یکشنبه, جولای 12, 2026
Homeکورپاڼهد قطر پخوانی امیر؛شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د ۷۴ کلنۍ...

د قطر پخوانی امیر؛شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د ۷۴ کلنۍ په عمر وفات شو

د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د ۷۴ کلنۍ په عمر وفات شوی دی.

د قطر امیري دیوان دفتر د یکشنبې په ورځ د نوموړي د مړینې خبر اعلان کړ.

د امیري دیوان په اعلامیه کې ویل شوي: «د الله تعالی پر قضا او قدر د باور له مخې، امیري دیوان د هېواد د ستر زیان په مناسبت د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د وفات خبر اعلانوي، چې نن سهار یې ساه ورکړه. الله دې پرې رحم وکړي.»

شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني له ۱۹۹۵ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د قطر واکمن و.

د هغه د واکمنۍ پر مهال قطر په نړیواله کچه د ډیپلوماسۍ، پانګونې، رسنیو او انرژۍ په برخو کې ډېر نفوذ پیدا کړ.

نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې په یوه نادر اقدام کې واک خپل زوی، اوسني امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته وسپاره.

د هغه د واکمنۍ له مهمو اقداماتو څخه د قطر د نړیوال رول پراخول او د لویو نړیوالو پروژو ملاتړ یادېږي.

د شیخ حمد د مړینې لامل په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

د قطر حکومت او خلکو د هغه د مړینې له امله خواشیني څرګنده کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here