چې روسیې مخکې د اوکراین په جګړه کې کارولې دي.

یو اروپايي استخباراتي چارواکي اسوشیټډ پرېس ته ویلي چې د روسیې او ایران چارواکو د همدې میاشتې په ترڅ کې د دغو ډرونونو د لېږد په اړه ډېر فعال بحثونه کړي دي.

بلخوا، د امریکا یو دفاعي چارواکي ویلي چې لا هم روښانه نه ده چې دا ډرونونه به ایران ته په یوه محموله کې واستول شي او که به په څو پړاوونو کې انتقال شي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې چې دا هم معلومه نه ده چې مسکو ولې غواړي پرمختللي ډرونونه ایران ته ولېږي.

هاکان فېدان:اسراییل د سیمې هېوادونه له یو بل سره د جګړې لور ته ټېل وهي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فېدان ویلي چې اسراییل هڅه کوي د سیمې اسلامي هېوادونه د اوږدمهاله شخړو پر لور ټېل وهي او غواړي د سیمې هېوادونه له یو بل سره په جګړه کې ښکېل کړي.

نوموړي دا څرګندونې له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی چې د سیمې هېوادونه باید د اسراییل په هغه څه کې ونه لوېږي چې هغه یې “د شخړې جال” بللی دی.

هاکان فېدان ویلي، ترکیه د سیمې د کړکېچ د پراخېدو مخالفه ده او باور لري چې د ایران او نورو اسلامي هېوادونو تر منځ هر ډول جګړه به یوازې د سیمې وضعیت نور هم خراب کړي.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې انقره له ټولو هېوادونو غواړي چې د جګړې پر ځای د سیاسي حل لارې ملاتړ وکړي او د سیمې ثبات ته لومړیتوب ورکړي.

ایران؛سعودي عربستان کې د پرنس سلطان هوایي اډه باندې برید کړی

0

په سعودي عربستان کې د پرنس سلطان هوايي اډې باندې د ایران د برید له امله ۱۲ امریکايي سرتېري ټپیان شوي، چې د دوو تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

امریکايي چارواکو ویلي، چې په دې برید کې د سون توکو وړونکې څو الوتکې هم زیانمنې شوې دي.

دا برید وروسته له هغې ترسره شوی چې اسرائیلو د ایران پر دوو مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، د ایران د اراک د درنو اوبو تاسیسات او د یزد د یورانیمو د تولید مرکز په نښه شوي، خو ایراني چارواکو ویلي چې مرګ ژوبله نه ده اووښتې او د ککړتیا کوم خطر نشته.

بل لور ته، د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې دا برید د ایران اټومي پروګرام ته دروند زیان اړولی، خو تهران بیا د سخت غبرګون خبرداری ورکړی دی.