د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
شهباز شریف ویلي، مرحوم شیخ حمد یو ستر مشر او سیاستوال و چې د هغه هوښیارۍ، لرلید او د ولسي خدمت ژمنتیا قطر په یوه عصري، بډایه او نړیوال درناوي وړ هېواد بدل کړ.
هغه زیاته کړې چې د قطر د خلکو د هوساینې، سیمهییزې سولې، پرمختګ او نړیوالې همکارۍ لپاره د پخواني امیر هڅې به د نسلونو لپاره په یاد پاتې شي.
د پاکستان لومړي وزیر د قطر اوسني امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د آل ثاني کورنۍ، د قطر حکومت او خلکو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي چې پاکستان په دې غم کې له قطر سره ولاړ دی.
شهباز شریف ویلي، پاکستان به تل د مرحوم پلار امیر له مینې، مهربانۍ او د پاکستان لپاره د هغه له ځانګړې پاملرنې څخه یادونه کوي.

