د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې تهران د جګړې او بېثباتۍ غوښتونکی نه دی او تل یې له نورو هېوادونو سره پر خبرو اترو او رغنده تعامل ټینګار کړی دی.
پزشکیان زیاته کړې، هر ډول هڅه چې پر ایران خپله اراده وتپي یا یې تسلیمېدو ته اړ کړي، له ماتې سره به مخ شي او ټینګار یې کړی چې د ایران ملت به هېڅکله دا ډول چلند ونه مني.
نوموړي همداراز ویلي، چې پر نورو هېوادونو هر ډول پوځي اقدام د نړیوالو منل شوو اصولو خلاف دی.

