د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې ويل شوي چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې موساد په وروستیو کلونو کې هڅه کړې وه چې د ایران له پخواني ولسمشر محمود احمدينژاد سره پټې اړیکې ټینګې کړي او د ایران د احتمالي سیاسي بدلون په صورت کې یې د یوه بدیل مشر په توګه مطرح کړي.
د راپورونو له مخې، دا اړیکې په ۲۰۲۲ کال کې هغه مهال پیل شوې چې احمدينژاد د ایران پر ځینو حکومتي سیاستونو نیوکې پیل کړې او له رسمي واکمنۍ څخه یې خپل واټن زیات کړ.
ویل کېږي، په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د اقلیمي بدلون د یوه نړیوال کنفرانس تر څنګ د احمدينژاد او د موساد د چارواکو ترمنځ څو پټې لیدنې هم شوې وې.
په راپورونو کې دا ادعا هم شوې چې د موساد هغه وخت مشر ډېوېډ برنیا په خپله په دغو لیدنو کې ګډون کړی و.
د راپورونو له مخې، د دې هڅو موخه دا وه چې احمدينژاد د موساد د معلوماتي سرچینې په توګه جذب او د ایران د راتلونکي سیاسي بدلون لپاره د یوه احتمالي مشر په توګه چمتو کړي.
خو ویل کېږي، دغه پلان وروسته بریالی نه شو او موساد ونه توانېد چې خپلې موخې عملي کړي.
تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د اسرائیلو حکومت، موساد او د محمود احمدينژاد دفتر رسمي دریځ نه دی خپور کړی.

