یکشنبه, جولای 12, 2026
Homeافغانستانفضل محمود فضلي:اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د...

فضل محمود فضلي:اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د پیاوړتیا غونډه پر افغان ښځو ملنډې دي

د پخواني حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په غونډه نیوکه کړې چې په اسلام‌اباد کې د ښځو د پیاوړتیا په اړه جوړه شوې ده.

فضلي ویلي، دا غونډه د افغان ښځو لپاره د دوه‌مخیز سیاست نښه ده، ځکه د نوموړي په وینا، د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو ډېری، چې پاکستان هم پکې شامل دی، په خپلو هېوادونو کې د ښځو د زده کړو ملاتړ کوي، خو په ورته وخت کې یې د طالبانو حکومت د بېرته واک ته رسېدو زمینه برابره کړې ده.

هغه ويلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه لګولي، د نجونو پر زده کړو یې بندیزونه وضع کړي او ښځې یې له عامه ژوند څخه لرې کړې دي.

فضلي زیاته کړې چې د لویو قدرتونو د جیوپولیټیکو ګټو لپاره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تبعیضي سیاستونو په اړه چوپتیا غوره شوې، حال دا چې د هغه په وینا، د شیعه او سني دواړو علماوو له خوا د ښځو د زده کړو، کار او ټولنیز ګډون حق منل شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here