جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 741

خیبر پښتونخوا؛وسله والو پر یوې پوستې برید کړی او شپږ پاکستاني پوځیان یې وژلي

0

د خیبرپښتونخوا په خرسین پوستې برید شوی چې له کبله یې۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

باوري سرچینې وایي، چې پر دغې پوستې برید د ۳۵ وسله والو له لوري شوی وو.

تر اوسه چا د برید مسؤلیت نه دی منلی.

یاده پېښه د هنګو او شمالي وزیرستان په ګډه پوله کې رامنځته شوې.

د دوحې فورم۲۲مه ناسته؛ویل کېږي چې په دې ناسته کې د افغانستان په اړه هم خبرې کېږي

باوري سرچینې وایي، چې د دوحې فورم ۲۲ناسته کې به د افغانستان په اړه هم بحث وشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې به د یوناما مشره روزا اتونبایوا او د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري خبرې وکړي.

ویل کېږي چې د پخواني حکومت چارواکي هم ښایي د دغې ناستې ګډونوال وي.

د یادونې ده چې د یادې ناستې موخه نړیواله سوله، لوږې سره مبارزه، د غزې او منځني ختیځ وروستۍ جګړې او نور موضوعات ښودل شوي.

نیویارک ټایمز:فاطمیون او ایران پورې نورې تړلې ډلې دمشق ته رسېدلې دي

0

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د فاطمیونو په شمول د ایران ځینې ډلې دمشق ته رسېدلې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا ډلې دمشق او لاذقیه کې ځای پر ځای شوي دي.

ټولنیزو رسنیو کې هم په ځینو ویډیوګانو کې لیدل شوي، چې فاطمیون دمشق ته نږدې په نظامي یونیفورم کې ګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال هلته د سوریې مخالفو وسله والو په حمص ښار هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

سمیع سادات:له طالبانو سره د حساب او کتاب ورځ رانږدې شوې

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي، چې افغانستان کې د طبي انستیتوتونو په تړلو سخت خواشینی دی او طالبان اوس مهال د خپلو افراطي فکرونو له کبله په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ښوونیز مراکز، ښوونځي، پوهنتونونه او طبي انستیتوتونه تړلي دي.

د هغه په خبره، دا چاره له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري او دا د دوی خپل فکر دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د حساب ورځ را روانه ده او یو وار بیا به ټولې افغانې خویندې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.

دی وايي، د افغانستان د ازادۍ په برخه کې یې زیات پرمختګ کړی او لاهم کار کوي.

سادات زیاتوي ډاډه دی، چې خپلو موخو ته به رسېږي او افغانستان به ازادوي.

وال سټریټ ژورنال:بشارالاسد لاهم په سوریه کې دی

0

سره له دې، چې له سوریې څخه د بشارالاسد د تللو راپورونه خپاره شوي؛ خو تازه وال سټریټ ژورنال د سوریې د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، چې نوموړی لاهم په خپل هېواد کې دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، بشارلاسد تېره اوونۍ خپله مېرمن، زامن او ورونه له هېواد اېستلي وو.

د معلوماتو پر اساس، د هغه مېرمن او زامن روسیې او ورونه یې عربي متحده اماراتو ته تللي.

تېره شپه داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې بشارالاسد خپل هېواد پریښی دی.

تحریر الشام:هڅه کوو چې د سوریې حکومت د هوایي بمباریو د مخنیوي لپاره په هوایي ډګرونو ولکه ټینګه کړو

0

سوریه کې جنګېدونکې ډلې تحریر الشام اعلان کړی، چې هڅه کوي د سوریې حکومت د هوايي بمباریو د کنټرول لپاره د دغه هېواد پر هوايي ډګرونو ولکه ټینګه کړي.

اوس مهال په حومه، حما او حمص کې سختې جګړې روانې دي.

تحریر الشام دغه راز ویلي، چې له اردن سره پر پوله یې امنیت ټینګ کړی او له یاد هېواد سره د امنیتي اندېښنو په اړه همغږي لري.

حنیف اتمر:د طالبانو مشر غواړي چې په هېواد کې ټولې خیریه موسسې وتړي

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر وایي، د طالبانو مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده غواړي په هېواد کې ټولې خیریه موسسې وتړي.

د هغه په خبره، دا معلومات رسمي او غیر رسمي سرچینو ورکړي.

نوموړي دا یو خواشینونکی خبر بللی.

اتمر زیاتوي، که دا خبر ریښتیا وي؛ نو افغانستان کې به میلیونه خلک له لوږې سره مخ شي.

د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د افغانانو د ژوند خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم د ځینو مؤسسو فعالیتونه تړلي وو؛ خو په دې اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:خواشیني یوو، چې ناروې راسره دیپلوماتیکه همکاري کمه کړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ناروې هېواد له لوري له طالبانو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې راټیټولو په اړه خواشیني څرګنده کړې.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، هیله لري چې هېوادونه سیاسي تعامل د طالبانو په کورنیو چارو پورې ونه تړي.

عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د دواړو لوریو ترمنځ متقابل احترام دیپلوماتیکه ښکېلتیا لا اغېزناکه کوي.

نوموړی زیاتوي قونسلي خدماتو ته لاسرسی د هر وګړي بنسټيز حق دی او دوی ټول لوري هڅوي چې دې برخې ته لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ‏د ناروې د بهرنيو چارو وزير د طالبانو لخوا د نجونو پر طبي زده کړو د بنديز اعلان ته په غبرګون کې ويلي، له افغان مېرمنو سره د طالبانو د بد چلند له وجې يې هېواد حاضر نه دی په اوسلو کې د دوی استازی د سفير په توګه ومني.

د طالبانو د لوړو زدکړو سرپرست؛ندا محمد ندیم د ۳۱۳ قومندانۍ قومندان ټاکل شوی

کندهار کې د طالبانو له کابینې سره د یادې ډلې د مشر له غونډې وروسته، نوموړي یو لړ بدلونونه راوستي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې ندا محمد ندیم له دندې ګوښه او د ۳۱۳ مرکزي قومنداني قومندان ټاکل شوی دی.

په همدې حال کې د نیمروز لپاره د طالبانو پخوانی والي محمد قاسم خالد د لوړو زدکړو د سرپرست په تووګه ټاکل شوی.

په ورته وخت کې د ولایتونو په کچه هم یو شمېر بدلونونه راغلي دي.

تر دې وړاندې داسې ویل کېدل، چې ندامحمد ندیم به د امربالمعروف وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شي.

د دوحې فورم۲۲مه ناسته؛سبا د قطر پلازمېنه دوحه کې پیلیږي

ټاکل شوې چې سبا په قطر کې د دوحې فورم۲۲مه ناسته پیل شي.

په دغه ناسته کې د نړۍ بېلابېل دیپلوماتان او چارواکي ګډون کوي.

سره له دې چې تر اوسه یې زیاته اجنډا نه ده مشخصه شوې؛ خو ښایي د افغانستان موضوعات هم د دغې ناستې د اجنډا مهمه برخه وي.

تر دې وړاندې د دوحې فورم په ۲۱مه ناسته کې د طالبانو استازي هم برخه اخیستې وه.