د جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند او سلاکار وحید عمر وايي، چې د پاکستان د «ستراتیژیک عمق» تګلاره اوس د هماغه هېواد دننه او د پاکستان پر ضد عملي کېږي.
نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي، د بلوچستان امنیتي وضعیت تر هغه ډېر خراب دی چې د پاکستان رسنۍ یې انځوروي او د ده په وینا، دغه ایالت په تدریجي ډول د بېثباتۍ او انارشۍ پر لور روان دی.
وحید عمر د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن څرګندونو ته په اشارې ویلي، د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د شپې له خوا د پاکستان د پوځ عملي حاکمیت محدود شوی او پولیس هم په خپلو پوستو کې د امنیتي ګواښونو له امله له ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې چې د روان کال د پاکستان د پوځ تلفات هم د تېرو لسو کلونو په پرتله بېساري دي.
د نوموړي په وینا، پاکستان شاوخوا پنځه کاله وړاندې په خپلې ستراتیژۍ کې یوه لویه محاسباتي تېروتنه وکړه.
هغه ويلي چې اسلاماباد تمه لرله د طالبانو حکومت له واکمنېدو سره به په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیک عمق تأمین، په بلوچستان کې به د هند نفوذ محدود او ټيټيپي به د افغان طالبانو په همکارۍ مهار شي.
وحید عمر ټینګار کړی چې اوس وضعیت د پاکستان د تمو خلاف روان دی او د پاکستان مخالفو ډلو په خپله د دغه هېواد دننه ستراتیژیک نفوذ موندلی دی.
د هغه په خبره، پاکستان له یوه جدي امنیتي او ستراتیژیک ګواښ سره مخ دی او امکان شته چې روان کال په سیمه کې مهم بدلونونه رامنځته شي.

