جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 740

چینایي سوداګر؛جاستین سان هغه کېله وخوړه چې په ۶.۲ میلیون ډالر یې اخیستي وه

0

چینایي سوداګر جاستین سان هغه کېله وخوړه چې په ۶.۲ میلیونه ډالر یې اخیستې وه.

نوموړي دا کېله نن په یو ګران بیه هوټل کې تر خبري کنفرانس وروسته وخوړه.

د سان په خبره د رسنیو ترمخه د دغې کېلې خوړل یوه تاریخي صحنه ده.

د یادونې ده چې دغه کېله یوه اوونۍ وړاندې په نیویارک کې د یو هنري اثر په توګه په ۶.۲ میلیونه ډالرو اخیستل شوې وه.

کورمه کې تازه نښتې؛۱۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي

0

د پښتونخوا په کورمه کې د شعیه او سنیانو ترمنځ په تازه نښتو کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سره له دې چې هلته د اوو ورځو لپاره اوربند شوی وو؛ خو اوس دا اوربند مات او تازه بریدونو کې د دواړو لوریو ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

تېره ورځ هم هلته پنځه تنه وژل شوي وو.

د یادونې ده چې په دغه سیمه کې د نښتو له کبله تر اوسه نږدې ۱۲۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي.

اصفه بوټو زرداري:د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ددې هېواد وضعیت کړکچین کړی دی

د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو لور او اوسنۍ لومړۍ مېرمن اصفه بوټو زرداري په نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې پر طالبانو د امر کولو پر ځای له دوی سره پر تعامل خبرې وکړي.

‏نوموړې د العربیه ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوقو په اړه طالبانو سره خبرې وکړي.

‏اصفه بوټو زرداري له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل غندلي او په وینا چې د بهرنیانو وتل د افغانستان وضعیت زیانمن کړی دی.

د پاکستان حکومت؛د عمران خان د ښځې بشرا بي بي د نیولو لپاره یوه ډله ګمارلې

0

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د احتساب ملي دفتر د راولپینډۍ څانګې یوه ډله به خیبرپښتونخوا ته واستوي ترڅو د عمران خان مېرمن، بشری بي بي، د ۱۹۰ میلیونه پونډو اړوند قضیه کې ونیسي.

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز ویلي، چې دا پرېکړه د پاکستان د احتساب ملي ادارې لخوا شوې ده، او د خیبرپښتونخوا د ملي احتساب دفتر ته لارښوونه شوې چې د راولپینډۍ له ډلې سره بشپړه همکاري وکړي.

راپور زیاتوي چې د پاکستان د احتساب ملي دفتر به د بشري بي بي د نیولو لپاره د خیبرپښتونخوا له پولیسو هم مرسته وغواړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې پاکستان کې د عمران خان پلویانو مظاهرې وکړې چې مشري یې بشرا بي بي کوله.

پوتین:د افغانستان پر ثبات سترګې نشي پټېدای

روسیه وایي، افغانستان کې اوسنی ثبات بې مخینې او هیڅوک پر دغه وضعیت سترګې نشي پټولی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټولیز امنیتي تړون سازمان ناستې ته په یوه برخه کې ویلي، چې مسکو له افغانستان سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې کابل ته د مسکو راغلي لوړ پوړي پلاوي هم د روسیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و.

قطر او برېټانیا؛د افغانستان په اړه خبرې کړې

قطر او برېټانیا د افغانستان په وروستي وضعیت خبرې کړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، فیصل بن عبدالله آل حنزاب د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي، انډریو مک کوبري سره کتلي چې په افغانستان کې پر وروستي سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې شوې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دغې لیدنې خبر ورکړی، خو د ناستې په اړه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

د یادونې ده چې اوس مهال د ګڼ شمېر هېوادونو چار سمبالي د افغانستان لپاره خپلې چارې له قطر څخه سمبالوي.

د طالبانو د مشر نوی فرمان؛د یو ریاست رییس پکې د وزارت مرستیال ټاکل شوی

د طالبانو مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده په خپل حکومت کې یو لړ بدلونونه رامنځته کړي.

د نوموړي د فرمان له مخې، د کندهار د ټولګټو چارو ریاست پخوانی مرستیال عبدالهادي یعقوب د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، د بادغیس والي مولوي عبدالصمد د غزني د والي په توګه او د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون مرستیال ملا عزیز الرحمن د کندهار ولایت د ټولګټو چارو ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

د دغه فرمان له مخې، د یو شمېر قول اردو ګانو چارواکي هم تغییر او تبدیل شوي.

سره له دې چې خلک هر وخت د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې کار اهل کار ته نه سپاري؛ خو په تازه ګمارنو کې یې هم لیدل کېږي چې مقرر شوي چارواکي ټول طالبان دي.

نیمروز؛د طالبانو کمیساري له ایران څخه د ۱۰۰ تنو هغو افغانانو د جسدونو رالېږد تائید کړی، چې ایراني پوځیانو وژلي وو

د نیمروز کمیسیاري کې طالبانو دغه ولایت ته د سل تنو هغو کسانو د جسدونو انتقال تائید کړی، چې څه موده وړاندې د ایران بلوچستان کې د دغه هېواد ځواکونو وژلي وو.

دوی ویلي، په دې کې د هغو افغانانو جسدونه هم شته چې په ټرافیکي پېښو کې وژل شوي.

یو شمېر سرچینې وایي په دې کې ډېر جسدونه د هغو افغانانو دي چې ایرانیانو وژلي وو.

تر دې وړاندې هم ایران ته تللي طالب پلاوي منلې وه چې پر افغانانو برید شوی؛ خو د وژل شویو کسانو شمېر یې یوازې درې تنه ښودلی وو.

د طالبانو امربالمعروف؛هرات کې د ښځو لپاره ځانګړې شوې کافې تړلې دي

د طالبانو امربالمعروف هرات کې د ښځینه وو لپاره ځانګړې شوې کافې تړلې دي.

هلته یو شمېر کافې د میرمنو لپاره ځانګړې وې، چې هیڅ نارینه نه ور پرېښودل کېده؛ خو اوس هغه هم تړل شوي دي.

تر دې وړاندې طالبانو د دغو کافې مالکانو ته ویلي وو، چې خپل کاروبار وتړي.

د طالبانو حکومت د یاد کار موخه له اخلاقي فساد څخه مخنیوی یادوي.

یوناما:افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې لومړۍ غونډه جوړه شوه

یوناما وایي، افغانستان کې یې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې لومړۍ غونډه جوړه کړه.

یادې ادارې په یو راپور کې ویلي، دا غونډه یې د دوحې درېیمې ناستې د پرېکړو او ژمنو په تعقیب جوړه کړې.

راپور کې د یوناما د مشرې روزا اتونبایوا له قوله ویل شوي، چې افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه مهمه مسئله ده، چې ان پر لرې پرتو ټولنو هم اغېز کوي.

د یادونې ده چې د دوحې درېیمې ناستې کې د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره هڅې، د کنګل شوې شتمني ازادول او افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ګډې کاري ډلې جوړول مهمې غوښتنې وې.