د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر ویلي چې، ملګرو ملتونو او د هغوی شریکو نادولتي ادارو د ۲۰۲۶ کال د بېرته ادغام او ملاتړ پلان (RPAR) د بشپړ تمویل لپاره له نړیوالو مرستندویه هېوادونو کلکه غوښتنه کړې، او خبرداری یې ورکړی چې د تمویل نشتوالی کولی شي د افغانستان روان بشري او د خوندیتوب بحران نور هم ژور کړي.
د راپور له مخې، په کابل کې د دې پروګرام د پرانیستې غونډه کې د مرستندویه هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو ادارو، نادولتي مؤسسو او د رسنیو غړو ګډون کړی و، چې ګډونوالو ټینګار کړی، د کډوالو او بېځایه شویو د بېرته ادغام پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې دوامداره مالي ملاتړ موجود وي.
د ملګرو ملتونو او شریکو ادارو په وینا، د تمویل کمښت به نه یوازې موجوده بشري ستونزې زیاتې کړي، بلکې د میلیونونو افغانانو د ټولنیز او اقتصادي بېرته رغېدو بهیر به هم له جدي خنډ سره مخ کړي.
دغه ادارې له نړیوالو مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د ۲۰۲۶ RPAR پلان بشپړ تمویل کړي، څو د بحران د لا خرابېدو مخه ونیول شي او د بشري رغونې، باثباته بېرته ادغام او ټولنیز انعطاف لپاره بنسټ کېښودل شي.
د ملګرو ملتونو په وینا، که دا مالي تشه ډکه نه شي، د افغانستان په کچه د بېځایه شویو او زیانمنو خلکو وضعیت به له موجوده حالت هم نازک شي.

