پخوانۍ افغان ډیپلوماټې اصیلا وردګ ویلي چې د «Vital Voices Global Engage» فیلوشپ د اتم پړاو لپاره د نړۍ له ۲۵ ښځینه مشرانو څخه یوه دا هم ټاکل شوې ده.
وردګ په خپل ايکس پیغام کې ویلي چې د دې نړیوال فرصت له ترلاسه کولو خوښه او ویاړمنه ده، او دا به ورته زمینه برابره کړي چې زده کړې، تجربې او وده لا پراخه کړي.
هغې زیاته کړې چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له هغو ښځینه مشرانو سره به یو ځای شي چې د بدلون او مثبت اغېز لپاره کار کوي.
د يادونې وړ ده چې «Vital Voices Global Partnership» د «Global Engage Fellowship» پروګرام موخه د ښځینه مشرانو ملاتړ، د هغوی د مهارتونو پراختیا او د ټولنیز بدلون لپاره د هغوی د هڅو پیاوړتیا بلل شوې ده.

