رويټرز وايي، د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې په راتلونکو دریو کلونو کې به ۲۵۰ میلیونه پونډه ولګوي، څو په هېواد کې د یهودي ټولنو امنیت نور هم پیاوړی کړي.
د رويټرز په وينا، د دې بودیجې له لارې به له ۵۰۰ څخه زیات اضافي پولیس افسران وګمارل شي، د یهودي ښوونځیو، عبادت ځایونو (کنیسو) او ټولنیزو مرکزونو شاوخوا به امنیتي ګزمې زیاتې شي، او د ترهګرۍ ضد اقدامات به پیاوړي شي.
د راپور له مخې، د دې بودیجې ډېره برخه به لندن او ګرېټر مانچسټر سیمو ته ځانګړې شي، ځکه په دغو سیمو کې د یهودي ټولنو شمېر زیات دی.
د بریتانیا چارواکي وايي، دا اقدام د یهودي خلکو د خوندیتوب لپاره د اوږدمهاله امنیتي پلان یوه برخه ده، چې موخه یې د احتمالي ګواښونو مخنیوی او د ټولنو د باور پیاوړتیا ده.

