د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان د خاموشه خوړو کمښت او خوارځواکۍ له سخت بحران سره مخ دی، چې تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېږي.
د راپور له مخې، دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۳.۸ میلیونه کسان د شدیدې لوږې سره مخ دي او نږدې ۵ میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکوونکې ښځې په خوارځواکۍ اخته دي.
دغه سازمان ویلي، اقتصادي سقوط، بېکاري، اقلیمي بدلونونه او د پاکستان سره د سرحدي لارو تړل کېدل د خوراکي توکو بیې لوړې کړي او د بشري مرستو رسولو بهیر یې سخت اغېزمن کړی دی.
د یاد سازمان د افغانستان مشر جان آیلیف ویلي: «د تغذیې مرستې اختیاري نه دي، بلکې د میلیونونو افغان ښځو او ماشومانو لپاره د ژوند کرښه ده.»
ډبلیو ایف پي زیاته کړې، د بودجې کمښت له امله یې مرستې محدودې شوي او اوس یوازې د افغانستان د اړتیا لرونکو ماشومانو او میندو یوې کوچنۍ برخې ته رسېدلی شي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، که دوامدار مالي ملاتړ او بشري مرستې دوام ونه کړي، زرګونه نور افغان ماشومان او ښځې به د ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ شي.

