دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 71

ډونالډ ټرمپ:د ایران جګړه پای ته نږدې ده؛ خو لا نه ده ختمه شوې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې په اړه ویلي چې دې جګړه نږدې پای ته رسېدلې ده، خو کار لا هم بشپړ شوی نه دی.

هغه زیاته کړې، که جګړه سمدستي هم ودرول شي، د هېواد بیا رغونه به شاوخوا ۲۰ کاله وخت ونیسي.

ټرمپ ټینګار کړی چې د ایران حکومت د یوې هوکړې کولو لپاره ډېر لېوالتیا لري او یو عالي تړون به ترلاسه شي.

هغه د جګړې په اړه ویلي چې اړ شوی و خپل تمرکز له نورو مسایلو لرې کړي، ځکه که داسې یې نه وای کړي، نو ایران به اوس اټومي وسلې لرلې.

د پاکستان لومړی وزیر؛شهباز شریف د څلور ورځني سفر لپاره لومړی سعودي عربستان ته تللی

0

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي چې شهباز شریف نن خپل څلور ورځنی سفر سعودي عربستان ته په رسیدو سره پیل کړی دی.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د خبرو د دوهم پړاو د احتمالي ترسره کېدو اټکل کېږي.

راپورونه وایي چې دواړو هېوادونو تېره اوونۍ په اسلام‌آباد کې د وروستیو لسیزو تر ټولو لوړې کچې خبرې کړې دي.

د لومړي وزیر دفتر زیاتوي چې شهباز شریف به په سعودي عربستان کې د محمد بن سلمان سره د سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

د سفر په دوام کې به هغه قطر او ترکیه ته هم ولاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په سعودي عربستان او قطر کې به لیدنې د دوه‌اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې ترسره شي.

همدارنګه ټاکل شوې چې شهباز شریف په ترکیه کې د مجمع دیپلماسی آنتالیا کې ګډون وکړي، او د دې غونډې په څنډه کې به د رجب طیب اردوغان او نورو مشرانو سره دوه‌اړخیزې لیدنې هم ولري.

اسماعیل بقایي:د امریکا له‌خوا سمندري محاصره ښايي د اوربند د نقض پیل وي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې سمندري محاصره کولای شي د اوربند د ماتېدو پیل وي او د ایران وسله‌وال ځواکونه به هر ځای چې اړتیا وي، مناسب غبرګون وښيي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په لبنان کې د جګړې درول د اوربند لپاره د ایران له اساسي شرطونو څخه و او که دا اوربند مات شي، نو ورته به متناسب ځواب ورکړل شي.

بقایي زیاته کړې، چې په لبنان کې د جګړې بندېدل د امریکا سره د احتمالي هوکړې له مهمو شرطونو څخه ګڼل کېږي.

هغه همداراز ویلي، چې له امریکا سره د هوکړې په اړه خبرې لا تر اوسه وروستي پړاو ته نه دي رسېدلې او نهايي پرېکړه لا نه ده شوې.

امیرخان متقي؛په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره د ارومچي پر مذاکراتو غږېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې امیرخان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر، فیصل طلق البقمي سره کتلي.

یاد وزارت ویلي، چې د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو د سیمه‌ییزو بدلونونو او د ارومچي په ښار کې د ترسره شویو وروستیو مذاکراتو په اړه خبرې کړې.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې امیرخان متقي د پاکستاني لوري سره د ارومچي په مذاکراتو رڼا واچوله او هیله یې څرګنده کړه، چې تخنیکي مسایل او بېلابېل تعبیرونه د خبرو د بهیر د پرمختګ مخه ونه نیسي.

هغه د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.

بل لور ته، د سعودي عربستان سفیر ویلي، چې د هغه هېواد لپاره په افغانستان کې سیاسي او امنیتي ثبات او همداراز اقتصادي پرمختګ ډېر مهم دی او په دې برخو کې د افغانستان ملاتړ کوي.

د طالبانو حکومت عدلیې وزارت:په تېرو څلورو کلونو کې ۱۷۵ تقنيني اسناد خپاره شوي

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې ۱۷۵ تقنيني اسناد له توشیح وروسته خپاره کړي دي.

د وزارت په وینا، په دغو اسنادو کې ۷۲ فرمانونه، ۶۱ حکمونه او ۱۷ قوانین شامل دي، چې د هېواد د بېلابېلو برخو د تنظیم لپاره چمتو شوي دي.

عدلیې وزارت زیاته کړې، چې په دې موده کې یو شمېر مهم قوانین هم نافذ شوي، چې پکې د مالي محاسبې قانون، د مبلغینو قانون، د مشاعرو د تنظیم قانون، د ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته ترلاسه کولو قانون، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون، د شکایتونو د اورېدو قانون، د صرافانو او مالي خدماتو قانون او د صنعتي ساحو قانون شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه تقنيني اسناد د رسمي جریدې له لارې او همداراز د کتابونو په بڼه خپاره شوي، او برېښنايي نسخې یې هم د وزارت پر وېبپاڼه د خلکو لپاره لاسرسي کې دي.

ډونالډ ټرمپ:که ایران هوښیارانه عمل وکړي، اوسنی وضعیت به ژر پای ته ورسېږي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، که ایران هوښیارانه عمل وکړي، نو روان وضعیت به په چټکۍ سره پای ته ورسېږي.

ټرمپ زیاته کړې: «موږ کولی شو د ایران ټولې برېښنايي بټۍ په یوه ساعت کې له منځه یوسو.»

هغه همداراز ویلي، چې د نفتو بیې به بېرته خپلې پخوانۍ کچې ته راستنې شي او ښايي تر هغې هم ټیټې شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، که اوس له وضعیت څخه لاس واخستل شي، نو د ایران بیا رغونه به شاوخوا شل کاله وخت ونیسي.

ټرمپ وویل: «موږ لا کار نه دی بشپړ کړی، خو ګورو به چې څه کېږي. زما په اند، هغوی ډېر د یوې موافقې غوښتونکي دي.»

نېټ‌بلاکس:په ایران کې د انټرنېټ بندیز ۴۷مې ورځې ته داخل شو

0

د انټرنېټ د څار نړیوال بنسټ نېټ‌بلاکس راپور ورکړی، چې په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدل ۴۷مې ورځې ته داخل شوي او تر دې دمه له ۱۱۰۴ ساعتونو زیات وخت تېر شوی دی.

نېټ‌بلاکس ویلي، دا محدودیتونه لا هم په جدي ډول د خلکو پر ژوند اغېز کوي او د دې لامل شوي، چې ایرانیان ونه شي کولای په بهر کې د خپلو ملګرو او د کورنۍ د غړو له وضعیت څخه ځان خبر کړي.

د راپور له مخې، د انټرنېټ دوامداره بندیز د اړیکو، معلوماتو ته د لاسرسي او ورځنیو چارو پر بهیر پراخ منفي اغېز کړی دی.

مسعود پزشکیان:ایران جګړه نه غواړي؛ خو د فشار او تحمیل هره هڅه به ناکامه شي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې تهران د جګړې او بې‌ثباتۍ غوښتونکی نه دی او تل یې له نورو هېوادونو سره پر خبرو اترو او رغنده تعامل ټینګار کړی دی.

پزشکیان زیاته کړې، هر ډول هڅه چې پر ایران خپله اراده وتپي یا یې تسلیمېدو ته اړ کړي، له ماتې سره به مخ شي او ټینګار یې کړی چې د ایران ملت به هېڅکله دا ډول چلند ونه مني.

نوموړي همداراز ویلي، چې پر نورو هېوادونو هر ډول پوځي اقدام د نړیوالو منل شوو اصولو خلاف دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د «اسلامي امارت» له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه مرستې ورسېدې

د طالبانو حکومت وایي، چې د افغانستان له لوري د غزې خلکو ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې د مصر د رفح بندر له لارې رسول شوې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل ویلي، دغه مرستې د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ برابرې شوې وې او د «اسلامي امارت» له لوري استول شوي پلاوي په مصر کې پېرلې او چمتو کړې وې، چې وروسته غزې ته ولېږدول شوې.

د تکل په وینا، دا مرستې په ۴۲ لاریو کې انتقال شوې دي، چې پکې خوراکي توکي، جامې او نور اړین مواد شامل دي.

هغه ویلي، چې د دغو مرستو ټول ارزښت شاوخوا پنځه لکه امریکايي ډالرو ته رسېږي او ټاکل شوې ده چې نږدې ۲۲ زره کورنیو ته ووېشل شي.

تکل زیاته کړې، چې دا مرستې د فلسطین له خلکو سره د بشري ملاتړ په موخه ترسره شوې دي.

فایننشل ټایمز:ایران د چینایي سپوږمکۍ په مرسته په سیمه کې بریدونه همغږي کوي

0

د فایننشل ټایمز یو تازه راپور د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت په اړه نوي تازه اندېښنې راپارولې دي.

د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران له خوا د چین پرمختللې سپوږمکۍ د سیمه‌ییزو بریدونو د دقیقې همغږۍ لپاره کارول شوې ده.

د راپور پر بنسټ، سپوږمکۍ TEE-01B د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې توغول شوې او وروسته په فضا کې د انتقال له لارې د سپاه هوايي-فضايي ځواک ته وسپارل شوه.

دا پرمختللې تخنیکي پروسه د پوځي همکاریو د نوې مرحلې نښه بلل کېږي.

څېړنه ښيي چې دغه سپوږمکۍ د مارچ ۱۴مې د برید پر مهال مهم رول لوبولی، ځکه چې د سعودي عربستان د «پرنس سلطان» هوايي اډې تازه او دقیق انځورونه یې برابر کړي وو.

په همدې برید کې د امریکا د پوځ څو مهمې الوتکې زیانمنې شوې، او پېښه وروسته د ډونالډ ټرمپ له خوا هم تایید شوه.

راپور دا هم په ډاګه کوي چې د یادې سپوږمکۍ کارونه یوازې د یوه برید پورې محدوده نه ده، بلکې د سیمې پر مهمو پوځي او لوژستیکي مرکزونو د دوامدار څار او معلوماتو راټولولو لپاره کارول کېږي، چې دا چاره د جګړې په ډګر کې د معلوماتي برلاسۍ د پیاوړتیا هڅه بلل کېږي.