جمعه, مې 22, 2026
Home Blog

عاصم منیر؛د ایران او امریکا ترمنځ د روانو مذاکراتو په لړ کې تهران ته رسېدلی

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو مذاکراتو د منځګړیتوب هڅو په ترڅ کې تهران ته رسېدلی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ويلي، نوموړی د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني له لوري په رسمي او تود هرکلي بدرګه شو.

د راپورونو له مخې، عاصم منیر به په تهران کې د ایراني مشرانو سره د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو، سیمه‌ییز امنیت، او د منځني ختیځ د ثبات په تړاو مهمې خبرې ترسره کړي.

د پاکستان په منځګړیتوب؛ د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د تړون مسوده چمتو شوې

راپورونه وايي، د پاکستان په هڅو د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د تړون یوه مسوده چمتو شوې او تمه ده چې لنډ وخت کې به اعلان شي.

ویل کیږي، دواړه لوري د پاکستان په منځګړیتوب د یوه داسې چوکاټ پر سر هوکړې ته نږدې شوي چې موخه یې د جګړې او تاوتریخوالي کمول او د اړیکو د بیا پیل زمینې برابرول دي.

د راپورونو له مخې، په مسوده کې د تاوتریخوالي او بریدونو درولو، د بندیزونو د تدریجي کمېدو او د خبرو د دوام په اړه مهم موارد شامل دي، خو تراوسه د ایران د اټومي پروګرام او ځینو امنیتي مسایلو په اړه مهم اختلافات نه دي حل شوي.

له دې پرمختګونو سره سره، لا هم دا کوم رسمي تړون نه یادیږي ځکه دواړو لوریو لا وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لا هم د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي په توګه رویبارۍ ته دوام ورکړی، د دواړو لوریو پیغامونه او وړاندیزونه یو بل ته رسوي او د پخلاینې او هوکړې ته د رسېدو لپاره لوړو پوړو پاکستاني چارواکو تهران ته سفرونه پیل کړي.

ولکر ترک: افغانستان ته د کډوالو په زوره ستنول د بشري حقونو او کډوالو قوانینو سره په ټکر کې ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک له هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال او پناه غوښتونکي دې په زوره خپل ته نه ستنوي.

هغه ویلي افغانستان لا هم خوندي نه دی او ستنېدونکي کسان له جدي خطرونو سره مخ کېدی شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۲۷۰ زره افغانان له ایران، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو افغانستان ته شړل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، یو شمېر بېرته ستانه شوي افغانان د خپلسري نیولو، بندي کولو، ربړولو او ناوړه چلند سره مخ شوي دي. ښځې، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د مدني ټولنې غړي لا هم د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطر سره مخ دي.

ولکر ترک ټینګار کړی چې د نړیوال قانون له مخې هېڅوک باید داسې هېواد ته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند، امنیت او آزادي له خطر سره مخ وي.

په همدې حال کې، د اروپايي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه غواړي د افغان کډوالو د ستنولو لپاره ګډه تګلاره جوړه کړي، خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر اندېښنه ښودلې چې ځینې اروپايي هېوادونه، سره له دې چې افغانستان کې خراب وضعیت ګوري، بیا هم د افغانانو شړل پیلوي یا پرې غور کوي.

دا مهال د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال له سختو شرایطو سره مخ دي او له نیول کېدو وروسته تش لاس په زوره خپل هېواد ته را شړل کیږي.

د افغانستان؛ د ښځو کرکټ لوبډله انګلېنډ ته بلل شوې

د افغانستان د کرکټ کډواله ښځینه لوبډله په جون میاشت کې د ښځو د ۲۰ اووریز نړیوال جام لپاره انګلېنډ ته سفر کوي.

دغه لوبډله غواړي د نړیوالو سیالیو لپاره د رسميت پېژندنې او د افغانستان په نوم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کولو هڅې دوامداره وساتي.

راپورونه ښیي چې افغان لوبغاړې به په انګلېنډ کې د ښځو شل اووریز نړیوال جام لوبې وکوري، خپلمنځي شل اووریزې لوبې به وکړي او هم به ورته د تمرین ځانګړي فرصتونه برابر شي.

د انګلېنډ کرکټ بورډ دغې هېواد ته د افغان کډوالې ښځینه لوبډلې سفر له فرهنګي او ورزشې اړخه مهم بللی. خو په ورته مهال یې ټینګار کړی چې لا هم نه غواړي د افغانستان نارینوو لوبډلې سره دوه اړخیزې لوبې وکړي.

بل لور، د افغانستان د پارلمان پخوانۍ وکیلې او فعالې سیاسې څېرې فوزیه کوفي په خپله اېکس پاڼه انګلېنډ ته د افغان ښځینه لوبډلې سفر د خپلو هڅو پایله او لاسته راوړنه بللې، خو په داسې حال کې چې تېر کال هم یاده لوبډله د ښځو د یو ورځني نړیوال جام پر مهال هند ته بلل شوې وه او د سیالیو پر مهال موجوده وه.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ډېری لوبغاړی له هېواده ووتلې او اوس په اسټرالیا کۍ د افغانستان د کډوالې ښځینه لوبډلې په نوم پېژندل کیږي چې د تېر زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې یې د بې پولې کرکټ بنسټ له خوا له جوړې شوې لوبډلې سره لوبې هم وکړې.

د غرونو ملکه ذکیه احمد؛ لومړنۍ افغانه شوه چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره څوکه یې فتح کړه

افغانه غر ختونکې ذکیه احمد پرون پنجشنبه د اېوېرېسټ غره؛ د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته وختله او لومړنۍ افغانه ښځه شوه چې دغه کارنامه جوړوي.

د پاکستان د غره ختنې رسمي ادارې الپاین کلب په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ذکیه احمد د پنجشنبې په سهار د نیپال د خومبو سیمې د تامي کلي له دوو نیپالي لارښوونکو «دوا ټېنزینګ شیرپا او فربا ګیالجین شیرپا» سره یوځای د ۸ زره ۸۴۸ مترو لوړې څوکې سر ته ورسېده.

ذکیه احمد چې د بشري حقونو فعاله او غرختونکې ده، د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ووتله او اوس په اسټرالیا کې اوسیږي.

آغلې احمد په داسې وخت کې یاده کارنامه جوړوي چې په ټول افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو په هر ډول ورزش او لوبو بندیز لګېدلی، هم مهاله د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته د ذکیې احمد د پورته کېدو کارنامه په نړیواله کچه له پراخو ستاینو سره بدرګه شوې.

هند؛له افغانستان سره شل ټنه د طبي موادو مرسته وکړه

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال وایي، هند افغانستان ته د ماشومانو د واکسین پروګرام د پیاوړتیا لپاره ۲۰ ټنه مهم وچ طبي مواد استولي دي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو مرستو کې د BCG واکسین او د تیتانوس او ډیفتریا (Td) واکسینونو اړوند مواد شامل دي، چې کابل ته رسېدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د مرستو نورې جوپې هم د لېږد په حال کې دي او هند به د روغتیا په برخه کې د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

هند په وروستیو کلونو کې څو ځله افغانستان ته په ځانګړي ډول د روغتیا او خوراکي توکو په برخو کې بشري او طبي مرستې استولي دي.

بلوڅ آزادي غوښتونکو؛د بلوچستان یو شمېر لویې لارې تړلي او د سون توکو موټرونو ته یې اور ورته کړی

په بلوچستان کې ځایي سرچینې وایي، د بلوڅ آزادۍ غوښتونکي د بلوچستان یو شمېر لویو لارو ته راوتلي، د خضدار په ونګو سیمه کې یې د چین د سي-پاک پر لار څو ساعتونه تالاشي هم کړې او د لویو لارو کنټرول یې په خپل لاس کې اخیستی.

سرچینې وایي، بلوڅ آزادي غوښتونکو د زیارت او هرنایي ولسوالۍ لویې لارې ته څېرمه په مانګي سیمه کې له ډبرو سکرو بار موټرونو او د سړک جوړولو ماشینریو ته هم اور ورته کړی او سوځولي یې دي.

د سرچینو په وینا، کله چې پاکستاني امنیتي ځواکونو سیمې ته د ورتګ هڅه کوله له آزادي غوښتونکو سره په نښته اوښتي.

په ورته وخت یې د ډالبندین چهتر او د کوټې- تفتان پر لار هم تالاشي کړې او د سیندک پروژې لپاره د تېلو وړونکي ټانکرونه او موټرونه یې سوځولي دي.

بلوڅ آزادي غوښتونکي وخت ناوخت د پاکستاني پوځ پر غړو او تاسیساتو بریدونه کوي خو تازه یې د سون توکو موټرونه په داسې حال کې سوځولي چې یاد هېواد د انرژۍ سون توکو له کمښت سره مخ دی.

ریچارډ بنټ؛پر امید روغتون د پاکستان د هوایي برید په اړه د پلټنو غوښتنه کړې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په کابل کې د امید په نوم په نشه ‌یي توکو د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان د هوایي برید په اړه د بشپړو او خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

بنټ په خپل ایکس پاڼه لیکلي، د مارچ د ۱۶مې په برید کې چې د یوناما د معلوماتو له مخې په کې له ۲۶۹ ډېر ملکي کسان وژل شوي، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو په نښه کول ښایي جنګي جرم وګڼل شي.

هغه ویلي، دا پېښه جدي او د اندېښنې وړ ده او باید په اړه یې هر اړخیزې پلټنې ترسره شي.

ریچارډ بنټ همداراز له طالبانو غوښتي چې د روغتونونو او ورته روغتیايي مرکزونو د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

ریچارډ بنټ دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح کوي چې په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانېني هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د «وسله والو شخړو پر مهال د ملکي وګړو ساتنې» کلنۍ پرانیست غونډې کې د پاکستان دې کړنې ته اشاره وکړه او په سختو ټکو یې وغندله.

په بغلان کې سېلابونه؛۱۵ کسان وژل شوي او سلګونه کورونه تخریب شوي

د بغلان ولایت د طالبانو حکومت د والي ویاند ویلي چې د تېرې شپې سېلابونو لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي.

هغه ويلي چې د دغې سیلابونو له کبله له ۲۰۰ زیات کورونه او زرګونه جریبه ځمکه تخریب شوې ده.

بل لور ته د فواید عامې وزارت د سالنګ لویه لار تړلې او له خلکو یې غوښتي چې له دې لارې تر بلې خبرتيا تګ ونه کړي.

په ورته وخت کې د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د جوزا په ۱ او ۲ نېټه په ۱۸ ولایتونو کې د سېلاب خطر شته او خلک دې د اوبو لارو او سېلاب‌خیزو سیمو څخه ځان وساتي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د کابل ــ جلال اباد لويه لار هم د غر ښوېدنې له کبله تړل شوې وه.

محمود خان اڅکزی:که حکومت د خلکو امنیت نه شي ساتلی، ولس به د ځان د خونديتوب غم وخوري

په خیبر پښتونخوا کې د یوې ۱۱ کلنې ماشومې د تښتونې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، که حکومت د خلکو امنیت نه شي ساتلی، ولس به خپل برخلیک پخپله وټاکي.

اڅکزي ویلي، په پښتني سیمو کې روان ناامنه وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او حکومت باید د خلکو د امنیت، قانون او عدالت د تامین لپاره عملي اقدامات وکړي.

د راپورونو له مخې، یاده ۱۱ کلنه ماشومه د غلو له خوا تښتول شوې او وروسته یې مور هم له فشار سره مخ شوې ده.

بل لور ته پښتون ژغورنې غورځنګ هم دغه پېښه د ناامنۍ او بې‌وسۍ یوه بېلګه بللې ده.