چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Homeکورپاڼهاسماعیل بقایي:د امریکا له‌خوا سمندري محاصره ښايي د اوربند د نقض پیل...

اسماعیل بقایي:د امریکا له‌خوا سمندري محاصره ښايي د اوربند د نقض پیل وي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې سمندري محاصره کولای شي د اوربند د ماتېدو پیل وي او د ایران وسله‌وال ځواکونه به هر ځای چې اړتیا وي، مناسب غبرګون وښيي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په لبنان کې د جګړې درول د اوربند لپاره د ایران له اساسي شرطونو څخه و او که دا اوربند مات شي، نو ورته به متناسب ځواب ورکړل شي.

بقایي زیاته کړې، چې په لبنان کې د جګړې بندېدل د امریکا سره د احتمالي هوکړې له مهمو شرطونو څخه ګڼل کېږي.

هغه همداراز ویلي، چې له امریکا سره د هوکړې په اړه خبرې لا تر اوسه وروستي پړاو ته نه دي رسېدلې او نهايي پرېکړه لا نه ده شوې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here