چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 733

سهیل شاهین؛د افغانستان لپاره د فرانسې له چارسمبالي سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت له چار سمبالي سره کتلي دي.

نوموړي ویلي، چې له ژان مارین شو سره یې پر بېلابېلو مسائلو خبرې کړې دي.

د هغه په خبره، د هېواد د اوسني وضعیت، د روغتیايي سکټور، نادولتي بنسټونو، د کابل هوايي ډګر تخنیکي اړتیاو او نورو موضوعات د دغې لیدنې د بحث اصلي محور وو.

شاهین تېره ورځ هم ویلي وو، چې په دوحه کې له بېلابېلو لوریو سره د افغانستان پر موضوعاتو خبرې کوي.

ذبیح الله مجاهد:افغانستان ډمټرک موټر تولید کړ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، افغانستان ډمټرک موټر تولید کړ.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د ملي پراختیا شرکت لخوا بل ماډل موټر هم تولید شو چې ژر به په هېواد دننه د بار وړلو لپاره استفادې ته تیار شي»

نوموړی زیاتوي، د ملي پراختیا شرکت نور هم ګڼ تولیدات لري چې نمایش ته به وړاندې شي.

رویټرز:دمشق او نورو ښارونو کې د تحریر الشام وسله والو پر ځای د دې ډلې د کورني امنیت ځواکونه ځای پرځای کېږي

0

رویټرز د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دمشق کې د تحریر الشام ډلې خپلو جنګیالو ته امر کړی چې له ښارونو شاتګ وکړي.

تحریر الشام ډله غواړي د ښارونو امنیت پولیس او یادې ډلې پورې تړلي د کورني امنیت ځواکونو ته وسپاري.

د یادونې ده چې دمګړی د سوریې په ټولو ښارونو کې د شام التحریر وسله وال جنګیالي د امنیت دنده پر غاړه لري.

ذبیح الله مجاهد:د ټولو افغانانو بشري حقونه مو خوندي کړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان کې دوی د ټولو خلکو حقونه تامین کړي.

هغه د بشر حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د انسانانو اساسي حق د ژوند خوندیتوب دی، چې د دوی په راتګ سره د خلکو له مړینې مخنیوی شوی.

نوموړی زیاتوي چې د شرعي حقونو په چوکاټ کې د ټولو ښځو د کار او زدکړو حقونو ورکړې ته هم ژمن دي.

بل لورته د طالبانو د امربالمعروف وزارت هم وايي، چې افغانستان کې یې د لسګونه زرو خلکو بشري حقونه خوندي کړي.

د تحریر الشام په بریا؛افغانستان کې له تېرو دوو ورځو راهیسې طالبانو جشنونه پیل کړي

د بشار الاسد واکمنۍ په چپه کېدو سره په افغانستان کې طالبانو او ګڼو طالب پلوو له تېرو دوو ورځو راهیسې جشنونه نیولي دي.

تېره ورځ په کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا او خوست او نن بیا په تخار کې هم جشن نیول شوی دی.

دوی د تحریر الشام ډلې بریا د خپلو اډیالوژیکي ملګرو بریا ګڼي او زیاتوي چې هلته هم یو اسلامي نظام واکمن شو.

دا په داسې حال کې ده، چې تحریر الشام ډلې د دمشق تر نیولو وروسته اعلان وکړ، چې د خلکو فردي ازادي ته احترام لري او د هیچا پر لباس او د ژوند پر نورو اړخونو کار نه لري.

د طالبانو حکومت:پر سوریې د اسرائیلو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر سوریې د اسرائیل وروستي بریدونه غندلي دي.

یاد وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا ډول بریدونه د سوریې د ازادۍ ښکاره نقض دی.

اعلامیه کې راغلي، چې دا خطرناک اقدام د هغو ناکامو ستراتیژیو دوام دی، چې اسرائیلو د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د خپلو اهدافو لپاره ترسره کړي دي.

دغه وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د سوریې له خلکو ملاتړ کړی او له ښکېلو نړیوالو لوریو یې غوښتي چې د سوریې خلک په خپلواک ډول د خپل راتلونکي انتخاب ته پرېږدي.

بریتانیایي وزیر ال کارنز؛افغانستان کې د برېټانیايي سرتېرو د جنایتونو د راسپړلو په برخه کې پر نه همکارۍ تورن شوی

د برېټانیې د پخوانیو سرتېرو وزیر ال کارنز تورن شوی، چې په افغانستان کې د برېټانیا سرتېرو د جنایتونو د راسپړلو په برخه کې یې همکاري نه ده کړې.

ویل کېږي، چې نوموړي په افغانستان کې د برېټانیا د سرتېرو د جنګي جرمونو په اړه ځینې مهم مالومات پټ ساتلي دي.

ال کارنز له هغو چارواکو بلل کېږي، چې په افغانستان کې یې پر جنګي جرمونو د ککړو برېټانیي سرتېرو د نومونو نه افشاء کولو ملاتړ کړی دی.

پر برېټانيوي سرتېرو تور دی، چې افغانستان کې یې د خپل حضور پر مهال ګڼ جنګي جنایتونه کړي دي.

یوناما:افغانستان کې لا هم د بشر حقونو خوندیتوب په خطر کې دی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، افغانستان کې لاهم د بشر د حقونو خوندیتوب په خطر کې دی.

دوی د بشر حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې نجونې او ښځې د بشر حقونو د نقض درنه بیه پرې کوې.

یاد سازمان په یوه اعلامیه کې د نجونو او ښځو د کار او زدکړو د حقونو په نه ورکړې اندېښنه ښوودلې.

خبرپاڼه کې د یاد سازمان د مشرې روزا اتونبیاوا له قوله ویل شوي، چې د اسلامي امارت چارواکي باید په خپلو هڅو سره د ګډو ارزښتونو او اصولو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

عباس ستانکزی:د جبر او زور حکومتونه دوام نشي کولای

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وایي، د زور او فشار حکومتونه دوام نشي کولای.

نوموړي ویلي، د ظلم حکومتونه به اخر پرځېږي او تل تر تله به شرمنده وي.

ستانکزی زیاتوي، اړتیا ده، چې دوی خپل حکومت د خلکو په خوښه وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم ویلي وو چې تل باید خپله خبره پر نورو ونه منل شي.

ناټو:روسیه او ایران د سوریې بې باوره ملګري وو

0

ناټو وايي، د سوریې د حکومت نسکورېدل د دې معنی لري، چې روسیه او ایران د دغه هېواد بې باوره شریکان وو.

د ناټو سرمنشي مارک روتي ویلي، چې دوی د سوریې د خلکو پر وړاندې د ترسره شویو جنایتونو مسوولین دي.

هغه په سوریه کې د سولې له لارې د واک د لېږد غوښتنه وکړه.

د یادونې ده، چې روسیه او ایران د بشارالاسد د نظام کلک ملاتړي وو، خو پر دغه نظام د شام التحریر ډلې د وروستیو بریدونو پر وړاندې یې د اسد د نظام بشپړه دفاع ونشوه کړی.