سه شنبه, مې 19, 2026
Homeکورپاڼهفاطمه مهاجراني:هېواد په جګړه‌ییزو شرایطو کې دی، او ځینې پرېکړې له همدې...

فاطمه مهاجراني:هېواد په جګړه‌ییزو شرایطو کې دی، او ځینې پرېکړې له همدې وضعیت سره تړاو لري

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې حکومت یې د انټرنېټ د لاسرسي د محدودولو پلوی نه دی او د ټولو سرچینو، په ځانګړي ډول انټرنېټ ته د لاسرسي په برخه کې د تبعیض مخالف دی.

هغې په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې حکومت هڅه کوي د موجودو ملاحظاتو او د رهبر د لارښوونو په پام کې نیولو سره د انټرنېټ په برخه کې شته ستونزې حل کړي، څو یو عادلانه وضعیت رامنځته شي.

مهاجراني همدارنګه ویلي چې هېواد په «جګړه‌ییزو شرایطو» کې قرار لري او ځینې حکومتي پرېکړې د همدې وضعیت له اغېزو سره تړاو لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here