د افغانستان د کرکټ کډواله ښځینه لوبډله په جون میاشت کې د ښځو د ۲۰ اووریز نړیوال جام لپاره انګلېنډ ته سفر کوي.
دغه لوبډله غواړي د نړیوالو سیالیو لپاره د رسميت پېژندنې او د افغانستان په نوم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کولو هڅې دوامداره وساتي.
راپورونه ښیي چې افغان لوبغاړې به په انګلېنډ کې د ښځو شل اووریز نړیوال جام لوبې وکوري، خپلمنځي شل اووریزې لوبې به وکړي او هم به ورته د تمرین ځانګړي فرصتونه برابر شي.
د انګلېنډ کرکټ بورډ دغې هېواد ته د افغان کډوالې ښځینه لوبډلې سفر له فرهنګي او ورزشې اړخه مهم بللی. خو په ورته مهال یې ټینګار کړی چې لا هم نه غواړي د افغانستان نارینوو لوبډلې سره دوه اړخیزې لوبې وکړي.
بل لور، د افغانستان د پارلمان پخوانۍ وکیلې او فعالې سیاسې څېرې فوزیه کوفي په خپله اېکس پاڼه انګلېنډ ته د افغان ښځینه لوبډلې سفر د خپلو هڅو پایله او لاسته راوړنه بللې، خو په داسې حال کې چې تېر کال هم یاده لوبډله د ښځو د یو ورځني نړیوال جام پر مهال هند ته بلل شوې وه او د سیالیو پر مهال موجوده وه.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ډېری لوبغاړی له هېواده ووتلې او اوس په اسټرالیا کۍ د افغانستان د کډوالې ښځینه لوبډلې په نوم پېژندل کیږي چې د تېر زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې یې د بې پولې کرکټ بنسټ له خوا له جوړې شوې لوبډلې سره لوبې هم وکړې.

