د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي، عمر داودزي، ویلي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د امنیتي همکاریو په اړه د اسلاماباد تمې نه دي پوره شوې، او د ده په وینا، همدا وضعیت د افغانستان پر ځینو سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو لامل ګرځېدلی دی.
داودزي له ایلم نیوز سره په مرکه کې ویلي، پاکستان غوښتل چې د طالبانو حکومت د پاکستان دننه د امنیتي ستونزو، په ځانګړې توګه د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره عملي همکاري ورسره وکړي.
د طالبانو حکومت، چې پاکستان ترې په وار وار د ورته غوښتنو یادونه کړې، ټینګار کوي چې د هر هېواد د امنیت ساتنه د هماغه هېواد خپل مسؤولیت دی او افغانستان به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
په همدې مرکه کې عمر داودزي دا هم ویلي چې داسې هېڅ شواهد نه لري چې د طالبانو حکومت دې د بهرنیو قوتونو تر اغېز لاندې وي.
نوموړي د ايلم نيوز د خبریالې مینه خان دوران د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو حکومت خپلې پرېکړې په خپلواکه توګه کوي او که د نورو په اشاره، وویل چې تر اوسه داسې هېڅ معتبر شواهد نه دي وړاندې شوي چې وښيي د طالبانو حکومت د بهرنیو قوتونو تر مستقیم اغېز لاندې دي.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت د پرېکړو او سیاستونو په اړه باید د اټکلونو پر ځای د شواهدو او مستندو معلوماتو پر بنسټ قضاوت وشي.

