جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 742

تعلیم فرض دی

لیکوال: احسان الله درمل

دا دليل چې ښځه بايد ځکه تعليم وکړي، چې که ښځينه ډاکټره نه وي، ښځې به نارينه ډاکټر ته بيايو، سم نه راښکاري. مطلب يې دا دی چې اصولن ښځې د تعليم حق نه لري، خو د يو لوی مصلحت له مخې بايد اجازه ورکړو. نجونې چې تعليم کوي ټولې يې طب نه لولي او چې طب هم لولي ټولې يې نسايي ولادي ته نه ځي. همدارنگه نسايي ولادي برخه د يوه سيسټم د ناروغيو او ستونزو د معالجې طبابت دی چې آن په افغانستان کې نارينه ډاکټرانو تخصص په کې کړی دی. ډېرې ښځینه ډاکټرانې شته، چې نور تخصصونه لري. ډاکټري گروپي کار دی، که يوه ښځه د ښځينه ډاکټرې لخوا هم عملیاتېږي، په عمالياتخانه کې نور پرسونل معمولاً ښځينه نه وي. اناستيزي‌لوگ، نرسان، تخنيکي کارمندان او نور. زموږ د داخله تخصص په مهال زموږ دوې ټرينرانې ښځې وې او په نسايي ولادي وارډ کې څو نارينه ټرينرانو ځوانو نجونو ډاکټرانو ته د نسايي ولادي په تخصص پروگرام کې ټريننگ ورکاوه.

د نجونو تعلیم يوازې په دې دليل مهم نه دی، چې دا به سبا خامخا نسايي ولادي ډاکټره کېږي او زما د ښځې او لور حيا و عزت ورسره غوټه دی، بلکې تعليم او پوهه ذاتاً مهم او حياتي ارزښتونه دي. که څنگزنې کلتوري گټې لري، نور علی نور. خو څنگزنې گټې بايد دومره لويې نه کړو چې د يوه ارزښت ذاتي جوهر او غرض رانه هېر کړي.

ناروغان استثنايي انسانان دي چې طبي پرسونل ورسره موقتاً ځينې ټولنيز قراردادونه تعطيلوي او نوي قراردادونه ورسره کوي. يو هغه قرارداد چې د ناروغ او طبي پرسونل ترمنځ په موقت ډول فسخه کېږي، ټولنيز او کلتوري قرارداد دی. ډاکټر ته ناروغ د خپلې ناروغۍ په اړه هر څه ويلای شي او ډاکټر هم د هغه بدن معاينه کولای شي. په روغتونونو کې ښځینه پرسونل ممکن د نارينه ناروغانو خدمت وکړي او نارينه پرسونل د ښځينه وو. ډاکټران د خپل مسلکي او اخلاقي مکلفيت له مخې پوهېږي چې د ناروغۍ په مخصوص زماني واټن کې له ناروغ سره يوازي مسلکي چلند کوي. مسلکي چلند مانا يوازې د ناروغ د فزيکي او رواني روغتيا لپاره هڅې او د هغه انساني کرامت ته جدي پاملرنه. ډاکټر که له خپل مسلکي صلاحيته ناوړه استفاده کوي مجرم دی او په ځينو حالتونو کې ترې د طبابت سند او د کار جواز بېرته اخيستل کېدای شي. له دې خبرو مې موخه دا ده چې د ډاکټرانو د مسلکي کار ساحه اصولن د ناروغ لپاره مصئونترينه ساحه ده. که څوک واقعاً ډاکټر وي ناروغ ورته صرف ناروغ دی، چې بېرته بايد روغ شي. ځکه خو د نجونو تعلیم د ښځو له حيا او عفت سره تړل سم تصور نه دی. د عزت او انساني کرامت مصئونيت په دې پورې غوټه دی چې څوک د خپل مسلک اقدارو ته څومره وفادار دی. دغه وفاداري او اخلاقي مکلفيت که تعطيل شي، نو يوازې روغتونونه نه، بلکې هیڅ ځای مصئون نه دی. آن مقدس ځايونه. موږ په زړونو کې هر يو خپل ځان پېژنو. پوهېږو چې د رحمان بابا په قول په حرم کې هم ښکار کوو، ځکه خو مو تصور دا دی چې مصئون ځای نشته او چې نشته نو بايد د مصئونيت لپاره غيرعلمي او غيرمنطقي لارې ولټوو.

تعليم د نجونو حق دی. جينۍ او هلک دواړه انسانان دي. يو چې اوبو، خوړو او اکسيجن ته اړتيا لري، بل يې هم لري. يو ته چې د خپل ظرفيت د لوړولو فرصت ورکول کېږي، بل ولې ترې محروم شي؟ نجونې حق لري چې زدکړې وکړي او له خپل ذوق و شوق سره سم مسلک انتخاب کړي. نه د ښځينه ډاکټرانو ډېرېدل په ټولنه کې د عفت گراف لوړوي او نه يې کمېدل د دې گراف له نزول سره کومه منطقي رابطه لري. نجونې که له زدکړو محرومې وي، نسلونه تباه کېږي، وطن له پرمختگه پاتې کېږي او په نړۍ کې د يوه ملت حيا او عفت له خاورو سره خاورې کېږي. د نجونو تعلیم د څو ميليونه ماشوم زېږوونکيو ميندو د حيا او عزت لپاره نه، بلکې د يوه عظيم او تاريخي ملت د برم او عزت لپاره وغواړئ!

بده يې مه گڼئ خو دا هم راته د ښځې توهین ښکاري چې نقش يې يوازې د نسايي ولادي تر ډاکټرې را محدود کړو او هغه هم په دې دليل چې په روغتون کې د يوه بريتور ناموس وساتل شي.

د پاکستان پوځ:خیبر پښتونخوا کې مو یو مهم قوماندان له اتو وسله والو سره یو ځای وواژه

0

د پاکستان پوځ وایي، په خیبر پښتونخوا کې د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره په دوو جلا نښتو کې د یو مهم قوماندان په ګډون اته وسله وال وژلي دي.

د پوځ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حکومت د وژل شوي قومندان د نیولو پر سر یو میلیون پاکستانۍ کالدارې انعام هم ټاکلی و.

وژل شوی قومندان خان محمد نومیږي چې په خوريي مشهور وو.

د پاکستان پوځ زیاته کړې چې دغه قوماندان د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان په سره روغه ولسوالۍ کې له یو بل وسله وال سره یو ځای له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

له هېواد بهر افغان خبریالان؛طالبان نور افغانستان کې د رسنیو د زغم ځواک نه لري

له هېواد څخه بهر افغان خبریالانو د ارزو ټلویزون پر بندېدو خواشیني ښودلې.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا د رسنیو لپاره یو سور څراغ دی او دا ښیي، چې طالبان نور د رسنیو د زغم ځواک نه لري.

خبرپاڼه کې دا چاره د ټولو قوانیونو خلاف ښودل شوې.

د یادونې ده چې طالبانو دوه ورځې وړاندې ارزو تلویزون وتړه او د دغې رسنۍ شپږ کارکوونکي یې له ځان سره یوړل.

انګلا میرکل:نړیوالو افغانستان کې د ښځو حقونه تامین نشو کړای

د المان پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګلا میرکل ویلي چې افغانستان کې ټولو بهرنیو هېوادونو د ښځو حقونو او قانون په حاکمیت کې پاتې راغلي.

د هغې په خبره، د افغانستان له فرهنګ څخه د غرب ناخبري، فساد او د نشه‌یي توکو قاچاق هغه څه دي چې افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو د ماتې سبب شو.

د یادونې ده چې نوموړې دا څرګندونې د بوندستاک په نوم یوې څېړنیزې ادارې ته کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان:اسرائیل فلسطین کې نسل وژنه کوي

0

د بخښنې نړیوال سازمان تېره ورځ یو راپور کې اسرائیل غزه کې په نسل وژنې تورن کړي.

راپور کې راغلي، چې دوی له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې اړه څېړنه کړې او دې پایلې ته رسېدلي، چې اسرائیل د فلسطینیانو نسل وژنه کوي.

بل لورته اسرائیل دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې حق لري تر څو د حماس پر وړاندې د ځان دفاع وکړي.

د یادونې ده چې اسرائیل تر دې وړاندې هم یو شمېر بنسټونو د فلسطینیانو په نسل وژنه تورن کړي.

وړانګه لوڼۍ:د افغانو نجونو پرمخ د طبي زده کړو بندول وطن یوې ژورې کندې ته غورځوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې وړانګه لوڼۍ وایي، چې د طالبانو لخوا د افغانو نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بندول وطن یوې ژورې کندې ته غورځوي.

وړانګه لوڼۍ په خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي: «انسان د خدای تخلیق دی او د هغه سره ډېری رنځونه تړلي چې یواځې یو ډاکټر کولای شي د دوی د رنځونو وسیله وګرځي.»

نوموړې طالبانو ته په اشارې ویلي، چې د نجونو په طبي زده کړو بندیز سره په لوی لاس غواړئ چې وطن د یوې نوې تباهۍ پر لور روان کړئ.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر محمد صادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر محمد صادق خان ددې هیواد لپاره د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی.

نوموړی د افغان سیاستوالو سره ښه راشه درشه لري او د آصف دراني ځایناستی ټاکل شوی.

کرن ډیکر:«افغان مېرمنو! موږ ستاسو غږ اورو او تر څنګ مو ولاړ یو»

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړس ورځني کمپاین په ترڅ کې ویلي، چې د هغو افغان ښځو تر څنګ ولاړه ده چې له تاوتریخوالي او ظلم سره مخ دي.

نوموړې ویلي، چې افغانستان کې جنسیتي توپیر ته باید ځای ورنکړل شي.

هغې ویلي، د افغانستان ټولو وګړیو ته باید خپل اساسي حقونه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو حکومت په طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوو.

د جرمني صدراعظم:افغانستان ته د مجرمو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ ته به دوام ورکړو

د جرمني صدراعظم اولف شولتز ویلي، چې افغانستان ته به د مجرمو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ دوام ولري.

نوموړي ویلي هر هغه څوک چې جرم وکړي، باید دا احساس ونه کړي چې په دغه هېواد کې به پاتې شي.

شولتز دغه راز ویلي، چې د افغان مجرمينو اخراج د منظمو الوتنو او يا د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د خبرو اترو له لارې نه ترسره کېږي.

د یادونې ده چې څو میاشتې مخکې هم جرمني ۲۸ افغان کډوال د ځینو جرمونو په تور افغانستان ته راوړل.

بینېټ:د طالبانو وروستۍ پرېکړه به په ټول نفوس ویجاړونکی اغېز ولري

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز غندلی دی.

ښاغلي بینېټ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا د نه توجیه وړ اعلان به په ټول نفوس ویجاړونکی اغېز ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې دا بندیز د روغتیا، زده‌‌کړې او کار په برخه کې د نجونو او ښځو حقونه لا نقضوي.

د یادونې ده چې د نجونو پر طبي زده کړو بندیز د ګڼو نړیوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي.