دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 72

ډونالډ ټرمپ:که زه ولسمشر نه وای، نړۍ به له منځه تللې وه

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره د اوربند د مودې غځولو ته فکر نه کوي او دا کار ضروري نه ګڼي.

ټرمپ ویلي: «زه فکر کوم په راتلونکو دوو ورځو کې به تاسو حیرانوونکي بدلونونه ووینئ.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا جګړه به د یوې موافقې له لارې پای ته ورسېږي او که یوازې به اعلان وکړي چې «د هغوی وړتیا مو له منځه یووړه»، وویل: «دا موضوع کېدای شي په هر ډول پای ته ورسېږي، خو زه فکر کوم چې موافقه غوره انتخاب دی، ځکه په هغه صورت کې هغوی کولی شي بیا رغونه وکړي.»

نوموړي زیاته کړې، چې د ده په وینا اوس په ایران کې «بیل ډول حکومت» رامنځته شوی او ادعا یې کړې چې تندلاري له منځه وړل شوي دي.»

ټرمپ همداراز وویل: «که زه ولسمشر نه وای، نړۍ به له منځه تللې وه.»

تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه د ایران له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، او د وضعیت په اړه لا هم بېلابېل اټکلونه روان دي.

سنتکام:د ایران پر بندرونو سمندري محاصره بشپړه شوې او سمندري سوداګري درېدلې

0

د امریکا مرکزي قومانداني (سنتکام) ویلي چې امریکايي ځواکونو د سمندري محاصرې له لارې د ایران ټولې هغه اقتصادي راکړې ورکړې درولې دي، چې د سمندر له لارې ترسره کېدې.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: «د ایران د بندرونو محاصره په بشپړه توګه عملي شوې ده او د امریکا ځواکونو په منځني ختیځ کې خپله سمندري برتري ساتلې ده.»

سنتکام زیاته کړې، چې د اټکل له مخې د ایران شاوخوا ۹۰ سلنه اقتصاد د نړیوالې سمندري سوداګرۍ له لارې تأمینېږي.

د اعلامیې له مخې، د محاصرې له پیل څخه په لږ تر لږه ۳۶ ساعتونو کې دننه، امریکايي ځواکونو ټول هغه اقتصادي فعالیتونه درولي چې د سمندر له لارې ایران ته داخلېدل یا ترې وتل.

تر اوسه د دې ادعاوو په اړه د ایران رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

ډونالډ ټرمپ:پاپ لېو ته دې وویل شي چې ایران په تېرو دوو میاشتو کې لسګونه زره بې وسلې معترضان وژلي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیال کې په یوه پیغام کې ویلي، چې د کاتولیکانو د مذهب مشر پاپ لېو ته باید وویل شي، چې د ده په وینا ایران په تېرو دوو میاشتو کې لسګونه زره بې‌وسلې معترضان وژلي دي.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې د ایران له لوري د اټومي بم لرل په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

ټرمپ په بل پیغام کې د ناټو پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ناټو په هغه وخت کې چې امریکا ورته اړتیا لرله، د واشنګټن تر څنګ نه و ولاړ او ښايي په راتلونکې کې هم دا کار ونه کړي.

نوموړي په وروستیو اوونیو کې څو ځله د ناټو پر غړو هېوادونو انتقاد کړی، چې د ایران پر وړاندې په عملیاتو کې یې برخه نه ده اخیستې او همداراز یې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په موضوع کې له امریکا سره همغږي نه ده کړې.

ټرمپ مخکې هم ویلي وو، چې ځینې اروپايي متحدان د سیمې د امنیت په ټینګښت او د واشنګټن د اقداماتو په ملاتړ کې کافي ونډه نه لري.

وال‌سټریټ ژورنال:امریکايي سمندري ځواکونو د ایران سواحلو ته نږدې د اته بېړیو مسیر اړولي

0

وال سټریټ ژورنال د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا سمندري ځواکونو د دوشنبې ورځې له سهاره د ایران د جنوبي سواحلو د محاصرې له پیل راهیسې د اته تیلو وړونکو غټو بېړیو مسیر اړولی دی.

د راپور له مخې، دغه بېړۍ یا د ایران بندرونو ته داخلېدلې او یا ترې وتلې.

امریکايي چارواکو ویلي، چې په ټولو اتو پېښو کې د امریکا ځواکونو د راډیويي اړیکو له لارې د بېړۍ له عملې سره تماس نیولی او هغوی ته یې د مسیر د بدلولو امر کړی دی.

د سرچینې په وینا، ټولو بېړیو د امریکا د ځواکونو لارښوونې منلې دي، او اړتیا نه ده پېښه شوې چې بېړۍ وپلټل شي یا پرې مستقیم عملیات ترسره شي.

تر اوسه د دې پېښې په اړه د ایران له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

ډونالډ ټرمپ:د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ پای ته نږدې دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ پای ته نږدې شوی دی.

نوموړي دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې کړې دي، چې ټاکل شوې ده د چهارشنبې په ورځ په بشپړه توګه خپره شي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران جګړه پای ته رسېدلې، ویلي: «هو، زه فکر کوم چې پای ته نږدې ده.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکایي چارواکو او ایران ترمنځ د سولې خبرو اترو د نوي پړاو د پیل په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د راپورونو له مخې، تمه ده چې دواړه لوري به د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرې اترې پیل کړي.

تر اوسه د دواړو هېوادونو له لوري د دغو خبرو د پایلو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي، او د وضعیت په اړه لا هم ابهام موجود دی.

سنتکام:شاوخوا لس زره سمندري او هوايي ځواکونه مو د ایران د بندرونو پر څار بوخت دي

0

د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنتکام اعلان کړی چې څه باندې لس زره سمندري او هوايي ځواکونه د ایران د بندرونو د څار او د بېړیو د تګ‌راتګ د محدودولو په عملیاتو بوخت دي.

د راپورونو له مخې، دا ځواکونه د جنګي بېړیو او الوتکو په ملاتړ هڅه کوي چې د ایران بندرونو ته د داخلېدونکو او وتونکو کښتیو حرکت کنټرول کړي.

دا اقدام د امریکا او ایران ترمنځ د لنډمهالي اوربند سره هممهاله ترسره شوی دی.

د ډونالډ ټرمپ له خوا تر دې وړاندې د هرمز تنګي د سمندري کلابندۍ ګواښ هم شوی و، چې نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

په همدې حال کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان دا اقدام خطرناک او غیرمسوولانه بللی دی.

انتونیو ګوتریش:د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند ساتنه او د مذاکراتو بیا پیل اړین دی

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د ایران او امریکا ترمنځ د جدي مذاکراتو د بیا پیل او د اوربند د ساتلو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي چې له ایران سره د خبرو د بیا پیل احتمال شته او ټینګار یې کړی چې د تاوتریخوالي پر ځای باید دیپلوماسي او نړیوال قوانین مراعات شي.

هغه زیاته کړې چې په هرمز تنګي کې د نړیوالو کښتۍ تګ راتګ حقونه باید خوندي پاتې شي.

ګوتریش د اسرائیل او لبنان ترمنځ د خبرو په اړه ویلي چې که څه هم د سمدستي حل تمه نه کېږي، خو د بدلون لپاره زمینه برابرول مهم دي.

ډونالډ ټرمپ:ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې، ښایي دوو ورځو کې بیا اسلام آباد کې پیل شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره مهمې خبرې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې په پاکستان کې بیا پیل شي.

ټرمپ له «نیویارک پوسټ» سره په مرکه کې وویل، واشنګټن چمتو دی چې یو ځل بیا پاکستان ته د خبرو لپاره ولاړ شي، او ټینګار یې وکړ چې د پرمختګ نښې لیدل کېږي.

هغه د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر، رول وستایه او ویې ویل چې نوموړي د خبرو د تنظیم او پرمخ بیولو لپاره «فوق‌العاده هڅې» کړې دي.

فاطمه مهاجراني:پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له امله ۲۷۰میلیارده ډالره زیان اووښتی

0

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، چې پر دغه هېواد د امریکا او اسراییل د وروستیو بریدونو له امله اوښتي زیانونه، د لومړنیو ارزونو له مخې، شاوخوا ۲۷۰ میلیارده ډالره اټکل شوي دي.

مهاجراني له روسي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د جګړې د تاوان موضوع د ایران د مذاکراتي ټیم له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او دا مسئله د اسلام‌اباد په خبرو کې هم تعقیب شوې ده.

هغې پرته له دې چې دقیق جزیات وړاندې کړي، وویل: «زیانونه عموماً په څو برخو کې ارزول کېږي، خو تر دې مهاله د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د ایران تاوان شاوخوا ۲۷۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.»

ایټالیا؛له اسراییل سره دفاعي تړون وځنډاوه

0

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني اعلان کړی چې هېواد یې له اسراییل سره د دفاعي همکارۍ تړون موقتي ځنډولی دی.

ملوني د ورونا ښار په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې حکومت یې پرېکړه کړې چې د اسراییل سره د ۲۰۰۳ کال دفاعي تړون نور په اوتومات ډول تمدید نه کړي.

نوموړې زیاته کړه چې دا اقدام د «اوسني وضعیت» په پام کې نیولو سره ترسره شوی دی.

دغه تړون چې هر پنځه کاله وروسته په اوتومات ډول نوی کېده، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پوځي تجهیزاتو تبادله او تخنیکي همکارۍ تنظیمولې.

همدا رنګه، تېره اوونۍ د اسراییل دفاعي ځواکونو د لبنان پلازمېنې بیروت ته نږدې د ایټالوي سوله ساتو پر کاروان د خبرداري ډزې وکړې؛که څه هم په پېښه کې چا ته زیان ونه رسېد، خو روم دا اقدام «په بشپړه توګه د منلو وړ نه» وباله.

له بلې خوا، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني د یادې پېښې وروسته څو ځله د اسراییل سفیر ورغوښتی او د وضاحت غوښتنه یې کړې ده.