چین او روسیې د خپلو ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا په لړ کې هوکړه کړې چې د «ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکارۍ تړون» موده به نوره هم وغځوي.
د چین ولسمشر شي جینپینګ ویلي، بیجینګ چمتو دی چې له مسکو سره په ګډه د دغه تړون روحیې ته درناوی وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ «شا په شا» ستراتېژیکه همغږي لا پیاوړې کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې چین او روسیه به په سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو کې خپلې اړیکې او همکاري نوره هم پراخه کړي.

