دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 691

سراج الدین حقاني؛د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره لیدلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د سعوي عربستان به سفیر فیصل طلق البقمي سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، په دغې لیدنه کې سراج الدین حقاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر اهمیت خبرې کړې دي.

قانع زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې البقمي د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د لا پراختیا ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د «ګډو اسلامي او کلتوري ارزښتونو» پر بنسټ د همکارۍ پر دوام یې تاکید کړی دی.

خوست شېخ زاید؛د طالبانو حکومت د شرعیاتو پوهنځي ۱۷ استادان منفک کړي

طالبانو د خوست ولایت شېخ زاید پوهنتون ۱۷ استادان منفک کړي دي.

رسنیو کې لاس په لاس شوي مکتوب کې لیدل کېږي چې ټول د شرعیاتو پوهنځي استادان دي.

سره له دې چې دا مکتوب د یاد پوهنتون ادارې ته رسېدلی؛ خو تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر سرچینې بیا وایي چې د دغه پوهنتون ځینې نور استاد بیا له کادري بستونو لرې شوي دي.

د بالتیک تړون درې غړي؛د روسیې د احتمالي ګواښونو په اړه ناسته کوي

0

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د بالتیک حوزې درې غړي هېوادونه نن له روسیې څخه د ورپېښو احتمالي ګواښونو په اړه غونډه لري.

د یادې غونډې اصلي هدف د روسیې د بېړیو له خوا د احتمالي ګواښونو مخنیوی او د ځینو مهمو تاسیساتو ساتنه بلل شوې.

ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا د دې غونډې جوړوونکې دي او ویل کېږي، چې د ناټو سرمنشي او یو شمېر نورمشران به هم په کې برخه ولري.

د یادونې ده، چې روسیه له بالتیک سمندرګي څخه د خپلو تېلو کښتیو د انتقال لپاره ګټه اخلي.

اوچا:افغانستان کې له خلکو سره د مرستې لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره(اوچا) وايي، افغانستان کې له خلکو سره د مرستو لپاره نږدې ۲۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

یادې ادارې ویلي، چې یوازې په روان کال کې ۱۴.۳ میلیونه وګړي روغتیايي برخو ته اړتیا لري.

د دوی په خبره، په پام کې ده، چې له دې ډلې یوازې ۹.۳ میلیونه کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، چې په اړمنو کسانو کې ۵۳ سلنه یې مېرمنې او پاتې نور یې ماشومان او معلول وګړي دي.

د مذاکراتو پیل؛دوحه نن د حماس او اسرائیلو د مرکچي پلاوي کوربتوب کوي

0

ټاکل شوې چې نن د حماس او اسرائیل ترمنځ په دوحه کې مذاکرات پیل شي.

دا مذاکرات په غزه کې د اوربند طرحې نهايي او عملي کولو په اړه پیلیږي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن تمه ښودلې وه، چې راتلونکو ۴۸ ساتونو کې به د بندیانو تبادله پیل شي.

د یادونې ده چې د دغې طرحې یوه یوه کاپي دواړو لورویو ته هم سپارل شوې.

الیس جیل:د طالبانو په بند کې زنداني رایان کوربت روغتیایي حالت ښه نه دی

د ملګرو ملتونو د ځورونې او غیر انساني کړنو لپاره راپور ورکوونکی الیس جیل وایي، چې د طالبانو په بند کې زنداني رایان کوربت بېړنۍ روغتیایي درملنې ته اړتیا لري.

نوموړي د طالبانو له حکومت غوښتي چې له مرګ څخه د کوربت د ژغورلو لپاره باید د هغه درملنه وشي.

د الیس په خبره، که د کوربت درملنه ونه شي؛ نو ښایي هغه ان ژوند له لاسه ورکړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

جوبایډن:د حماس او اسرائیل ترمنځ اوربند د عملي کېدو په درشل کې دی

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ د دورې وروستۍ وینا وکړه.

هغه د امریکا پر بهرني سیاست د خبرو ترڅنګ د حماس له لوري د برمته شویو اسرائیلي وګړو د خلاصون په اړه ویلي چې په دې اړه هم خبرې نهايي شوي.

د بایډن په خبره، له دغې وینا څخه ۴۸ ساعته وروسته به د دغو بندیانو د ازادولو لړۍ پیل شي.

ان بي سي نیوز د یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي، ښايي په لومړي پړاو کې هغه سرتیري ازاد شي، چې په یو بد وضعیت کې قرار لري.

بایډن:القاعده مو ختم کړل؛ نو ځکه مو نور په افغانستان کې د پاتې کېدو اړتیا نه لیدله

د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپلې وروستۍ وینا کې ویلي، چې د لومړي رییس جمهور په توګه یې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.

هغه ویلي، په افغانستان کې د خپل هدف تر لاسه کېدو وروسته پاتې کېدل مهم نه وو او دی له لومړي سره په دې باور وو، چې نور هلته پاتې کېدل مهم نه وو.

که څه هم پر بایډن نیوکه کېږي، چې له افغانستان څخه یې د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر په سم ډول مدیریت نشو کړی؛ خو نوموړی بیا دا کار خپله لویه لاسته راوړنه بولي.

اسرائیل ټایمز:اسرائیل د یحیی سنوار جسد د برمته شویو اسرئیلو په بدل کې حماس ته ورکوي

0

اسرائیل ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې اسرائیل د یحیی سنوار جسد د برمته شویو اسرئیلو په بدل کې حماس ته ورکوي.

سره له دې چې سنوار د تېر کال په اکتوبر کې ووژل شو؛ خو لا یې هم جسد له اسرائیل سره دی.

بل لورته حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندی بیا الحدث ورځپاڼې ویلي وو، چې حماس د برمته شویو کسانو د خوشې کولو په لومړي پړاو کې د سنوار جسد غوښتی دی.

لاس انجلس؛امریکایي چارواکو د چټکو بادونو د راتلو له کبله د اور د شدت یادونه کړې

0

په لاس‌انجلس کې تر اوسه د اور وژونکې ډلې د اور په مهارولو نه دي توانېدلې.

امریکایي رسنۍ وایي، چې لږ تر لږه په درو سیمو کې لوی اور لا هم بل دی، او د قربانیانو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شوی دی.

دوی ویلي، چې د ۱۶ کسانو د ورکېدو راپور هم ثبت شوی، او چارواکو ویلي چې د دې شمېر د زیاتېدو احتمال شته.

امریکایي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبرداری ورکړی چې خطرناک بادونه راروان دي چې د اور شدت لا زیاتولی شي.