واشنګټن یو ځل بیا د ایران پر ضد د بندیزونو نوې بسته اعلان کړې، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو افراد، شرکتونه او سمندري کښتۍ په نښه شوي دي.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې په دې تازه لېست کې ټول ۱۲ کسان شامل دي، چې پکې ۴ ایرانیان، یو مصري، ۵ فلسطینیان، یو هسپانوی او یو د ترکیې وګړی شامل دي.
د واشنګټن په وینا، دغه کسان د هغو شبکو برخه ګڼل کېږي چې له بندیزونو د سرغړونې او مالي فعالیتونو له لارې له ایران سره تړاو لري.
همدارنګه په دې بندیزونو کې ۲۹ شرکتونه او سازمانونه هم راغلي، چې ترڅنګ یې ۱۹ سمندري کښتۍ هم د امریکا د بندیزونو په لېست کې شاملې شوې دي.
د خزانې وزارت د دغو اقداماتو هدف د هغو مالي او لوژستیکي شبکو محدودول بللي چې واشنګټن یې د ایران په ګټه فعالې ګڼي.
امریکا تر دې وړاندې هم څو ځله د ایران او د هغه له همکارو شبکو سره تړلي افراد او ادارې په بندیزونو کې شاملې کړي، خو تهران تل دا ډول اقدامات سیاسي او غیر قانوني بللي دي.

