جمعه, مې 22, 2026
Home Blog Page 7

نن؛د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني ۷۷مه کلیزه ده

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني ۷۷ کلن شو.

ښاغلی غني د ۱۹۴۹ کال د مې میاشتې په ۱۹مه نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کې زېږېدلی دی.

اشرف غني له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه تر سیاست وړاندې د اقتصاد، پراختیا او حکومتولۍ په برخو کې له نړیوالو ادارو سره هم کار کړی و.

نوموړی د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د سیاسي بدلونونو او د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته، له افغانستانه ووت او اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.

ګڼ شمیر افغانانو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د وطن جوړولو کې دې د پخواني ولسمشر اشرف غني له تجربو او مشورو ګټه واخیستل شي، او په درناوي او ځانګړي تشریفاتو وطن ته وبلل شي.

واشنګټن؛له ایران سره د همکارۍ په تور ۱۲ کسان او ګڼ شمېر شرکتونه په تور لېست کې واچول

واشنګټن یو ځل بیا د ایران پر ضد د بندیزونو نوې بسته اعلان کړې، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو افراد، شرکتونه او سمندري کښتۍ په نښه شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې په دې تازه لېست کې ټول ۱۲ کسان شامل دي، چې پکې ۴ ایرانیان، یو مصري، ۵ فلسطینیان، یو هسپانوی او یو د ترکیې وګړی شامل دي.

د واشنګټن په وینا، دغه کسان د هغو شبکو برخه ګڼل کېږي چې له بندیزونو د سرغړونې او مالي فعالیتونو له لارې له ایران سره تړاو لري.

همدارنګه په دې بندیزونو کې ۲۹ شرکتونه او سازمانونه هم راغلي، چې ترڅنګ یې ۱۹ سمندري کښتۍ هم د امریکا د بندیزونو په لېست کې شاملې شوې دي.

د خزانې وزارت د دغو اقداماتو هدف د هغو مالي او لوژستیکي شبکو محدودول بللي چې واشنګټن یې د ایران په ګټه فعالې ګڼي.

امریکا تر دې وړاندې هم څو ځله د ایران او د هغه له همکارو شبکو سره تړلي افراد او ادارې په بندیزونو کې شاملې کړي، خو تهران تل دا ډول اقدامات سیاسي او غیر قانوني بللي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام:افغانستان کې د لوږې بحران ژور شوی، او میلیونونه ښځې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان د خاموشه خوړو کمښت او خوارځواکۍ له سخت بحران سره مخ دی، چې تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېږي.

د راپور له مخې، دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۳.۸ میلیونه کسان د شدیدې لوږې سره مخ دي او نږدې ۵ میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکوونکې ښځې په خوارځواکۍ اخته دي.

دغه سازمان ویلي، اقتصادي سقوط، بېکاري، اقلیمي بدلونونه او د پاکستان سره د سرحدي لارو تړل کېدل د خوراکي توکو بیې لوړې کړي او د بشري مرستو رسولو بهیر یې سخت اغېزمن کړی دی.

د یاد سازمان د افغانستان مشر جان آیلیف ویلي: «د تغذیې مرستې اختیاري نه دي، بلکې د میلیونونو افغان ښځو او ماشومانو لپاره د ژوند کرښه ده.»

ډبلیو ایف پي زیاته کړې، د بودجې کمښت له امله یې مرستې محدودې شوي او اوس یوازې د افغانستان د اړتیا لرونکو ماشومانو او میندو یوې کوچنۍ برخې ته رسېدلی شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، که دوامدار مالي ملاتړ او بشري مرستې دوام ونه کړي، زرګونه نور افغان ماشومان او ښځې به د ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ:د نجات څلی به د نوي هوايي پل پر سر په نوې بڼه ورغول شي

د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي ویلي، د کابل ښار د حضوري چمن سیمې اړوند د نجات څلی، چې د هوايي پل د جوړېدو د پروژې پر مهال ړنګ شوی، بېرته به په نوې بڼه ورغول شي.

بارکزي زیاته کړې، کابل ښاروالۍ د تاریخي آثارو او ملي ارزښتونو ساتنې ته ژمنه ده او هڅه کوي چې د ښار تاریخي هویت خوندي وساتي.

د هغه په وینا، د نوي جوړېدونکي هوايي پل پر سر به د نجات څلی له نوې طرحې او معیاري بڼې سره بیا جوړ شي.

د نجات څلی د کابل ښار په حضوري چمن سیمه کې له پخوانیو تاریخي نښو څخه ګڼل کېږي، چې پخوانۍ بڼه یې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه تللې وه.

یاد څلی شاوخوا نهه کاله وړاندې بېرته ورغول شو، خو د وروستۍ رغنیزې پروژې له امله یو ځل بیا ونړول شو.

د دغه څلي نړول په وروستیو ورځو کې د یو شمېر فرهنګي فعالانو، تاریخ‌پوهانو او ښاریانو غبرګونونه هم راپارولي وو.

منتقدانو ټینګار کاوه چې تاریخي او فرهنګي اثار باید د پراختیايي پروژو پر مهال خوندي پاتې شي.

اوس کابل ښاروالۍ وایي، د نجات څلي د بیا رغونې لپاره به داسې طرحه عملي شي چې هم د ښار د ترانسپورتي اسانتیاوو اړتیاوې پوره کړي او هم تاریخي ارزښتونه وساتل شي.

سهیل اپریدی:د پنجاب حکومت د خیبر پښتونخوا د ۴۶ میلیونه ولس سپکاوی کړی

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې نوموړی د پنجاب په اډیاله زندان کې د پخواني بندي وزیراعظم عمران خان د ملاتړ لپاره د صوبایي کابینې او پارلماني غړو سفر د وفاقي حکومت له لوري په اسلام‌اباد کې د ۲۶ نمبر چوک کې درول شوی، چې نوموړي دا اقدام د خیبر پښتونخوا د ۴۶ میلیونه ولس سپکاوی بللی دی.

سهیل اپریدي په خپله ایکس پاڼه په تندو څرګندونو کې ادعا کړې چې وفاقي حکومت نه یوازې د خیبر پښتونخوا د ګازو لیږد بند کړی، بلکې د پنجاب حکومت هم صوبې ته د غنمو د انتقال مخه نیولې ده.

د هغه په وینا، دغه اقدامات د پاکستان د اساسي قانون او د وفاقي نظام د اصولو خلاف دي.

سهیل اپریدي ویلي، عمران خان په اډیاله زندان کې د “شدیدې بې‌پروايۍ” له امله د سترګو ۸۵ سلنه لید له لاسه ورکړی او لا هم نه ورته د کورنۍ، وکیلانو او شخصي ډاکټر سره د لیدو اجازه ورکول کېږي.

هغه د پاکستان په حکومت تور پورې کړ چې وفاقي او پنجاب حکومتونه د محکمو امرونه نه عملي کوي او عمران خان له ۲۰۲۵ کال د نومبر راهیسې په بشپړه تنهايي بند کې ساتل کېږي.

سهیل اپریدی خبرداری ورکړی چې که د عمران خان روغتیا ته هر ډول زیان ورسېږي، مسؤلیت به یې د وفاقي حکومت، پنجاب پولیسو، د اډیاله زندان ادارې او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر غاړه وي.

کابل ښاروالۍ:د نجات څلي ترڅنګ به د نجات پل هم جوړ شي

کابل ښاروالۍ وایي، د نجات په نوم به یوازې څلی نه وي، بلکې هغه نوی جوړېدونکی پل به هم د «نجات پل» په نوم ونومول شي.

د چارواکو په وینا، د پل پر سر به د نجات څلی هم بېرته جوړېږي او دا ځل به د لومړي جوړ شوي څلي په اصلي بڼه ورغول شي.

د یاد پل د جوړولو لګښت نږدې یو میلیارد افغانۍ اټکل شوی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره:نړۍ نور د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره انتظار نه شي کولی

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ډېوېډ لامي ویلي، نړۍ نور د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره انتظار نه شي کولی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هرمز تنګي د مأموریت لپاره پلانونه روان دي، څو که کومه هوکړه وشي، د دې مهمې سمندري لارې د سمدستي بېرته پرانیستلو ملاتړ وکړي.

دغه وزارت ویلي، دا نوښت به د نړیوالو شریکانو په همغږۍ ترسره شي، ترڅو په سیمه کې د کښتیو تګ راتګ خوندي او د انرژۍ نړیوال بازارونه باثباته وساتل شي.

د ایران د هرمز تنګی د نړۍ له تر ټولو مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چې د نفتو او ګازو لویه برخه پرې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي؛ خو په وروستیو کې امریکا او اسرائیل سره د جګړې له امله ایران تړلی.

مسعود پزشکیان:ايران کې د جګړې د اغېزو د مهار لپاره اوږدمهاله پلان ته اړتیا ده

یوې امنیتي سرچینې خبر ورکړی چې د احمدشاه خان ادزوی په نوم یو ځایي قومي مشر تېره شپه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کلمتر سیمې کې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، د یاد کس له نښه کولو وروسته وسله‌وال له سیمې په تېښته بريالي شوي.

د طالبانو حکومت ځايي چارواکو ويلي چې امنیتي ادارو د برید د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، او د پېښې د انګېزې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

کندهار؛ناپېژاندو وسله‌والو په ډنډ ولسوالۍ کې یو قومي مشر په ډزو وژلی

یوې امنیتي سرچینې خبر ورکړی چې د احمدشاه خان ادزوی په نوم یو ځایي قومي مشر تېره شپه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کلمتر سیمې کې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، د یاد کس له نښه کولو وروسته وسله‌وال له سیمې په تېښته بريالي شوي.

د طالبانو حکومت ځايي چارواکو ويلي چې امنیتي ادارو د برید د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، او د پېښې د انګېزې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

فاطمه مهاجراني:هېواد په جګړه‌ییزو شرایطو کې دی، او ځینې پرېکړې له همدې وضعیت سره تړاو لري

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې حکومت یې د انټرنېټ د لاسرسي د محدودولو پلوی نه دی او د ټولو سرچینو، په ځانګړي ډول انټرنېټ ته د لاسرسي په برخه کې د تبعیض مخالف دی.

هغې په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې حکومت هڅه کوي د موجودو ملاحظاتو او د رهبر د لارښوونو په پام کې نیولو سره د انټرنېټ په برخه کې شته ستونزې حل کړي، څو یو عادلانه وضعیت رامنځته شي.

مهاجراني همدارنګه ویلي چې هېواد په «جګړه‌ییزو شرایطو» کې قرار لري او ځینې حکومتي پرېکړې د همدې وضعیت له اغېزو سره تړاو لري.