دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 787

پاکستاني پولیسو؛د قامي لویې جرګې میدان کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پاکستاني پولیسو د قامي لویې جرګې میدان کې پر خلکو ډزې کړې، چې درې تنه یې وژلي.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې پاکستاني پولیس پر خلکو ډزې کوي، خو دوی تش لاس پولیسو پسې ورځي.

بل لورته راپورونه وایي، چې د دغو ډزو له کبله پنځلس تنه نور ټپیان دي.

د ټپیانو د روغتیایي وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

افراسیاب خټک:د PTM د وژل شویو غړو د وینې مسول د خیبر پښتونخوا پولیس دي

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی سناتور او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وایي، چې په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شویو غړو مسؤل د خیبر پښتونخوا پولیس دي.

هغه ویلي، چې پولیسو بې ګناه او سوله غوښتونکي کسان شهیدان کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پښتنو د جرګې مخنیوی یو جدي او پارونکی عمل دی.

هغه دغه راز ویلي، چې د وژل شویو کسانو قاتلین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

خوشال خان:که پر قامي لویې جرګې برید وشو؛ نو د ناوړه پایلو مسؤلیت یې د پاکستان په غاړه دی

0

‏د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ وایي، پر قامي لویې جرګې، د دغو بريدونو دوام به بشري بحران رامنځته کړي.

کاکړ زیاته کړې، چې د جرګې پر ګډونوالو بريد به د بابړې پېښې تکرار وي، چې نتيجه به يې ډېره خطرناکه وي.

هغه ویلي، که هر څه پېښېږي؛ نو مسؤلیت به یې د رياست، موجوده خېبر پښتونخوا او وفاقي حکومتونو پر غاړه وي.

پاکستاني پولیس؛جرګې ته راغلي ځوانان نیسي او نامعلوم لوري ته یې وړي

0

سیمه‌ییزو سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې د پاکستان پولیس له بېلابېلو سیمو د قامي لویې جرګې لپاره راټول شوي ځوانان نیسي او بیا یې نامعلوم لوري ته له ځان سره بیایي.

د معلوماتو له مخې، پولیس جرګې ته د راتلونکو قومونو او خلکو د راتګ مخنیوی هم کوي.

په ورته مهال منظور پښتین له خلکو غوښتي چې پولیسو ته ځانونه په واک کې ورنه کړي.

بل لور ته ‏د اپريدو قوم مشر ملک نصير احمد له ځوانانو سره يو ځای د پښتون قومي عدالت جرګې پينډال ته داخل شوی او په ځوانانو يې غږ کړی چې بېرته سره راټول شي.

نوموړي ويلي، په هېڅ صورت نه پر شا کيږي او ميدان تقريباً بېرته دوی نيولی دی.

نتنیاهو؛په بشپړ ډول د دوښمن تر ختمېدو پورې باید جګړه ونه درول شي

0

د اسرائیل لومړي وزیر یو وار بیا پر غزې او لبنان کې پر جګړه ټینګار کړی.

بنیامین نتنیاهو د حماس او اسرائیل ترمنځ د سختې جګړې د لومړۍ کالیزې په مناسبت ویلي، پر لبنان، غزه او بل هر ځای کې باید جګړه تر هغې ونه درول شي، تر څو چې دوښمن په بشپړ ډول له منځه نه وي وړل شوی.

د یادونې ده چې نتنیاهو تر دې وړاندې هم په جګړه ټینګار کړی او امریکا هم هر کله له اسرائیل خپل ملاتړ اعلان کړی.

افغانستان کې رسنیو؛لاهم قامي لویې جرګې ته مناسب پوښښ نه دی ورکړی

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو په لویه کچه د خیبر جرګې لپاره کمپاین پیل کړی؛ خو افغانستان کې لویو رسنیو د پام وړ پوښښ نه دی ورکړی.

دوی د قامي لویې جرګې په اړه ډېر کم وخت یوازې عادي راپور نشروي.

سره له دې، چې افغانستان کې د رسنیو د دغه کار علت تر ډېره څرګند نه دی؛ خو ویل کېږي، چې دوی د بندیزونو له کبله نشي کولای، یادې جرګې ته انعکاس ورکړي.

بل لورته د پي ټي ایم ځینو غړو ویلي، چې په افغانستان کې د دوی یو شمېر ملاتړي د طالبانو له لوري ګواښل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې د خیبر قامي جرګې میدان د پاکستاني پولیسو په قبضه کې دی.

0

پشتین ویلي، چې د غټې میشنري په وسیله په میدان کې خندقونه کیندي.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې د پښتنو دا حال دی چې په خپل کلي کې هم د خپلو روایاتو مطابق د یوې ناستې اجازه نلري.

هغه ویلي چې دې جرګه کې پاکستانی ریاست خپل زیان ویني او د پښتنو په وینو او معدنونو د پاکستان کاروبار روان دی؛ نو ځکه یې د دوی په غورځنګ بندیز ولګوو.

نوموړي دغه راز ویلي، چې اوس خو جرګه لا ضروري شوه او حتماً به دا جرګه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې د خیبر قامي جرګې میدان د پاکستاني پولیسو په قبضه کې دی.

پشتین ویلي، چې د غټې میشنري په وسیله په میدان کې خندقونه کیندي.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې د پښتنو دا حال دی چې په خپل کلي کې هم د خپلو روایاتو مطابق د یوې ناستې اجازه نلري.

هغه ویلي چې دې جرګه کې پاکستانی ریاست خپل زیان ویني او د پښتنو په وینو او معدنونو د پاکستان کاروبار روان دی؛ نو ځکه یې د دوی په غورځنګ بندیز ولګوو.

نوموړي دغه راز ویلي، چې اوس خو جرګه لا ضروري شوه او حتماً به دا جرګه کوي.

پاکستاني پولیسو؛د لویې جرګې میدان ورانولو ته ماشینونه راوستي او هلته یې مخابراتي شبکې پرې‌کړې دي

0

پاکستاني پولیسو تېره شپه ناوخته یو وار بیا د قامي لویې جرګې پر خیمې برید کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین لیکلي، چې پاکستاني پولیسو د جرګې میدان ورانولو لپاره له ځان سره غټ غټ ماشینونه هم راوړي او اوس مهال یې هلته مخابراتي شبکې بندې کړې دي.

تر اوسه لا په دې اړه وروستي معلومات نه دي ورکړل شوي.

پښتین یو وار بیا ټینګار کړی، چې دا جرګه به په هر ډول حالاتو کې ترسره کوي.

المرصاد:داعش ډله د پاکستان په امر د منظور پښتین او ماهرنګ بلوڅ د وژلو پلان لري

0

د طالبانو استخباراتو اړوند وېب‌پاڼه “المرصاد” وایي، چې داعش ډله په پاکستان کې د منظور پښتین او ماهرنګ بلوڅ د وژلو پلان لري.

المرصاد لیکلي، چې داعش ډلې یو لېست خپور کړی چې په دې لېست کې منظور پښتین او ماهرنګ بلوڅ هم شامل دي.

المرصاد د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې دا لېست پاکستان داعش ډلې ته سپارلی.

المرصاد دغه راز زیاته کړې چې په دې لېست کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین په شمول ددغه غورځنګ ۷ مخکښ غړي شامل دي.

په دې لېست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین، د بلوچستان لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مسوول نور باچا، د سِند صوبې لپاره د پي ټي ایم مسول،نور الله ترین او د دې غورځنګ غړي زکیم خان وزیر، قاسم اچکزی، لطیف وزیري، بادشاه پشتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ پخوانی غړی محسن داوړ شامل دي.

د بښنې نړیوال سازمان:ژر تر ژره دې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیزونه پای ته ورسیږي

0

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان د سیمه‌ییزې ادارې مشر بابو رام پنټ ویلي، چې پاکستان هڅه کوي په دغه هېواد کې د حرکتونو او لاریونونو مخه ونیسي.

هغه پر پښتون ژغورنې غورځنګ وروستي بریدونه غندلي او ژر تر ژره یې د دغو بریدونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

د هغه په خبره، دا چاره پر انساني حقونو تېری دی او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د دغه غورځنګ په ځپلو لګیا دی.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستان حکومت پر دغه غورځنګ د عامه نظم او د دوی حکومت ته د زیان رسولو په تور بندیزونه لګولي.