د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوې او دا پیسې به د خوراکي توکو د پېرلو لپاره وکارول شي.
ټرمپ زیاته کړې چې ایران به غلې دانې، سویا او نور اړین توکي له امریکايي کروندګرو څخه ترلاسه کړي، هغه څه چې د ده په وینا د امریکا د کرنیز سکتور لپاره ګټور دي.
بل لور ته، د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي ویلي چې د ازادو شویو پیسو د لګښت څرنګوالی د پخوانۍ هوکړې له مخې ټاکل شوی او ایران د توکو د پېرلو په برخه کې خپلواک تصمیم نیسي.
همداراز، د امریکا او ایران ترمنځ د سویس په مذاکراتو کې د پرمختګ راپورونه ورکړل شوي او دواړو لورو د خبرو اترو لومړنۍ پایلې مثبتې بللې دي.
د ایران چارواکو ویلي چې له نړیوالو ادارو سره به تعامل د هېواد د قوانینو او ملي پرېکړو له مخې دوام ولري.

