یکشنبه, جولای 12, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د قطر د پخواني امیر پر مړینه د خواخوږۍ پیغام...

د طالبانو حکومت؛د قطر د پخواني امیر پر مړینه د خواخوږۍ پیغام خپور کړ

د طالبانو حکومت د قطر د پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د مړینې له امله د قطر له حکومت، د نوموړي له کورنۍ او د دغه هېواد له خلکو سره د خواخوږۍ او تسلیت پیغام خپور کړی دی.

د طالبانو حکومت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې خبر یې په خواشینۍ سره ترلاسه کړی او د هغه د وفات له امله د قطر حکومت، د مرحوم کورنۍ او د قطر ولس ته د ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

په اعلامیه کې د مرحوم لپاره د الله تعالی له درباره د جنت الفردوس او د هغه کورنۍ او خپلوانو ته د صبر او اجر دعا شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here