د چین او روسیې مشرانو په بیجینګ کې د لوړې کچې اړیکو او ستراتېژیکې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بېجینګ ته د سفر پر مهال د چین له لوري له تود هرکلي سره مخ شوی چې نوموړي ته د سرې غالۍ، ۲۱ توپونو سلامۍ او پوځي مراسمو په ترڅ کې رسمي هرکلی وویل شو.
د چین ولسمشر شي جین پینګ له پوتین سره په لوی تالار کې کتلي او دواړو مشرانو د نړیوالو تحولاتو، اقتصادي همکاریو او سیاسي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
شي جینپینګ ویلي، بیجینګ او مسکو به په داسې نړۍ کې چې د ده په وینا له زیاتېدونکې ګډوډۍ او انحصاري واک سره مخ ده، خپلې ستراتېژیکې همکارۍ نورې هم ژورې کړي.
هغه همداراز د عادلانه او متوازن نړیوال نظام د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د چینایي ولسمشر دغو څرګندونو ته د نړیوالو چارو شنونکي د څو قطبي نړۍ د ملاتړ نښه بولي؛ داسې نړۍ چې پکې د امریکا نفوذ محدود او د نورو قدرتونو رول پیاوړی شي.
دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې نړیوالې جیوپولیټیکې سیالۍ زیاتې شوي او د مسکو او بیجینګ نږدې اړیکې د نړیوال سیاست مهم محور ګڼل کېږي.

