چهارشنبه, جولای 15, 2026
Homeافغانستاند جام تاریخي منار؛د ژغورنې لپاره د بیارغونې پروژه پیل شوه

د جام تاریخي منار؛د ژغورنې لپاره د بیارغونې پروژه پیل شوه

د غور ولایت د جام تاریخي منار د ساتنې او بیارغونې لومړنی پړاو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د آغاخان فرهنګي بنسټ او یونسکو په ګډه همکارۍ پیل شوی دی.

د آغاخان فرهنګي بنسټ د غور ولایتي مسؤلینو ویلي، دا پروژه به د تخنیکي متخصصینو تر څارنې لاندې پلې شي او په لومړي پړاو کې به د منار د استحکام، خوندي ساتنې او د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره اړینې چارې ترسره شي.

جام منار، چې شاوخوا ۶۳ متره لوړوالی لري، د نړۍ له تر ټولو لوړو تاریخي خښتینو منارونو څخه شمېرل کېږي او د افغانستان د مهمو فرهنګي او تاریخي اثارو له ډلې دی.

د راپورونو له مخې، دغه تاریخي اثر په وروستیو کلونو کې د سیلابونو، اقلیمي بدلونونو او نورو طبیعي عواملو له امله زیانمن شوی، چې له همدې امله یې د بیړنۍ ساتنې او اساسي بیارغونې اړتیا رامنځته شوې ده.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د جام تاریخي منار د نړېدو خطر کم او دا نړیوال فرهنګي میراث د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here