د پاکستان دفاع وزیر، خواجه اصف، د مولانا فضل الرحمان پر وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د پوځیانو د قربانیو له تنخوا سره تړل نه یوازې ناعادلانه دي، بلکې د شهیدانو او د هغوی د کورنیو احساساتو ته هم زیان رسوي.
خواجه اصف ویلي، هېڅوک یوازې د معاش لپاره خپل ژوند نه قربانوي، بلکې د وطن سره مینه، عقیده، دنده او ژمنتیا د دغو قربانیو اصلي لاملونه دي.
هغه زیاته کړې چې په داسې حال کې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه ده او هره ورځ د پاکستان د پوځ، نورو امنیتي ادارو او ملکي وګړو مړي د ملي بیرغ په پوښ کې خپلو کورنیو ته سپارل کېږي، د هغوی قربانۍ د معاش پایله بلل سیاسي نیوکه نه، بلکې اخلاقي بېحسي ده.
د نوموړي په وینا، د مولانا فضل الرحمان څرګندونو یوازې یو بنسټ نه، بلکې د زرګونو شهیدانو، ټپیانو، کونډو، یتیمانو او غمجنو کورنیو احساسات هم ژوبل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن ویلي، دوی به د وسلوالو ډلو پر ضد ملېشې جوړې نه کړي، ځکه معاش نه اخلي او په وينا یې پوځیان د دولت له خوا معاش اخلي او د امنیت ساتل یې دنده ده.

