چهارشنبه, جولای 15, 2026
Homeافغانستانافراسياب خټک:پاکستان د طالبانو د حکومت د نسکورولو نه، بلکې د کمزورې...

افراسياب خټک:پاکستان د طالبانو د حکومت د نسکورولو نه، بلکې د کمزورې کولو هڅه کوي

پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک‌ له ايلم نيوز سره په یوې ځانګړې مرکې کې د افغانستان، پاکستان او سیمې د روانو تحولاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

خټک ویلي، د پاکستان د افغانستان په اړه اوسنی سیاست د هغو پالیسیو دوام دی چې پخوا د بریتانیا له لوري تعقیبيده.

هغه ويلي چې اسلام‌اباد خپلواک بهرنی سیاست نه لري او تر ډېره د لوېدیځ له ستراتیژیو سره سم عمل کوي.

هغه د پاکستان وروستي هوايي بریدونه هم بې‌اساسه بللي او زياته کړې چې په دغو بریدونو کې تر ډېره ملکي افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پخواني سناتور په وینا، پاکستان له یوې خوا افغانستان او هند د ناامنۍ په تور تورنوي، خو له بلې خوا د افغانستان پر خاوره پوځي عملیات ترسره کوي.

افراسیاب خټک د افغانستان د کورنیو ستونزو د حل لپاره د یوې پراخې ملي جرګې، د ملي روغې جوړې او د ښځو د سیاسي ګډون پر اهمیت هم ټینګار کړی.

د هغه په باور، دا به د هېواد ملي یووالی پیاوړی او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې به د افغانستان دریځ قوي کړي.

هغه د دوحې د تړون په اړه هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د همدې هوکړې له لارې د طالبانو حکومت واک ته ورسېد.

خټک دا هم ویلي چې پاکستان د طالبانو د حکومت د نسکورولو هڅه نه کوي، بلکې غواړي دغه حکومت کمزوری پاتې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here