دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 788

ډاکټر فضلي:د PTM له لورې د استعمار نیابتي پنجابي پوځ ننګول د جرګې له موخو یوه ده چې ورته رسیدلي

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وايي، د پښتنو قامي لویه جرګه لا وار د مخه خپلې موخې ته رسېدلې ده.

هغه ویلي، دوی له یادې جرګې بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، «د غورځنګ لخوا د استعمار نیابتي پنجابي پوځ نیغ په نیغه ننګول، دغه پوځ د ترهګری د مور په توګه پیژندل، او د پښتنو د مختلفو قبیلو، مدني او سیاسي سازمانونو اعتماد او باور ترلاسه کول او د یو ټاکلي هدف لپاره په یو ځای راټولول، تر دې مهاله د دې جرګې لویې لاسته راوړنې دي»

د یادنې ده چې تر ده وړاندې هم ګڼو سیاسونو له یادې جرګې ملاتړ کړی.

مک‌کنزي:له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتلو روسیه زړه‌وره کړه او په اوکراین یې برید وکړ

0

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام پخوانی قومندان جنرال کېنټ فرانک مک‌کنزي وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره موافق نه و.

نوموړي له سي-ایس‌پي‌اې‌این تلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړې، چې تاریخ به قضاوت وکړي چې ایا له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سمه وه او که نه او هغه څه چې د داعش او القاعدې لپاره مهم دي، هغه د دې ډلو بیا منسجم کېدل دي، چې بالاخره د امریکا پر خاوره بیا برید وکړي.

مک‌کنزي ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره داعش ډله او القاعده شبکه پیاوړي شوي دي.

هغه دغه راز ویلي، چې امریکا دا مهال په سیمه کې ۴۵۰۰۰ ځواکونه ځای پر ځای کړي.

مک‌کنزي دا هم ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره روسیه زړه‌وره شوه چې وروسته یې په اوکراین برید وکړ.

محمودخان اڅکزی:پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز غیر قانوني کړنه ده

0

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز غیر قانوني کړنه بللې ده.

هغه ویلي، د قانون له مخې، هر سیاسي ګوند د غونډې، وینا او لیک ازادي لري او له همدې امله پر دغه ګوند لګېدلی بندیز غیر قانوني دی.

تر دې وړاندې ټي ټي پي، یو شمېر افغان سیاسي ګوندونو او ګڼو سیاسي څېرو دغه بندیز غندلی دی.

د یادونې ده چې قامي لویه جرګه د اکتوبر پر یوولسمه پیلیږي.

د اسرائیل پوځ:د لبنان حزب الله ډلې بل لوړ پوړی چارواکی سهیل حسین مو وواژه

0

د اسرايیلو پوځ د لبنان د حزب‌الله ډلې د یو جګپوړی مشر سهيل حسین حسیني د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد پوځ تېره ورځ ویلي، چې نوموړی یې په بیروت کې وژلی؛ خو په دې اړه یې زیات جزیات نه دي ورکړي.

حزب الله ډلې تر اوسه د خپل دغه مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

که د نوموړي وژل کېدل تائید شي؛ نو دا به په تېرو دوو اونیو کې څویم مشر وي، چې اسرائیل یې په نښه کوي.

دا په داسې حال کېې ده چې څه موده وړاندې اسرائیل د لبنان حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله وواژه او تر هغې وروسته یې پر لبنان خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

زهرا بلوڅ:طالبان دې د تورونو پرځای د داعش پر وړاندې مبارزه زیاته کړي

پاکستان د طالبانو هغه ادعا بې اساسه وبلله، چې ګواکې داعش ډله په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې مرکزونه لري.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ویلي وو، چې په کابل کې یې هغه داعش وسله وال نیولي، چې له بلوچستان څخه راغلي وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې طالبان د داعش په له منځه وړلو کې له ستونزو سره مخ دي.

بلوڅ ویلي، طالبان باید د نورو د ملامتولو پرځای خپله د داعش پر وړاندې عملیات چټک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ منظور پښتین هم په یو ټویټر سپیس کې ویلي وو، چې پاکستان د داعش روزنې ته مخه کړې ده.

امریکا؛اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې د بیروت هوایي ډګر او یا هم سړکونه په نښه نه کړي

0

امریکا اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې د بیروت هوایي ډګر او یا هم هغه سړکونه په نښه نه کړي چې دغه ډګر ته ور وتي وي.

د فرانسې خبري اژانس وایي، دا خبرداری اسرائیلو ته داسې مهال ورکول کېږي چې اسرائیل تازه د لبنان په جنوب کې عملیات پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي، مهمه ده چې د بیروت هوایي ډګر او سړکونه پرانیستي وي.

خالد مشعل:حماس به لکه ققنوس مارغه له ایرو بیرته راپورته شي

0

د حماس غورځنګ یو جلا وطنه مشر خالد مشعل وايي، تېر یو کال کې یې زیات زیان لیدلی؛ خو بېرته به لکه ققنوس مارغه له ایرو او سکروټو راپورته شي.

رویټرز د سرچینې له قوله لیکلي، حماس غورځنګ اوس هم سرتیري جذبوي او وسلې جوړوي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د اکتوبر اوومه د حماس او اسرائیل ترمنځ د سختې جګړې له کالیزې سره برابره ده.

د کابل سروبي کې؛ د ملا عبدالغني برادر له لوري د لمریزې برېښنا د تولید پروژه پیلیږي

د طالبانو د برېښنا شرکت وایي، نن د کابل په سروبي کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۲۲.۷ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې پرانېسته کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پروژه به په څو شېبو کې پرانېستل شي.

ددغې پروژې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

ایران:د اوبو پالیسي مو بریالۍ وه او وروستي موسم کې د هلمند له سیند ۳۰۰ میلیونه مکعبه اوبه تهران ته بهېدلي

د ایران د اوبو ادارې ویاند فیروز قاسم زاده ویلي، چې د اوبو پالیسي یې بریالۍ وه او وروستي موسم کې د هلمند له سیند څخه ۳۰۰ میلیونه مکعبه اوبه تهران ته بهېدلي دي.

ایرانا خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي، چې دوی د حقابې په برخه کې ډاډه شوي.

هغه ویلي، د مارچ او اپریل وروستیو کې افغانستان کې د بارانونو او سیلابونو له کبله دوی ته په کافي اندازه اوبه رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کالو کې د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو پر سر ناندرۍ راپورته شوې دي.

د هوا پېژندنې ادارې؛د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدید باران اټکل کړی

د ټرانسپورت او هوایي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدید باران، تالندې برېښنا، نسبتاً تېزو بادونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغو ولایتونو کې، بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، کندوز، سمنګان، پروان، بامیان، میدان وردګ او غزني شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو سیلابونو خیتځ کې یو شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي.