شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 734

د سوریې په اړه؛د ملګرو ملتونو امنیت شورا را بلل شوې ناسته کې د روسیې او امریکا استازو شخړه کړې

0

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د روسیې او امریکا استازو لفظي شخړه کړې.

دا ناسته په سوریه کې د روان بحران د مخنیوي لپاره جوړه شوې وه، چې په کې د روسیې او امریکا چارواکو یو بل د ترهګري په ملاتړ تورن کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ځواکونه او روسیه پر ښوونځیو او روغتونو د حملو پر مهال د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله تورن کړل او په ځواب کې یې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا وویل، دا تصور هم لا نه شي کېدای چې واشنګټن به په اخلاص سره د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.

د یادونې ده چې روسیه په روانه جګړه کې د سوریې ملګرې ده، چې وړمه شپه یې هم په حلب او ادلب کې د سوریې پر مخالفانو بریدونه کړي دي.

د امریکا اف‌بي‌ای ادارې پر نوي مشر؛ایراني هکرانو سایبري برید کړی

0

راپورونه وايي، چې ایران د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اف بي ای پر ټاکل شوي مشر سایبري برید کړی دی.

د سي این این د خبر له مخې ماکش پاټېل د ایراني هکرانو تر سایبري برید لاندې راغلی او د هغه یو شمېر ارتباطي مالوماتو ته یې لاسرسی پیدا کړی دی.

تر دې وړاندې هم ټرمپ ته نږدې کسان د سایبري بریدونو ښکار شوي.

تراوسه ایران په دې اړه څه نه دي ویلي.

عبدالغفور لېوال:هیله ده نور ولس را ویښ او حقایق درک کړي

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال د نجونو پر مخ د طبي انستیتونو بندېدو په غبرګون کې لیکلي، هیله لري چې ولس بیدار او حقایق ور معلوم شي.

نوموړي لیکلي، له ولس پوهېدو، ولس روښانېدو او ولس وېښېدو پرته بله لار نشته.

د هغه په خبره، په افیونو ویده ولس زخمی شوی او ښایي دا وروستی زخم او درد یې راویښ کړي.

زما د وطن ځوانانو!

‏لیکواله: شفیقه خپلواک

بیوسي مو په سر سترګو، پوهېږم چې لاس او پښې مو تړلې. که څوک وروستی مجبوریت ونه لري لیوني نه دي چې په مرګونو لارو به پردیو وطنونو ته ځي. ولې به په روغ سر داغونه ږدي؟ په بیا دروغ درته وویل شول! په بیا، بیا مو په سر سودا وشوه! په بیا،بیا خیانت وشو!

دا څه چې په موږ دا څو نسله تېرېږي نورو خلکو به یوه ورځ نه و زغملي. زه دا هر څه وینم! درک کوم یې! دا عذاب، دا زندان! یوه ګوله مړۍ هم په احترام نشو خوړلی. خو لږ په خپلو خویندو او میندو هم فکر وکړئ! موږ یې بغیر له تاسې نشو شل کولی. له دې عذابه نشو وتلی! د بلا خولې ته مو یوازې مه پرېږدئ! که مو اوس لاسنیوی ونکړئ دا وطن به بیا هېڅکله راټول نشي.

که تاسې یو وار ماتوي، د دې وطن لوڼې لس وار ماتوي. وطن خو مارغه دی چې د الوت لپاره باید دواړه وزر ولري. که یو یې هر څومره روغ هم وي الوت نشي کولی. له ډېره درده یې لیکم! له ډېره درده درباندې غږ کوم. له ډېرې بېوسۍ دا درته لیکم! خدای شته چې هر وار مو ناره کړې رټلې مو یوو! خو څه وکړو؟ موږ چیرې ولاړې شو؟ موږ به چا غږ وکړو؟ څوک به زموږ ډاډ شي؟

نو که څه نشئ کولی حداقل دا څو کارونه مو هم ممکن تاثیر ولري:

۱: پر خواله رسنیو او انلاین ښځو ته بد مه ویاست. په حساب څو ښځې او نجونې دي چې غږ پورته کوي. سل زړونه یو کړي یوه چېغه به وکړي، او تاسې هر یو له «ملا» بدتر شئ پيښمانه یې کړئ. حتا که ښه نه درباندې لګېده هم ترې تېرېږئ. که یې غږ نشئ بدرګه کولی په تومت، ښکنځلو او سپکو سپورو یې غږ هم مه دپوئ.

۲: ولیکئ! د دې ظلم پر وړاندې هر څومره چې لیکلی شئ هر ځای یې چې لیکلی شئ وې لیکئ! په خپل نوم نشئ کولی په مستعار نوم یې ولیکئ! خو مه پرېږدئ دا ظلم او بې عدالتي په یو نورمال ورځني ژوند بدله شي. مه پرېږدئ دا درد هم په عددونو بدل شي او کیسه نشي. وې لیکئ! تاریخ ته یې ولیکئ!

۳: د خپلو دوستانو او خپلوانو تر منځ عامه پوهاوی وکړئ. د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او افراط ورځ تر بلې ډېرېږي. مه پرېږدئ ستاسې تر مخ دا ظلم کېده یا چا داسې ناروا نظریه لرله، په یخو سترګو یې ننداره وکړئ. حداقل استدلال وکړئ. حداقل هغه ظالم ته دا احساس ورکړئ چې بد کار کوي.

۴: په هره ممکنه لار خپلو لوڼو او خویندو ته د تعلیم زمینه مساعده کړئ. ممکن ډېر کم امکانات وي. خو که تاسې کورونو کې مدام دا احساس ورکوئ چې لا هم امید شته هغوی به ډېرې ډاډه وي. ښايي یوه کتابچه ورته راوړئ. یو کوچنی کتاب. یو رونیز چینل ورته ونیسئ، یا کومه ورځ یون رونیزه ویدیو خپل یوټوب کې ورښکاره کړئ. دا به ډېر واړه کارونه وي خو ډېر لوی تاثیر لري.

د وطن لوڼې په ډېر بد حالت کې دي. له دې سره ټول وطن له زوال سره مخ دی! د ټول وطن سبا تیاره ده.د رڼا د یو واړه څرک لپاره لاس راکړئ. د خدای راکړي حق د اخیستو لپاره راسره شئ!

افغانستان کې؛د ټي‌ټي‌پي د لوړ پوړي غړي شاهد قمر باجوړي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

یو شمېر باوري سرچینو افغانستان کې د ټي ټي پي د مهم قومندان او لوړ پوړي مشر شاهد قمر باجوړي د وژل کېدو راپورونه خپاره کړي.

د ټي ټي پي ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي، چې پېښه کې د هغه دوه تنه ملګري هم وژل شوي.

که څه هم طالبان تل وایي، چې ټي ټي پي د دوی په خاوره کې نشته؛ خو پاکستان هر کله ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي.

حنیف اتمر:د ښځو پر مخ د طبي انستیتوتونو تړل هیڅ دیني اړخ نه لري

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د طالبانو وروستی فرمان په لنډ او اوږد وخت کې ټولنې ته زیان رسوونکی دی.

ښاغلي اتمر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا چاره د تولو نړیوالو قوانینو نقضونکې ده او په ټولو اسلامي هېوادونو کې د دغه ډول اقدام مثال نه لیدل کېږي.

نوموړی زیاتوي، د ښځو طبي زدکړې د ښځو او ماشومانو صحت لپاره خورا مهمې دي او د مور او ماشوم د مړینې مخنیوی کوي.

هغه وایي، د طالبانو دا اقدام هیڅ دیني توجیه نه لري.

د یادونې ده چې د طالبانو دغې کړنې د ګڼو سیاسیونو او نړیوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

د برېټانیې شارژدافیر؛د طالبانو وروستۍ پرېکړې خورا زیات خواشینی کړم

د برېټانیې سفارت افغانستان کې په طبي انستیتونو کې د ښځینه زدکوونکو پر بندیز اندېښنه ښوودلې.

د افغانستان لپاره د بریټانیې شارژدافیر رابرټ ډکسن ویلي، چې یادې ډلې یو وار بیا د خپلو پرېکړو له کبله ښځو ته زیان واړوو.

هغه لیکلي چې دغې پرېکړې خورا زیات خواشینی کړی.

دا په داسې حال کې دی، چې طالبانو تېره ورځ ټولو طبي انستیتونو ته ویلي چې ښځینه زدکوونکې درسونو ته را پرېنږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې مو ۱۸۰ زره افغانان را اېستلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یې له افغانستان څخه ۱۸۰ زره افغانان اېستلي دي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رچارډ ورما وايي، په یادو کسانو کې د مدني ټولنو مشران، ترجمانان، د ښځو د سازمانونو مشرانې او د دوی کورنۍ دي چې د امریکا سره یې په تېرو شلو کلونو کې کار کړي وو.

د نوموړي په خبره، یاده پروسه اوږد مهاله او نور کسان به هم را وباسي.

د ننګرهار ګمرک کې؛طالبانو ۲۳۰ هغه جوالیان وهلي او له ګمرک یې اېستلي چې ږیرې لنډې او یا خریلې وې

د ننګرهار ګمرک کې طالبانو هغه « جوالیان» وهلي او له ګمرک یې شړلي، چې ږیرې یې نه وې پرېښې.

له یاد ګمرک څخه سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې د طالبانو د ګمرک رییس د ږیرې لنډوالي او کموالي له کبله جوالیان رټلي او هغوی ته یې سخت سپکاوی کړی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغو جوالیانو شمېر ۲۳۰ تنو ته رسېده او د کار بندیز یې هم پرې لګولی.

د طالبان مالیې وزارت:د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سرحدي سیمه کې یو لنډمهالی بندر جوړېږي

د طالبانو مالیې وزارت وایي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سرحدي سیمه کې یو لنډ مهالی بندر جوړیږي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال عبدالمتنن سعیدي ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له مرستیال ایلمانوف، د ټاپې پروژې له رییس مراد امانوف سره کتلي دي.

په دې کتنه کي دواړو لوریو د ټاپي پروژې له پاره د افغانستان خاوري ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ پر لېږدولو د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمي اسلیم چشمه کې د لنډمهاله بندر په جوړېدو خبرې وکړې.

طالب پلاوي له خپل لوري څخه د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړی او په سرحدي سیمه کي د کارکوونکو د تګ او راتګ د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه د ترکمنستان هیواد وړاندیزونه یې د تائید وړ بللي.