چهارشنبه, جولای 1, 2026
Home Blog Page 7

اوچا:په افغانستان کې د پاکستان بریدونو ملکي وګړو ته درانه زیانونه اړولي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا خبرداری ورکړی چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو او بریدونو اصلي قربانیان ملکي وګړي دي.

د یاد دفتر په وینا، په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان په بریدونو کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي او ټپیان شوي، او ګڼ استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.

اوچا ویلي چې د دغو بریدونو له امله یو شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

مرستندویه ادارې د زیانمنو کورنیو اړتیاوې ارزوي او د بېړنیو بشري مرستو د رسولو لپاره چمتووالی نیسي.

له دې وړاندې يوناما هم تایید کړې وه چې د خوست، کونړ او پکتیکا په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

اوچا له پاکستان او افغانستان غوښتي چې د نړیوال بشري قانون اصول مراعات کړي، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د ملکي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

گوترش خواستار توقف فوری درگیری‌ها میان پاکستان و افغانستان شد

آنتونیو گوترش دبیرکل سازمان ملل متحد، با ابراز نگرانی عمیق از درگیری‌های اخیر میان پاکستان و طالبان خواستار توقف فوری خصومت‌ها و حفاظت از غیرنظامیان شد.

استفان دوجاریک، سخنگوی دبیرکل سازمان ملل روز دوشنبه در یک نشست خبری اعلام کرد که گوترش از افغانستان و پاکستان خواسته است اختلافات خود را از طریق گفت‌وگو و راه‌حل‌های دیپلماتیک حل‌وفصل کنند.

این درخواست در حالی مطرح می‌شود که تنش‌ها و درگیری‌های مرزی میان دو طرف در روزهای اخیر افزایش یافته و نگرانی‌ها درباره پیامدهای انسانی آن شدت گرفته است.

ضیاءالحق امرخېل:پاکستان له افغانستان سره ژوره دښمني لري او هغه په بېلابېلو لارو پالي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د پاکستان له لوري پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د وروستیو هوايي بریدونو په اړه ويلي، که افغانان یو متحد ملت وي، یو بل وزغمي، او علم او زده‌کړو ته عملي ارزښت ورکړي، هېڅ هېواد به د افغانستان پر خاوره د تېري جرأت ونه کړي.

ښاغلي امرخېل ويلي چې پاکستان له افغانستان سره ژوره دښمني لري او هغه په بېلابېلو لارو پالي.

نوموړي زیاته کړې:«د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېرې شپې برید په کلکو ټکو غندم، او باور لرم چې دغه ډول ظالمانه بریدونه به، ان‌شاءالله، زموږ ملت لا ډېر متحد کړي.»

د افغان ملت ګوند مشر:پاکستان دې د پوځي اقدام پر ځای د متقابل احترام او مسؤلانه سیاست لاره خپله کړي

د افغان ملت ګوند په کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان له لوري په وروستیو هوایي بریدونو اندېښنه ښودلې.

د ياد‌ ګوند مشر ستانه ګل شیرزاد دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو خلاف، د سیمې د ثبات لپاره زیانمنې او د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

هغه ويلي چې د افغانستان پر خاوره بریدونه هېڅ توجیه نه لري او له پاکستان یې غوښتي چې د زور او پوځي اقدام پر ځای د متقابل احترام او مسؤلانه سیاست لاره خپله کړي.

نوموړي د قربانیانو کورنیو ته تسلیت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

ستانه ګل شیرزاد د ملي حاکمیت په ساتنې، د خلکو د یووالي او د هېواد د دفاع لپاره د عصري زده کړو، مسلکي کدرونو او پرمختللې ټکنالوژۍ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان د خپلو داخلي ستونزو د پټولو لپاره له پولو هاخوا د تاوتریخوالي د رامنځته کولو هڅه کوي

هند د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د هوايي بریدونو کلک غندنه کړې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دا ښکاره یرغل د افغانستان پر خپلواکۍ برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ بللی دی.

ياد وزارت ویلي چې دا کړنه د پاکستان د بې‌پروا چلند دوامداره بېلګه ده او د خپلو داخلي ستونزو د پټولو لپاره له پولو هاخوا د تاوتریخوالي یوه بې‌پروا هڅه ده.

دغې وزارت د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، د ټپیانو د ژر روغتیا هیله یې کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا له قاطع ملاتړ ټینګار کړی.

اشرف غنی حملات هوایی پاکستان بر پکتیکا، پکتیا و کنر را محکوم کرد

محمد اشرف غنی رئیس‌جمهور پیشین افغانستان حملات هوایی اخیر پاکستان بر ولایت‌های پکتیکا، پکتیا و کنر را به‌شدت محکوم کرد و گفت که در نتیجه این حملات شماری از شهروندان بی‌گناه افغانستان کشته و زخمی شده‌اند.

آقای غنی در بیانیه‌ای اظهار داشت که این حملات تنها یک اقدام امنیتی نیست بلکه نشان‌دهنده ضرورت بازنگری عمیق در وضعیت سیاسی کنونی افغانستان و آینده کشور است.

وی افزود که افغانستان در سال‌های اخیر به‌دلیل انزوای بین‌المللی، در وضعیتی قرار گرفته که صدای مردم و شکایت‌های این کشور در سطح جهان کمتر مورد توجه قرار می‌گیرد.

به گفته رئیس‌جمهور پیشین افغانستان زمانی محور تعاملات منطقه‌ای و بین‌المللی بود، اما سیاست‌ها و تصمیم‌های سال‌های اخیر باعث دور شدن کشور از جامعه جهانی شده و این وضعیت زمینه تداوم ناامنی، بی‌ثباتی و مداخله‌های خارجی را فراهم کرده است.

اشرف غنی ایجاد اجماع ملی بازسازی روابط با جامعه جهانی و اعلام بی‌طرفی بین‌المللی افغانستان را از راهکارهای اساسی برای برون‌رفت از بحران کنونی عنوان کرد.

او تأکید کرد که سیاست خارجی افغانستان باید بر پایه منافع ملی تنظیم شود تا کشور از انزوا خارج شده و صدای افغان‌ها در سطح بین‌المللی شنیده شود.

وی در پایان خاطرنشان کرد که مردم افغانستان دیگر جنگ نمی‌خواهند بلکه خواهان صلح، ثبات، زندگی آرام و حق تعیین سرنوشت خود هستند و آمادگی دارد برای شکل‌گیری اجماع ملی و تقویت روابط افغانستان با جهان، نقش خود را ایفا کند.

مهار آتش‌سوزی در سرای گل‌بهار کابل که در پی آن دو تن زخمی و خسارت به منازل دکان‌ها و موترها وارد شده

اداره آمادگی مبارزه با حوادث اعلام کرد که آتش‌سوزی پس از چاشت روز دوشنبه در سرای گل‌بهار، واقع در ناحیه چهارم شهر کابل که در پی انفجار تانکر تیل یک موتر باربری رخ داده بود به‌طور کامل مهار شده است.

این اداره در خبرنامه‌ای گفته است که بر اساس اطلاعات اولیه، در این رویداد دو تن زخمی شده‌اند که برای درمان به یک مرکز صحی انتقال یافته‌اند.

به گفته اداره آمادگی مبارزه با حوادث این آتش‌سوزی به هفت منزل مسکونی، دو دکان فرنیچر‌فروشی دو دکان رنگ‌مالی و شیشه‌کاری و چهار موتر باربری بزرگ خسارت وارد کرده است.

این اداره از شهروندان خواسته است با رعایت جدی اصول ایمنی از وقوع آتش‌سوزی جلوگیری کنند و در صورت بروز حوادث اضطراری موضوع را در کوتاه‌ترین زمان ممکن به نهادهای مسئول اطلاع دهند.

ترامپ:به درخواست ایران مذاکرات تهران و واشنگتن فردا در دوحه برگزار می‌شود

دونالد ترامپ رئیس‌جمهور آمریکا اعلام کرد که مقام‌های ایران و آمریکا فردا در دوحه پایتخت قطر، با یکدیگر دیدار خواهند کرد به گفته او این نشست به درخواست ایران برگزار می‌شود، اما جزئیات بیشتری درباره آن ارائه نکرد.

این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که کاظم غریب‌آبادی عضو تیم فنی مذاکره‌کننده ایران، پیش‌تر گزارش برخی رسانه‌ها درباره برگزاری مذاکرات تهران و واشنگتن در روز سه‌شنبه را تکذیب کرده بود.

با این حال شماری از رسانه‌ها به نقل از مقام‌های آمریکایی بدون ذکر نام، گزارش داده‌اند که پس از توافق دو طرف برای توقف حملات متقابل ایران و آمریکا تصمیم گرفته‌اند مذاکرات فنی را در چارچوب تفاهمات حاصل‌شده از روز سه‌شنبه در دوحه از سر بگیرند.

ذبیح‌الله مجاهد:د پاکستان پوځ کې يوه ځانګړې کړۍ شتون لري او د بهرنیو قدرتونو په مرسته سیمه بې ثباته کوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د پاکستان سره د روان کړکېچ د حل لپاره لومړیتوب خبرو اترو ته ورکول شوی او هڅه روانه ده چې وضعیت د دواړو لورو له کنټروله ونه وځي.

مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي، که د پاکستان له لوري هوايي بریدونه دوام پیدا کړي، نو په کابل کې د پاکستان د سفارت د تړلو احتمال هم د حکومت د احتمالي اقداماتو له ډلې ګڼل کېدای شي.

نوموړي یو ځل بیا د پاکستان د پوځ پر یوې ځانګړې کړۍ نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې دغه کړۍ د بهرنیو قدرتونو په هڅونه سیمه بې‌ثباته کوي.

هغه زیاته کړې، د پاکستان عام خلک د افغانستان پر ضد له بریدونو ملاتړ نه کوي او د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبله خواشیني څرګندوي.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت په اوسنیو شرایطو کې د زغم او حوصلې له پالیسۍ کار اخلي، خو د روان وضعیت له نږدې څارنې سره به د اړتیا په صورت کې لازم تصمیم ونیسي.

ذبیح الله مجاهد د وروستیو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي، د دوی حکومت به دا بریدونه بې ځوابه پرېنږدي او په مناسب وخت کې به ورته ځواب ورکړي.

اشرف غني:افغانستان له سختې انزوا سره مخ دی، له نړۍ سره د اړيکو د پياوړتيا برخه کې ونډې اخيستو ته چمتو یم

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لوري پر پکتیکا، پکتیا او کونړ د ترسره شویو هوايي بریدونو غندنه کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې بې‌ګناه افغانانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي غني په خپل تازه بیان کې ویلي، د پاکستان دا بریدونه یوازې یو امنیتي اقدام نه دی، بلکې د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت او د هېواد د راتلونکي په اړه د ژورې ارزونې اړتیا هم په ډاګه کوي.

د هغه په وینا، افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړیوالې انزوا له امله داسې وضعیت ته رسېدلی چې د هېواد غږ او شکایت په نړیواله کچه کافي پاملرنه نه ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان پخوا د سیمې او نړۍ د تعاملاتو مهم محور و، خو د وروستیو کلونو د سیاستونو او پرېکړو له امله له نړیوالې ټولنې څخه لرې شوی او دا وضعیت د ناامنۍ، بې‌ثباتۍ او بهرنیو لاسوهنو د دوام سبب ګرځېدلی دی.

پخواني ولسمشر د روان کړکېچ د حل لپاره د ملي اجماع رامنځته کول، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو بیا رغول او د افغانستان د نړیوالې بې‌طرفۍ اعلان مهم بللی دی.

د هغه په باور، د هېواد بهرنی سیاست باید د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم شي، څو افغانستان له انزوا ووځي او د افغانانو غږ په نړیواله کچه واورېدل شي.

اشرف غني په پای کې ټینګار کړی چې افغانان نور جګړه نه غواړي، بلکې د سولې، ثبات، هوسا ژوند او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق غوښتونکي دي، او دی چمتو دی چې د ملي اجماع او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپله ونډه واخلي.