جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 741

د مخابراتو نړیوال سازمان راپور:نړۍ کې د انټرنېټ د استعمالوونکو شمېر په زیاتېدو دی

0

ملګرو ملتونو د مخابراتو د نړیوال سازمان له قوله راپور ورکړی، چې اوس مهال نړۍ کې له انټرنېټ ګټه اخیستنه زیاته شوې او ۵.۵ میلیارده کسانو له انټرنېټ ګټه اخیستې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د استعمالوونکو دا شمېر له تېر کال څخه ۲۲۷ میلیونه زیات دی.

راپور کې راغلي، چې دمګړی د نړۍ۶۸ سلنه خلک انټرنېټ کاروي.

د یادونې ده چې اوس مهال په نوره نړۍ کې ډېره برخه کار د انټرنېټ په واسطه ترسره کېږي.

د شیخ هبت‌الله د فرمان څخه نافرماني؛ملا هدایت الله بدري خپل یو رئیس پدې خاطر بندي کړ، چې خپل اوښی یې پرځای وګماري

د طالبانو حکومت د کانونو وزارت څخه یوې سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې ددې وزارت وزیر هدایت الله بدري د عوایدو پخوانی رئیس عقاب حنفي د یو پلان له مخې د اداري فساد په تور بندي کړی وو.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وایي، د کانونو وزیر هدایت الله بدري غوښتل خپل اوښی عبدالله حیدري عوایدو ریاست ته راولي؛ نو د یوې توطیې له مخې یې عقاب بندي کړ.

دیادونې وړ ده چې د کانونو وزارت د عوایدو پخوانی مشر عقاب حنفي د روان لمریز کال د قوس میاشت کې د طالبانو محکمې نوموړی بې ګناه وباله او برأت یې ورکړ.

میلیټري ویبپاڼه:د جنرال سمیع سادات لیکل شوی کتاب “وروستی قوماندان” یو له غوره پوځي کتابونو څخه دی

ملیټري ویبپاڼه وایي د افغان پوځ د پخواني جنرال سمیع سادات لیکل شوی کتاب “د افغانستان وروستی قوماندان، د افغانستان تېره او راتلونکې جګړه” په روان کال کې د ۹ غوره پوځي کتابونو په نوملړ کې راغلی دی.

“د افغانستان وروستی قوماندان” د سږ لمریز کال د زمري په پنځلسمه په انګلیسي او پښتو ژبو په امریکا کې خپور شو.

د متحدې جبهې مشر او د پخواني پوځ
جنرال سمیع سادات پدې کتاب کې له طالبانو سره د جګړې او د جمهوري حکومت د ړنګېدو په اړه خپل یادښتونه لیکلي.

کورمه کې؛جرګې د شیعه او سنیانو جګړه کوونکي له مورچو ښکته کړې

0

د پاکستان په کورمه کې جرګې پرېکړه کړې چې، سر له ننه به شیعه او سني وسله‌‌‌‌وال له مورچو راښکته کېږي او له نن وروسته به په یو بل ډزې نه کوي.

جرګې دغه راز ویلي چې، دواړه لورې به د یوه بل برمته شوي کسان خوشې کوي.

په کورمه کې پاکستاني چارواکو ویلي، چې د نومبر له یوویشتمې راپه‌دې خوا د شیعه او سنیانو شخړو له امله ۱۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰ ټپيان شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ویلي، چې مخکې هم دا جګړې کېدې؛ خو د جولای او اکتوبر ترمنځ په دې سیمه کې د دواړو لوریو د جګړو له امله ۷۹ کسان وژل شوي دي.

د اوربند له موافقې وروسته؛اسراییلي ځواکونو د حزب‌الله ۷ تنه وژلي

0

د اوربند له موافقې سره سره اسرايیلي ځواکونو د لبنان د حزب‌الله ډلې د اوو تنو د وژلو خبر ورکړی.

اسرائیلي ځواکونو ویلي، چې د لبنان په جنوب کې یې دغه ‌‌‌کسان پرون وژلي دي.

د اسرايیلي پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي، چې په سیمه کې د کسانو شتون له موافقې څخه سرغړونه وه.

د یادونې ده چې د اوربند موافقه کې هوکړه شوې، چې باید د حزب‌الله ځواکونه د لیتاني سیند چې د اسرايیل او د لبنان د سرحد په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی، له څنډو ووځي.

د اوکراین دفاع وزیر؛د امنیتي همکاریو د مرستې د غوښتنې لپاره جنوبي کوریا ته تللی

0

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف جنوبي کوریا ته تللی او دواړو لوریو پر امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي وايي، چې دغه خبرې د روسیې په شمال کې د اوکراین سره د جګړې لپاره د شمالي کوریا د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه وشوې.

زيلینسکي ویلي، چې عمروف د ده په لارښوونه د شمالي کوریا د دخالت په اړه د بحث لپاره جنوبي کوریا ته تللی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې اوکراین ادعا وکړه چې د شمالي کوریا ځواکونه اوکراین سره د جګړې لپاره روسیې ته استول شوي دي.

جاوید مومند د طالب استخباراتو له زندان وروسته؛په افغانستان کې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوم

د طالبانو د استخباراتو له زندان څخه تر خلاصیدو شپږ ورځې وروسته د پوهنتون استاد جاوید مومند ېو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ښاغلي مومند نه دي ویلي چې له کومې لارې غواړې خپلو دغو هڅو ته دوام ورکوي، خو ټینګار یې کړی چې وطن یې خپل دی او غواړي د دردمندو هېوادوالو د درد دوا شي.
تردې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالب استخباراتو نوموړی پدې شرط خوشې کړی چې نور به په سیاسي بحثونو کې اشتراک نه کوي.

عبدالمتین قانع:نړیوال دې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې راسره مرسته وکړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د هغه راپور چې ویلي وو، افغانستان کې نشه‌یي توکو کې د ۲۰۲۳ کال پرتله دېرش‌ سلنه زیاتوالی راغلی، غبرګون ښودلی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د دوی حکومت د نشه یي توکو د له منځه وړلو لپاره تر خپله وسه هڅه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دوی د ملګرو ملتونو وروستۍ څرګندونې او ادعا په کلکه ردوي او له حقيقته يې لرې ګڼي.

عبدالمتین قانع دغه راز ویلي، چې نړیوالو هېوادونو د بزګرانو لپاره د بدیل معیشیت د برابرولو په برخه کې هېڅ مرسته ورسره نه ده کړې او په وینا یې د دوی حکومت دې برخه کې یواځې پرېښودل شوی.

هه‌نګاو:ایران یو ۲۷ کلن افغان وګړی اعدام کړی

د بشري حقونو سازمان “هه‌نګاو” وایي، چې ایران یو ۲۷ کلن افغان وګړی اعدام کړی دی.

دغه سازمان ویلي، چې اعدام شوی کس نظام الدین نورالحق نومېږي او د مزار ولایت څخه وو، چې تېر کال د ایران د قضايي ادارې له خوا د “قصدي وژنې” په تور په اعدام محکوم شوی و.

یاد سازمان زیاته کړې، چې نوموړی د شنبې په ورځ د شیراز په مرکزي زندان کې اعدام شو.

د یادونې ده، چې په روان کال کې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۶۳ تنو ته رسېدلی دی.

پاکستان:وروستیو لاریونونو کې د ۱۹ افغانانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰۰ تنه مو نېولي

اسلام اباد کې په وروستیو لاریونونو کې ۱۹ افغانان هم نېول شوي دي.

د اسلام‌‌‌اباد د پولیسو مشر سید علي ناصر رضوي ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له‌خوا شاوخوا ۱۰۰۰ مظاهره‌چيان نيول شوي چې ۱۹ افغانان هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې پاکستان کې لاریون کونکو د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې له زندان څخه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

د یادونې ده چې نن د عمران خان تحريک انصاف ګوند پر خپله ایکس‌‌‌پاڼه وویل، چې دوی خپل لاریون په مظاهرو کې د لږ تر لږه شپږ کسانو له وژل کېدو وروسته وځنډاوه.