شنبه, مې 23, 2026
Home Blog Page 8

راپورونه:پر اسلام اباد د تهران اړیکې د بې‌باورۍ نوې مرحلې ته داخلې شوي

د الحدث عربي رسنۍ د راپور له مخې، په وروستیو دوو اوونیو کې د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي همغږي کمه شوې او د دواړو هېوادونو اړیکې له نوو اختلافاتو سره مخ دي.

راپورونه ښيي چې دواړه لوري د خبرو اترو د څرنګوالي، د تماس د لارو او د احتمالي مذاکراتو د ځای په اړه ګډ تفاهم ته نه دي رسېدلي.

ویل کېږي، همدغه اختلافونو د دواړو حکومتونو ترمنځ د باور فضا زیانمنه کړې ده.

بل لور ته، پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د نویو اړیکو او غیرمستقیمو تماسونو پر پراخېدو اندېښنه ښودلې ده.

سربیره پر دې چې اسلام آباد ځان د تهران او واشنګټن ترمنځ د روغې جوړې دریمګړی بولي؛ خو هممهاله اندېښمن دی، چې ښايي د سیمې د سیاسي بدلونونو په بهیر کې له مهمو معادلو لرې پاتې شي.

شیخ هبت‌الله؛د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر د هرات ښاروال وټاکه

د طالبانو حکومت مشر شيخ هبت‌الله اخندزاده د تازه حکم له مخې د حکومت په اداري جوړښت کې نوې بدلونونه راوستي دي.

د یاد حکم پر بنسټ، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت پخوانی وزیر مولوي حمدالله نعماني د هرات د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.

همداراز، د هرات پخوانی ښاروال ملا نعمت الله حسن د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د فني او مسلکي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

په روانه اوونۍ کې دوهم سفر؛د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته رسیدلی

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته رسېدلی او ټاکل شوې له ایراني چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو او سیاسي اړیکو خبرې وکړي.

د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي مذاکراتو د بیا فعالېدو لپاره د اسلام‌اباد له هڅو سره دا په روانه اوونۍ کې د محسن نقوي دوهم سفر دی.

چین او روسیې؛د اوږدمهاله ستراتېژیک مشارکت د پیاوړتیا ژمنه وکړه

چین او روسیې د خپلو ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا په لړ کې هوکړه کړې چې د «ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکارۍ تړون» موده به نوره هم وغځوي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ ویلي، بیجینګ چمتو دی چې له مسکو سره په ګډه د دغه تړون روحیې ته درناوی وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ «شا په شا» ستراتېژیکه همغږي لا پیاوړې کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې چین او روسیه به په سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو کې خپلې اړیکې او همکاري نوره هم پراخه کړي.

اسرائیلي رسنۍ:ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو شاوخوا نیم ساعت د احتمالي شخړو پر سناریو ټیلیفوني بحث کړی

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ یو مهم ټیلیفوني تماس شوی، چې د دواړو لورو ترمنځ یې د ستراتیژیکو مسایلو پر سر بحثونه راپارولي دي.

راپورونه وایي، دغه تماس چې د سه‌شنبې په ماښام ترسره شوی، تر نیم ساعت زیات یې دوام کړی او د منځني ختیځ د وروستیو ترینګلتیاوو په ځانګړي ډول د ایران د احتمالي رول په اړه خبرې پکې شوې دي.

که څه هم رسمي بیان نه دی خپور شوی، خو اسرائیلي رسنۍ ادعا کوي چې دواړو مشرانو د راتلونکو احتمالي بدلونونو او د سیمه‌ییزو شخړو د بیا زیاتېدو د خطر پر سناریو هم نظرونه تبادله کړي دي.

په ورته وخت کې، راپورونه زیاتوي چې د ټرمپ د راتلونکو بهرنیو سفرونو، په ځانګړي ډول چین ته د سفر د ممکنه اجنډا ځینې برخې هم په دې تماس کې یادې شوې دي.

ملګري ملتونه:د ۵۲۹ میلیونه ډالري پلان، نه تمویل د افغانستان بحران لا ژوروي

د ملګرو ملتونو او نادولتي همکارو مؤسسو د ۲۰۲۶ کال لپاره د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ پراخ پروګرام (RPAR) په رسمي ډول د پیل خبر ورکړی، چې ارزښت یې ۵۲۹ میلیونه امریکايي ډالر ټاکل شوی او هدف یې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانانو ملاتړ بلل شوی دی.

دغه پروګرام چې د کابل په یوه رسمي غونډه کې اعلان شوی، د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر ډسمبر پورې پلي کېږي او هم بېړنۍ مرستې او هم د بیا ادغام اوږدمهاله پروګرامونه پکې شامل دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۵.۹ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي او یوازې په ۲۰۲۶ کال کې بیا د راستنېدو بهیر په چټکۍ روان دی، چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې نږدې ۶۰۰ زره کسان هېواد ته داخل شوي دي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د ګاونډیو هېوادونو د کډوالۍ سختو تګلارو او د خوندیتوب د کمښت له امله د راستنېدو بهیر نور هم زیات شوی او دا وضعیت یوازې سرحدي موضوع نه بلکې یوه ژوره بشري او پراختیایي ننګونه ده.

د ملګرو ملتونو د مېشت او بشري مرستو همغږي کوونکي تاج‌الدین اویو ویلي چې له نیمایي زیات راستنېدونکي ماشومان او ځوانان دي او ډېری یې له افغانستانه بهر زیږېدلي، چې په هېواد کې له محدودو اقتصادي فرصتونو، د استوګنې له کمښت او د اساسي خدماتو له نشتوالي سره مخ دي.

د راپور له مخې، د ۵۲۹ میلیونه ډالري پلان له مخې، ۱۰۰.۷ میلیونه ډالر د بېړنیو سرحدي مرستو لپاره ځانګړي شوي چې روغتیا، تغذیه، خوندیتوب، اوبه، حفظ‌الصحه، نغدي مرستې او ترانسپورت خدمات پکې شامل دي، او ۴۲۸.۵ میلیونه ډالر د بیا ادغام او اوږدمهاله پراختیا لپاره ځانګړي شوي چې د معیشت رامنځته کول، تعلیم، روغتیا او د بنسټیزو خدماتو پراختیا رانغاړي.

ملګري ملتونه:د میلیونونو افغانانو د بېرته ادغام لپاره د بودجې کمښت به د افغانستان وضیعت لا بحراني کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر ویلي چې، ملګرو ملتونو او د هغوی شریکو نادولتي ادارو د ۲۰۲۶ کال د بېرته ادغام او ملاتړ پلان (RPAR) د بشپړ تمویل لپاره له نړیوالو مرستندویه هېوادونو کلکه غوښتنه کړې، او خبرداری یې ورکړی چې د تمویل نشتوالی کولی شي د افغانستان روان بشري او د خوندیتوب بحران نور هم ژور کړي.

د راپور له مخې، په کابل کې د دې پروګرام د پرانیستې غونډه کې د مرستندویه هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو ادارو، نادولتي مؤسسو او د رسنیو غړو ګډون کړی و، چې ګډونوالو ټینګار کړی، د کډوالو او بېځایه شویو د بېرته ادغام پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې دوامداره مالي ملاتړ موجود وي.

د ملګرو ملتونو او شریکو ادارو په وینا، د تمویل کمښت به نه یوازې موجوده بشري ستونزې زیاتې کړي، بلکې د میلیونونو افغانانو د ټولنیز او اقتصادي بېرته رغېدو بهیر به هم له جدي خنډ سره مخ کړي.

دغه ادارې له نړیوالو مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د ۲۰۲۶ RPAR پلان بشپړ تمویل کړي، څو د بحران د لا خرابېدو مخه ونیول شي او د بشري رغونې، باثباته بېرته ادغام او ټولنیز انعطاف لپاره بنسټ کېښودل شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، که دا مالي تشه ډکه نه شي، د افغانستان په کچه د بېځایه شویو او زیانمنو خلکو وضعیت به له موجوده حالت هم نازک شي.

چین او روسیې؛په بېجینګ کې د ستراتېژیک ائتلاف د پیاوړتیا پیغام ورکړی

د چین او روسیې مشرانو په بیجینګ کې د لوړې کچې اړیکو او ستراتېژیکې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بېجینګ ته د سفر پر مهال د چین له لوري له تود هرکلي سره مخ شوی چې نوموړي ته د سرې غالۍ، ۲۱ توپونو سلامۍ او پوځي مراسمو په ترڅ کې رسمي هرکلی وویل شو.

د چین ولسمشر شي جین پینګ له پوتین سره په لوی تالار کې کتلي او دواړو مشرانو د نړیوالو تحولاتو، اقتصادي همکاریو او سیاسي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

شي جین‌پینګ ویلي، بیجینګ او مسکو به په داسې نړۍ کې چې د ده په وینا له زیاتېدونکې ګډوډۍ او انحصاري واک سره مخ ده، خپلې ستراتېژیکې همکارۍ نورې هم ژورې کړي.

هغه همداراز د عادلانه او متوازن نړیوال نظام د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د چینایي ولسمشر دغو څرګندونو ته د نړیوالو چارو شنونکي د څو قطبي نړۍ د ملاتړ نښه بولي؛ داسې نړۍ چې پکې د امریکا نفوذ محدود او د نورو قدرتونو رول پیاوړی شي.

دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې نړیوالې جیوپولیټیکې سیالۍ زیاتې شوي او د مسکو او بیجینګ نږدې اړیکې د نړیوال سیاست مهم محور ګڼل کېږي.

شرما او پانډیا؛ هغه وخت د افغان لوبډلې خلاف لوبیدای شي چې د فېټنیس ازموینه بریالۍ کړي

د هندۍ لوبډلې مخکښ لوبغاړي هاردیک پانډیا او روهیت شرما د افغان لوبډلې خلاف یو ورځنیو لوبو ته غوره شوي.

دوي هغه وخت یادو سیالیو کې لوبیدلای شي تر څو د فزیکي تکړښت( یو- یو) ازموېنه بریالۍ پای ته ورسوي.

همدا رنګه، د هند په کوربتوب یادې یو ورځنۍ لوبې د راتلونکې جون میاشتې په څوارلسمه نېټه پیلیږي.

افغان ایوک:امریکا دې له افغان متحدینو سره خپلې ژمنې عملي کړي

د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغان ایوک» د امریکا له حکومته غوښتي چې له افغان متحدینو سره خپلې ژمنې عملي کړي او هغوی له پامه ونه غورځوي.

دې سازمان ویلي، زرګونه افغانان چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی او د امریکا د پوځي، استخباراتي او ډیپلوماټیکو ماموریتونو ملاتړ یې کړی، اوس هم په قطر، پاکستان او نورو هېوادونو کې بې‌برخلیکه پاتې دي.

افغان ایوک په یوه بیان کې اندېښنه ښودلې چې د ټرمپ حکومت ښايي د جنوبي افریقا د سپین‌پوستو کډوالو د منلو پروګرام پراخ کړي، خو افغان متحدین بیا له پامه وغورځوي.

یاد بنسټ له کانګرسه غوښتي چې لږ تر لږه پنځه زره افغانان د امریکا د کډوالو د منلو په پروګرام کې شامل کړي.

بلخوا، امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې واشنګټن د شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه‌غوښتونکو، چې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، د قطر له «سیلیه» کمپ څخه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد طرحه ارزوي.

دغه کسان د کابل تر سقوط وروسته قطر ته انتقال شوي وو او امریکا ته یې د لېږد ژمنې ورسره شوې وې.