د بغلان ولایت د طالبانو حکومت د والي ویاند ویلي چې د تېرې شپې سېلابونو لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي.
هغه ويلي چې د دغې سیلابونو له کبله له ۲۰۰ زیات کورونه او زرګونه جریبه ځمکه تخریب شوې ده.
بل لور ته د فواید عامې وزارت د سالنګ لویه لار تړلې او له خلکو یې غوښتي چې له دې لارې تر بلې خبرتيا تګ ونه کړي.
په ورته وخت کې د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د جوزا په ۱ او ۲ نېټه په ۱۸ ولایتونو کې د سېلاب خطر شته او خلک دې د اوبو لارو او سېلابخیزو سیمو څخه ځان وساتي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د کابل ــ جلال اباد لويه لار هم د غر ښوېدنې له کبله تړل شوې وه.

