جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 739

غزه کې؛د تازه بریدونو له کبله څلوېښت کسان وژل شوي

0

غزه کې د اسرائیل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه څلوېښت کسان وژل شوي دي.

دا بریدونه د نصیرات ښارګوټي او د غزې په بیت الهیا ښار سیمې کې شوي.

یاد بریدونه تېره ورځ شوي؛ خو اسرائیل بیا د ملکي خلکو د وژلو په اړه څه نه وايي.

تر دې وړاندې د اسرائیل پوځ ویلي وو، چې هوايي بریدونو کې یې د حماس غړي په نښه کړي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې د دحماس غړي د اوربند لپاره د خبرو په موخه مصر ته روان شوي.

د فرانسې خبري اژانس:روسیې د شام التحریر ۲۰۰ جنګیالي وژلي

0

د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی، چې روسیې تېره شپه پر حلب ښار د شام التحریر ډلې تر ولکې وروسته، د یادې ډلې پر یو شمېر اهدافو بریدونه کړي.

سرچینې د یاد هېواد د دفاع وزارت د ویاند له قوله لیکلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د دغې ملیشې ۲۰۰ کسان وژلي دي.

بل لورته مسکو ویلي، چې له سوریې سره به د افراطیانو د وژلو لپاره مرستې وکړي.

د یاودنې ده، چې مسکو د سوریې تر ټولو نږدې ملګری بلل کېږي.

د ایران نوی سفیر:افغانان دې په غیر قانوني ډول ایران ته نه راځي

د کابل لپاره د ایران نوي سفیر ویلي، هڅه کوي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د را اېستلو بهیر قانوني کړي.

هغه نن د کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي، د خپل ماموریت پر مهال به د تهران او کابل د اړیکو پراختیا لپاره کار وکړي.

رضا بېګدلي دغه راز په غیر قانوني ډول ایران ته له ورتلونکو افغان کډوالو هېله کړې، چې خپل سفر په قانوني ډول ترسره کړي.

د یادونې ده چې علي رضا بېګدلي څو ورځې وړاندې د ایران د سفیر په توګه معرفي شو، چې نن سهار کابل ته را ورسېد.

د سولې نړیوال سازمان:افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د عادي کېدو مخنیوی وکړئ

د سولې نړیوال سازمان په یو راپور کې له نړیوالو غوښتي چې له طالبانو سره تعامل کې باید په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید له عادې کېدو مخنیوی وکړي.

دوی ویلي چې د طالبانو د امر باالمعروف نوی قانون په ټولنیز ژوند کې د ښځو څنډې ته کول او د هغوی ازادي اخیستل دي.

راپور کې راغلي، افغانستان اوس مهال په عدالت او برابري کې تر ټولو هېوادونو په ټیټه کچه کې دی.

راپور کې له نړیوالو غوښتل شوي، چې د طالبانو په مشروعیت کې له احتیاط کار واخلي.

بایډن:د ټرمپ کابینې ته د ګواښونو په اړه خبرونه جعلي دي

0

د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن د ټرمپ کابینې او کانګرس ته د امنیتي ګواښونو په اړه خبرونه جعلي وبلل او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې یا « اف بي ای» سره مرسته کوي.

تر دې وړاندې « اف بي ای» د ټرمپ کابینې او کانګرس یو شمېر چارواکو ته د ګواښونو په اړه خبر ورکړی وو.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې د ټرمپ له لوري د دفاع وزارت لپاره ټاکل شوی وزیر هم شامل وو.

طالب سفیر؛د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس سره د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه خبرې کړې

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان په عمومي وضعیت، وروستیو پرمختګونو او رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې.

هغه ویلي، چې په دې ناسته کې بدرالدین حقاني د هغه هېواد د دولت له رییس غوښتي چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو هیواد ته د انتقال، افغانانو ته د ویزو د ورکړي په چارو او هلته د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

بل لورته د متحده عربي اماراتو د دولت رییس افغانستان خپل ورور هېواد بللی او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ په اماراتو کې د طالبانو د سفیر باور لیک د شېخ محمد بن زاید ال نهیان له لوري منل شوی وو.

افراسیاب خټک:کورمه کې روانه جګړه مذهبي نه؛ بلکې د پاکستاني حکومت له لوري د ډالرو جګړه ده

0

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي، په کورمه کې اوسنۍ نا امني د پاکستان حکومت له لوري روانه ده.

د هغه په خبره، د امریکايي ډالرو لپاره پاکستان له کورمې څخه مورچه جوړه کړې او هلته یې ډېر زیات ترهګر راوستي.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان حکومت د پښتنو پر وژلو خوښ دي او په دغه سیمه کې روانه جګړه هغومره مذهبي نه ده، لکه څومره یې چې خلک یادوي.

د یادونې ده چې په کورمه کې د جګړو له کبله تر اوسه نږدې ۱۲۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي.

د برېټانیا پارلمان؛د لاعلاجه ناروغانو لپاره د ځان وژنې قانون تصویب کړ

0

د برېتانیا پارلمان یو نوی قانون تصویب کړ، چې له مخې یې لاعلاجه ناروغان کولای شي، په خپله خوښه ځان وژنه وکړي.

دغه قانون ته ۳۳۰ مثبتې او ۲۷۵ منفي رایې ورکړل شوې وې.

د دغه قانون له مخې، هغه ناروغان چې له شپږو میاشتو زیات یې د ژوند امکان نه وي، اجازه ورکول کېږي چې خپل ځان ووژني.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو درې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې درې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دوی ویلي، یاد برید یې تېره شپه په شکر درې کې کړی، چې له کبله دوه تنه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې د دوی جنګیالیو ته ځینې ولسې هم په لاس ورغلې دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

ریچارډ بینېټ:په افغانستان کې روان حالت وجدانونه لړزوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ویلي، افغانان د ملاتړ وړ دی او هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، په واقعي توګه د لیدلو نه دي.

نوموړي د “جنسیت په برخه کې د عدالت او حساب ورکونې” کنفرانس کې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د مسوولیت منلو او عدالت د تضمین لپاره د جامع او هر اړخیز میکانېزم پر اړتیا ټینګار وکړ.

بینېټ دغه راز د افغانانو مبارزه ستایلې او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې روان حالت باید د دوی« ملګرو ملتونو» وجدانونه ولړزوي.