چهارشنبه, جولای 15, 2026
Homeکورپاڼهچین کې؛یو محصل د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو عینکو په وسیله د نقل...

چین کې؛یو محصل د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو عینکو په وسیله د نقل کولو پر مهال ونیول شو

په چین کې د لومړي ځل لپاره یو محصل د ازموینې پر مهال د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته د نقل کولو په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، دغه محصل د عادي عینکو په بڼه له داسې هوښیارو عینکو څخه کار اخیست چې د مصنوعي ځیرکتیا له ټکنالوژۍ سره سمبالې وې او د ازموینې پر مهال یې ورڅخه د پوښتنو د ځوابونو د ترلاسه کولو هڅه کوله.

د ازموینې مسؤلانو ویلي، د امتحان له پیل شاوخوا لس دقیقې وروسته یې د محصل په عینکو کې یو شین څراغ ولید، چې شک یې پرې پیدا کړ.

د پلټنې پر مهال څرګنده شوه چې نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا لرونکې عینکې کارولې.

چارواکي وايي، محصل وروسته ومنله چې د ازموینې پر مهال یې د همدې عینکو له لارې د نقل کولو هڅه کړې وه.

دې پېښې د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختللو وسایلو د ناوړه استفادې په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here