افغانه غر ختونکې ذکیه احمد پرون پنجشنبه د اېوېرېسټ غره؛ د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته وختله او لومړنۍ افغانه ښځه شوه چې دغه کارنامه جوړوي.
د پاکستان د غره ختنې رسمي ادارې الپاین کلب په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ذکیه احمد د پنجشنبې په سهار د نیپال د خومبو سیمې د تامي کلي له دوو نیپالي لارښوونکو «دوا ټېنزینګ شیرپا او فربا ګیالجین شیرپا» سره یوځای د ۸ زره ۸۴۸ مترو لوړې څوکې سر ته ورسېده.
ذکیه احمد چې د بشري حقونو فعاله او غرختونکې ده، د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ووتله او اوس په اسټرالیا کې اوسیږي.
آغلې احمد په داسې وخت کې یاده کارنامه جوړوي چې په ټول افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو په هر ډول ورزش او لوبو بندیز لګېدلی، هم مهاله د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته د ذکیې احمد د پورته کېدو کارنامه په نړیواله کچه له پراخو ستاینو سره بدرګه شوې.

