یکشنبه, جولای 12, 2026
Homeکورپاڼهقطر؛د پخواني امیر د مړینې په مناسبت څلور ورځنی ملي ماتم اعلان...

قطر؛د پخواني امیر د مړینې په مناسبت څلور ورځنی ملي ماتم اعلان کړ

د قطر امیري دیوان د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې په مناسبت په ټول هېواد کې د څلورو ورځو ملي ماتم اعلان کړی دی.

د امیري دیوان په یوه بیان کې ویلي، دا ماتم د هېواد د پخواني امیر د درناوي او یاد په موخه اعلان شوی او د ماتم پر مهال به رسمي مراسم د ټاکل شویو اصولو له مخې ترسره کېږي.

شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، چې د «پلار امیر» په نوم هم پېژندل کېده، د ۷۴ کلنۍ په عمر وفات شو.

هغه له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د قطر مشري وکړه او وروسته یې واک خپل زوی او اوسني امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته وسپاره.

د نوموړي له مړینې وروسته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او چارواکو د قطر له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه شریک کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here