دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 786

فضل الرحمن:د PTM پر غړیو بریدونه به پاکستان کې وضعیت نور هم ترینګلی کړي

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پر پښتون قامي جرګې بریدونه غندلي دي.

هغه ویلي، دا کار به پاکستان کې وضعیت نور هم ترینګلی کړي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره تاوتریخوالي اندېښمن کړي یوو.

بل لورته تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې په هر ډول حالاتو کې به جرګه ترسره کوي.

هغه ویلي چې د نړۍ هېڅ ځواک یې له دغې جرګې منعه کولای نه شي او دا جرګه به ترسره کوي.

ریچارډ بېنیټ؛د افغانستان په اړه ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یو پرېکړه لیک استولی

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ یو پرېکړه‌لیک د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړی.

ریچارډ بېنیټ په‌دې پرېکړه‌لیک کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه له نړیوالو یو لړ غوښتنې کړې دي.

دغه پرېکړه‌لیک چې د دې شورا تر څلویښتو ډېرو غړیو تصویب کړی، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه پکې ژوره اندېښنه ښودل شوې.

دغه پرېکړه‌لیک کې له نړۍوالو غوښتل شوي، چې افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونکو سره حساب وشي.

په دغه پرېکړه‌لیک کې د اعدامونو په ګډون د طالبانو له‌خوا د جسمي مجازاتو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او ټینګار شوی چې د سنګسار په څېر مجازات غیر انساني دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون:خیبر کې د PTM له غړیو سره تاوتریخوالي ته اندېښمن یوو

0

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، چې په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړیو سره تاوتریخوالي اندېښمن کړي یو.

یاد کمیسیون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاریون‌کوونکو پر ضد له زور کار اخیستل قانوني کړنه نه ده.

یاد کمیسیون دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ په قامي جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غړي پاکستاني پولیسو ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

د مقاومت په نوم جبهه:هرات کې مو درې طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په هرات کې یې درې طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د دوی ډلې تېر ماښام په هرات کې د طالبانو د ښاري کشف د امر پر کنډک برید کړی، چې په نتیجه کې یې یاد امر وژل شوی او دوه نور ساتونکي یې ټپیان دي.

دوی دغه راز ویلي، چې په دې برید کې د دوی کسانو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مجاهد:امریکا له یو لوري د مرستو ژمنه کوي؛ خو له بل لوري یې شتمني کنګل کړې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې امریکا د افغانستان پر وړاندې ثابته پالیسي نه لري.

ښاغلي مجاهد په یو ټویټر سپېس کې ویلي، چې امریکا له یوې خوا له افغانستان سره د مرستو ادعاوې کوي او له بلې خوا یې د افغانستان پیسې کنګل کړې دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې امریکا افغانستان کې له شل کاله جګړې کولو وروسته ماتې وخوړه او له افغانستان ووتله، چې تر اوسه عادي حالت ته راغلي نه ده.

ذبیح الله مجاهد:امریکا افغانستان ته په راتګ پيښمانه ده او اقتصاد یې سخت زیان ولیده

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، امریکا افغانستان ته په راتګ سخته پښیمانه شوې او پرته له دې چې اقتصادي زیان وویني، په نړیوال ستیج یې حیثیت زیانمن شو او په کور دننه له سختو نیوکو سره مخ ده.

نوموړي چې په یو سپیس کې خبرې کولې، وویل چې هیڅ هیواد باید د افغانستان د نا امنۍ فکر او تصور ونه کړي کنه د امریکا په څیر به پښېمانه شي.

ذبیح الله مجاهد له سیمه‌ییزو او نړیوالو هیوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دې هیواد سره دې مرستې وکړي.

اصولي:دومره بې وسه یوو، چې د پاکستان سفارت هم نشو سوځولی

تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي ویلي، دا بې وسي او شرم دی، چې پنجاب د جرګې پښتانه وژني، خو په لوی کور (افغانستان) کې د دوی په ملاتړ د بې وسۍ له کبله خلک ان کوڅو ته هم نشي راوتلی.

د ښاغلي اصولي په خبره، دومره بې وسي ده چې د پاکستان سفارت ته اور هم نشي ورکولی.

هغه د جرګې قربانیانو ته د جنت غوښتنه او کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د هرې شپې پای په سهار سره پای ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د قامي لویې جرګې په میدان کې پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ درې تنه غړي شهیدان او ۱۵ نور ټپیان کړل.

پښتین:محسن نقوي پر پښتنو مامورینو نور پښتانه ووژل

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتونخوا پولیسو ته د پیغور په ډول لیکلي، چې محسن نقوي له دوی سره د جګړې اعلان وکړ؛ خو هغه خپله رامخکې نشو؛ بلکې د یو څو روپیو مقابل کې یې خپل مامور پښتانه رامخکې کړل.

منظور ویلي، نقوي اعلان وکړ، چې پښتانه ورڅخه جرګه نشي کولای؛ خو پښتنو هوډ وکړ، چې دا جرګه به په هر صورت کوي.

پښتین زیاتوي، د محسن نقوي پښتنو مامورینو له تېرې شپې راهیسې د جرګې پر غړو بریدونه پیل کړي.

د یادونې ده چې نن ورځ د دغه بریدونو له کبله د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

فضلي:مونږ ځکه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوو، چې هغوی د ټوپکسالارۍ پر وړاندې مبارزه کوي

تېر جمهوري نظام کې د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وایي، د سیاسي کرښو او واضحو افکارو په رڼا کې د ټولو هغو مترقي غورځنګونو ملاتړ کوي، چې د افغان وطن د عزت، آزادۍ او ثبات لپاره په میړانه ولاړ دي.

فضلي زیاته کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له همدې امله د دوی ملاتړ ترلاسه کړی چې د هر ډول ټوپکسالارۍ پر وړاندې چې مذهبي افراطیان وي، طالب، داعش، او که غیرمذهبي افراطیان وي؛ مبارزه کوي.

د فضلي په خبره، دا ډول خلک د پاکستاني ادارو فکري ګوډاګیان او د افغانستان د ملي ګټو مخالفین دي چې دوی یې په هیڅ صورت په خپل مسیر کې نه مني.

منظور پښتین:د پاکستان حکومت له پښتنو سره ذاتي دوښمني راخیستې

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستاني پولیسو بې ګناه پښتانه ووژل.

هغه ویلي، پاکستان له پښتنو سره ښکاره دوښمني راخیستې.

هغه شهباز شریف، عاصم منیر او محسن نقوي ته خطاب کې لیکلي، چې له بېګانیو او نننیو بریدونو وروسته یې د پښتنو د وژلو تنده ماته شوې او که لاهم د پښتنو وینو ته تږي یئ!

د پښتین په خبره، پاکستاني پوځیانو په جنوبي وزیرستان کې هم یو کس وژلی دی.

نوموړي ویلي، دوی لارې تړلې؛ خو لاهم ګڼ خلک د خیبر جرګې ته ور روان دي.