چهارشنبه, جولای 15, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي تر ټولو...

حامد کرزی:په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي تر ټولو مهمه لار زده‌کړې دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له مخ پر زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي.

ښاغلي کرزي په خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، د ماشومانو روغتیا ساتنه د هېواد د راتلونکې بشري پانګې او هیلې د خوندي کولو لپاره اړینه ده.

هغه له اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د خوارځواکۍ د زیاتېدو د مخنیوي او د ماشومانو د روغتیا د خوندي کولو لپاره جدي او هر اړخیز اقدامات وکړي.

هغه ټینګار کړی چې د دې ستونزې د اساسي حل لپاره باید د ټولو ماشومانو او ځوانانو، نجونو او هلکانو، لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د کرزي په وینا، د عامه پوهاوي لوړول، د مسلکي بشري ځواک روزل، د بې‌سوادۍ کمول او د هېواد د اقتصادي وضعیت ښه کېدل کولی شي د ټولنې ګڼې ستونزې هوارې کړي او افغانستان له بهرنیو مرستو څخه لږ اړمن کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here