چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 732

ذبیح الله مجاهد:خلیل الرحمن حقاني د داعش په وحشیانه برید کې وژل شوی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دوی د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د داعش په یوه «وحشیانه» برید کې وژل شوی دی.

ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د خلیل حقاني مړینه د طالبانو لپاره یوه لویه ضایعه ده.

هغه لیکلي:«خوارج چې ځانونه مسلمانان بولي، خلیل الرحمن حقاني وواژه»

تر اوسه داعش ډلې د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر د وژنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې خليل الرحمن حقاني نن د وزارت دننه انګړ کې د ماسپښين لمانځه څخه د وتلو پر مهال د ځانمرګي بريد ښکار شو.

قاري سعید خوستی افغان خبریالانو ته:«د نظام شهید ته د وژل شوي کلمه کارول ډیره سپین سترګې او نمک حرامي ده»

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار قاري سعید خوستي رسنیو ته ګوتڅنډه وکړه او افغان خبریالان یې سپین سترګې یاد کړل.

نوموړي د خلیل الرحمن حقاني وژنې ته په غبرګون کې په خپل ایکس پرته له دې چې د چا نوم واخلي ولیکل:«د نظام یو شهيد ته د وژل شوې کلمه کارول ډیره سپين سترګي ده
‏له اخلاقو، انسانیت، ښې رويې بده استفاده مه کوئ
‏ نمک حرامي مه کوئ»
د یادونې وړ ده چې په کور دننه د طلوع په ګډون ګڼو رسنیو خلیل رحماني حقاني وژل کیدو ته د «شهید» خطاب کړی دی.

د خلیل الرحمن حقاني وژنې ته غبرګونونه؛سراج الدین حقاني ته منسوب ایکس پاڼې لیکلي،«د مشرانو شهادتونه مونږ نه کمزوري کوي»

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وژنې ته غبرګون کې سراج الدین حقاني ته منسوب ایکس پاڼې د نوموړي وژل کیدل تایید کړي او لیکلي:«د مشرانو شهادتونه موږ نه کمزوري کوي بلکې عزمونه مو نور هم راقوي کوي.»

ښاغلي حقاني ته منسوب دغې پاڼې لیکلي چې خلیل الرحمن ريښتنی، مشر او له لمبو را وتلی سړی وو چې آرمان یې شهادت وو او خپلې موخې ته ورسید.

د یادونې وړ ده چې خلیل الرحمن حقاني په کابل ښار کې د کډوالو چارو وزارت د ننه شوې برید کې د څلورو نورو کسانو سره یوځای وژل شوی.

د خلیل الرحمن حقاني وژنې ته غبرګونونه؛حلیم فدایي وایي، نوموړی د هیبت الله په مستقیم امر یا د هغه په مشوره وژل شوی

د پکتیا پخوانی والي حلیم فدایي د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وژنې ته په غبرګون کې په خپل ایکس پاڼې لیکلي:«دا کار یا د هیبت الله په مستقیم هدایت او یا لږ تر لږه د هغه په مشوره او تفاهم ترسره شوی دی. هیبت الله د دې اقدام له لارې غواړي ښکاره پیغام ورکړي چې دی یوازې د سیاسي حذف نه، بلکې د حقاني شبکې د فزیکي حذف توان هم لري.»
فدایي لیکلي چې دغه وژنه د طالبانو د امنیت ادعاوې هم ننګولی دی.
دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې یوازې یوه ورځ وړاندې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په غیر مستقیم ډول د خپل امیر انحصاري سیاستونه په کلکو ټکو غندلي وو.

د طالبانو حکومت د روسیې فدراسیون د پارلمان هغه اقدام ستایلی، چې له مخې دغه هېواد کولای شي د طالب چارواکو نومونه له تور نوملړ لرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د کچې لوړوالی بللی دی.

بل لورته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغه پرېکړې هرکلی کړی.

د یادونې ده چې د روسیې پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې روسیه د طالب چارواکو نومونه د ترهګرو ډلو له نوملړ ایستلی شي.

د طالبانو حکومت د روسیې فدراسیون د پارلمان هغه اقدام ستایلی، چې له مخې دغه هېواد کولای شي د طالب چارواکو نومونه له تور نوملړ لرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د کچې لوړوالی بللی دی.

بل لورته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغه پرېکړې هرکلی کړی.

د یادونې ده چې د روسیې پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې روسیه د طالب چارواکو نومونه د ترهګرو ډلو له نوملړ ایستلی شي.

‏د زړه حملې پر مهال خپل ژوند څنګه په لسو ثانیو کې وژغورو؟

که تاسو د زړه د حملې ښکار شئ او شاوخوا هیڅوک هم حاضر نه وي، نو په لسو ثانیو کې د خپل ژوند ژغورلو لپاره څه کولی شئ؟ تصور وکړئ چې ماښام ۷:۲۵ دي، تاسو یوازې کور ته روان یاست، چې ناڅاپه ستاسو په سینه کې شدید درد پېښېږي. دا درد ستاسو لاسونو ته غځېږي او بیا ستاسو تر زنې پورې رسېږي.

تاسو د خپل کور څخه پنځه میله لیرې یاست او نږدې روغتون ته ځان رسولو توان نه لرئ. تاسو کېدای شي د سی پي آر (CPR: Cardio Pulmonary Resuscitation) په تخنیک روزل شوي یاست، خو دا نه ده درښوول شوې چې دا پر ځان څنګه وکاروئ. په داسې حالت کې، د زړه د حملې څخه ځان ژغورلو لپاره لاندې ګامونه تعقیب کړئ:

د ژغورنې طریقه:

زیاتره کسان د زړه د حملې پر مهال یوازې وي، د ساه اخیستلو ستونزه لري او بې هوښه کېدل پېلیږي. په دې حالت کې یوازې لس ثانیې وخت وي چې د ځان ژغورلو هڅه وکړي.

په داسې وخت کې باید ژر ژر او په زوره ټوخئ. مخکې له هر ټوخي باید ژوره سا واخلئ، او ټوخی دومره زورور وي چې له سینه څخه فشار حس کړئ.

دا عمل باید هر دوه ثانیې تکرار کړئ ترڅو چې مرسته ورسېږي.

ژوره ساه اخیستل سږو ته اکسیجن رسوي، او زورور ټوخی زړه ته سکون ورکوي او د وینې جریان منظم ساتي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛سبا ماښام د افغانستان په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، سبا د افغانستان په اړه ناسته وکړي.

په دې ناسته کې د یوناما مشره روزا اتونبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کوي.

لاهم د یادې ناستې بشپړه اجنډا نه ده په ډاګه شوې.

ټاکل شوې چې دا ناسته د پنج‌شنبې ماښام پیل شي.

ننګرهار؛یو سړي خپله مېرمن وژلې او بیا یې د خپلې مور په واسطه سوځولې ده

ننګرهار کې یو سړي خپله مېرمن وژلې او وروسته یې د خپلې مور په واسطه د هغې جسد سوځولی دی.

ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند طیب حماد ویلي، چې دا پېښه تېره یکشنه د ننګرهار د اتمې ناحیې اړوند دامان سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړي ویلي، چې د پېښې په اړه یې قاتل او د هغه مور نیولې ده.

هغه د یاد قتل د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

اسرائیل:سوریه کې مو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۴۸۰ بریدونه کړي

0

اسرائیل وایي، ویلي په سوریه کې یې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۴۸۰ ستراتیژیک نظامي اهداف په نښه کړي دي.

د اسرائیل پوځ وایي پدې ۴۸۰ بریدونو کې ۱۵ یې د بحري ځواکونو په جنګي کښتیو شوي.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې سوریه کې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو او کیمیاوي وسلو ځایونه هم په نښه شوي.

سرګي ریابکوف:بشارالاسد محکمې ته نه سپارو

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوفو ویلي، چې دوی بشار الاسد په ډېر خوندې ډول مسکو ته انتقال کړی دی.

نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا اسد به محکمې ته تسلیم کړي ویلي، روسیه د هغه کنوانیسیون غړې نه دی، چې د هاګ نړیوالې محکمې دېوان یې تاسیس کړی وي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې روسیي چارواکو ویلي وو، چې پوتین بشارالاسد ته شخصي پناه ورکړې ده.