پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 743

د طالبانو امربالمعروف وزارت:د ارزو ټلویزیون د بندېدو پرېکړه د اسلامي ارزښتونو په موخه شوې

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي، چې د آرزو ټلویزیون د تړل کېدو پرېکړه، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ځینو کسانو د آرزو ټلویزیون د نوم څخه په ګټې اخیستنې د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې.

دوی دغه راز ویلي، چې د دوی څېړنو جوته کړې چې د آرزو ټلویزیون ځیني غیر رسمي کسان ګومارلي وو او د هېواد څخه بهر تبعيدي رسنیو په مالي ملاتړ، د اسلامي او افغاني اصولو او دودونو خلاف سریالونه او خپرونې یې دوبله کولې.

یونسکو؛په افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان کې رباب غږول د ګډ فرهنګي میراث په توګه ثبت کړی

د ملګرو ملتونو فرهنګي علمي او ښوونیز سازمان یا یونسکو په یو تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان ایران، تاجکستان او ازبکستان کې د موسیقۍ الې رباب، غږول او جوړول د فرهنګي ګډ میراث په توګه په‌دې سازمان کې ثبت کړي دي.

راپور کې راغلي، چې دوی دا اقدام د یوې غونډې په ترڅ کې اخیستی، چې په کې د افغانستان استازي هم برخه لرله.

د افغانستان استازي رباب غږول د دغه هېوادونو د موسیقي روح بللی دی.

یونسکو دا ګام داسې مهال پورته کوي، چې په افغانستان کې له تېرو درې کالو راهیسې د طالبانو له لوري په موسیقي بندیز لګېدلی.

د مېشل بارنیه په مشرۍ؛د فرانسې اوسنی حکومت وپرځېد

0

د فرانسې پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر، میشل بارنیه حکومت ته د نه باور رایه ورکړه او په دې سره د دغه حکومت دوره پای ته ورسېده.

د بارنیه په مشرۍ دغه حکومت درې میاشتې دوام څخه وروسته وپرځېد.

د رویټرز د راپور له مخې، میشل بارنیه او کابینه به یې خپلې رسمي استعفاوې د فرانسې ولسمشر امانول مکرون ته وړاندې کړي.

سید اکبر اغا:د زده کړو د ستونزو د حل لپاره دې دودیزه لویه جرګه راوبلل شي

پخوانی طالب چارواکی او د خلاصون لار شورا مشر سید اکبر اغا وایي، خلک دې په تیاره کې نه ساتل کېږي او که چېرې زدکړې غیر شرعي وي؛ نو خلکو ته باید قناعت ورکړل شي.

سید اکبر اغا زیاتوي خلک باید ټولو پرېکړو کې راګډ شي ترڅو له حکومت فاصله کمه شي.

نوموړی وایي د ښځو زکړې ناندریزه مسئله ګرځېدلې، چې د نظام بې کفایتي هم ښیي.

هغه د دغې ستونزې د حل لپاره دودیزه لویه جرګه رابلل هم یوه حل لاره ګڼلې.

دوجاریک:له طبي انستیتونو د نجونو منع کول به د افغانستان پر سیستم ویجاړونکی اغېز وکړي

ملګرو ملتونو ویلي چې د طالبانو د نوي فرمان په اړه اندېښمن دي.

د یاد سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې دغه فرمان به، ژوند، زدکړو او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدود کړي.

د هغه په خبره، له طبي انستیتوتونو د نجونو منع کول به د افغانستان پر روغتیایي سیستم ویجاړونوکی اغېز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو حکومت په طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوو.

معصوم ستانکزی: د هېواد له نیمایي نفوس څخه د زده کړې او کار حق اخیستل به د طالبانو حاکمیت ته د پای ټکی کېږدي

‏د افغان سولې د مذاکراتي پلاوي مشر او د ملي دفاع پخواني وزیر محمد معصوم ستانکزي د طالبانو له لوري انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز غندلی دی.

ښاغلي ستانکزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې نن ورځ د ملت برخلیک د یو مشخص شخص او کړۍ په ماهیت، تصمیم او خود غرضۍ پورې محدود دی، چې هېواد په هر ناروا عمل سره یو ګام د بربادۍ خوا ته نږدې کوي.

هغه ویلي، له لومړنیو بشري او روغتیايي خدمتونو څخه د خلکو بې برخې کول او د هېواد له نیمایي نفوس څخه د زده کړې او کار حق اخیستل به د طالبانو حاکمیت پای ته ورسوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت وروستۍ پرېکړې د ګڼو سیاسیونو او نړۍوالو بنسټونو غبرګونونه را پارولي دي.

حلیم فدایي:کابل کې د طالبانو له لوري د ارزو ټلویزیون تړل په کلکه غندم

تېر جمهوري حکومت کې د پکتیا والي حلیم فدایي د طالبانو له لوري کابل کې د ارزو تلویزون تړل او د دغه تلویزون د خبریالانو وړل د بیان پر ازادۍ او د خپلواکو رسنیو پر فعالیت سیستماتیک فشار بللی.

نوموړي لیکلي:”د رسنیو د بنسټونو خاموشه کول او د هغوی د کارکوونکو ډارول د بې اساسه تورونو له لارې نه یوازې دا چې له بنسټیزو بشري حقونو څخه سرغړونه کوي، بلکې د افغانستان اتباع هم بې پرې معلوماتو ته له لاسرسي څخه بې برخې کوي چې دا ډول استبدادي اقدامات د بیان پر ازادۍ او ولسواکۍ ښکاره برید دی.”

نوموړي دا کړنه غندلې او دا یې د بیان پر ازادۍ سخت ګوزار بللی.

د یادونې ده چې طالبانو نن د ارزو تلویزون دفتر تړلی او د دغه تلویزون شپږ کارکوونکي یې له امو او افغانستان انټرنشنال سره د همکارۍ په تور زندان ته وړي.

رحمت الله نبیل:د نجونو په زده کړو بندیز د طالبانو د ظالم او متحجر حکومت عمر لنډوي

تېر جمهوري حکومت کې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د نجونو پر وړاندې د طبي انستیتیوتونو د تړلو په غبرګون کې لیکلي، چې دې ډلې یو وار بیا وښوده چې نه یوازې د زده کړو او پرمختګ دښمنان دي، بلکې له زمان او تاریخ سره په نه منونکي جنګ کې ښکېل دي.

د هغه په خبره، دا پرېکړه نه یوازې د افغانستان د ښځو او نجونو راتلونکی له منځه وړي، بلکې د دوی د ظالمانه واکمنۍ عمر هم را لنډوي.

نبیل زیاتوي طالبان په دې کړنو سره د خلکو د غوصې او ویښتیا تخم کري او لرې نه ده چې دا خلک به یوه ورځ دا تیاره د عدالت په رڼا بدله کړي.

محمد نبي:د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندم؛ دوی له نجونو وروستی فرصت هم واخیست

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي پر نجونو د طبي زدکړو د بندېدو پرېکړه غندلې ده.

نوموړي پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، چې طالبانو اول پر نجونو ښوونځي، بیا پوهنتونونه او دا دی اوس ترې وروستی فرصت چې د طب برخه کې نیمه لوړې زدکړي وې هم واخیستل شو.

نوموړی زیاتوي، چې دا پرېکړه به یوازې نجونو ته نه، بلکې د هېواد ټولو وګړو ته زیان ورسوي.

محمد نبي همداراز یاده پرېکړه نا عادلانه بللې او زیاته کړې یې ده، چې په عاجزانه توګه د طالبانو له حکومت غواړي تر څو د نجونو د زدکړو د بندوالي پر پرېکړې دې بیا غور وکړي.

د شیخ هبت الله پرېکړې ته غبرګونونه؛دا ځل د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي هم چوپ پاتې نشول

د نجونو پر مخ د طبي انستیتونو د تړل کېدو پرېکړې په اړه د غبرګونونو په دوام، تازه د هېواد کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز هم خپل غبرګون ښودلی.

هغه د قرانکریم ایت او د پیغمبر “ص” هغه حدیث نشر کړی، چې په زدکړو ټینګار کوي.

تر ده د مخه راشد خان هم خپل غبرګون کې له طالبانو غوښتي وو چې پر دغې پرېکړې له سره کتنه وکړي.