د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې امیرخان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر، فیصل طلق البقمي سره کتلي.
یاد وزارت ویلي، چې د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو د سیمهییزو بدلونونو او د ارومچي په ښار کې د ترسره شویو وروستیو مذاکراتو په اړه خبرې کړې.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې امیرخان متقي د پاکستاني لوري سره د ارومچي په مذاکراتو رڼا واچوله او هیله یې څرګنده کړه، چې تخنیکي مسایل او بېلابېل تعبیرونه د خبرو د بهیر د پرمختګ مخه ونه نیسي.
هغه د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.
بل لور ته، د سعودي عربستان سفیر ویلي، چې د هغه هېواد لپاره په افغانستان کې سیاسي او امنیتي ثبات او همداراز اقتصادي پرمختګ ډېر مهم دی او په دې برخو کې د افغانستان ملاتړ کوي.

